کله چې زه په جرمني کې د افغانستان د خلکو د اسنادو ژباړې کوم، نو راڅخه بعضي پوښتنه وي چې د افغانستان اسناد څخه جوړولای شي. ما دغه پوښتنه په آلمان کې د افغانستان د قونسلګرۍ له يو کارکوونکي څخه وکړه. جواب يې زه لاندې ستاسو سره شريکوم. که کوم معلومات ناسم او يا نيمګړي وي، هيله ده چې تاسو يې رااصلاح کړئ.
1. د پاسپورټ نوي ورکول
د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ په آلمان کې دا مهال نوي پاسپورټ نه صادروي. دمګړی تمدد هم ممکن نه دی. البته ويل کيږي چې په نژدې وخت کې به د زړو پاسپورټونو تمديد او همدا شان د نوو پاسپورټونو ورکړه شروع شي.
2. د پاسپورټ د جوړېدو شرطونه
هر هغه څوک چې الکترونيکي تذکره لري، د پاسپورټ جوړولو حق لري.
که څوک کاغذي تذکره لري، نو د پاسپورټ لپاره دا شرطونه لازم دي:
– کاغذي تذکره باید د افغانستان د خارجه وزارت له خوا په انګلیسي ژباړل شوې وي.
– د خارجه وزارت ځانګړی سټيکر او مهر باید پرې لګيدلی وي.
د دې اسنادو په اساس بيا په غياب کې الکترونيکي تذکره جوړېږي.
3. د الکترونيکي تذکرې د غياب پروسه
هغه کسان چې په آلمان کې دي او الکترونيکي تذکره نه لري، د دوی لپاره پروسه داسې ده:
– دوه شاهدان په آلمان کې شاهدي ورکوي چې دغه کس افغان دی. شاهدان بايد يا اليکترونيکي تذکره يا پاسورټ لرونکي وي يا يې بايد کاغذي تذکره د وزارت خارجه لخوا د انګريزي ترجمې د ټاپه او سټيکر په مرسته تائيد شوې وي. شاهد کولای شي چې د تثبيت هويت په مرسته هم شاهدي ادا کړي که تذکره او پاسپورټ ونلري.
– يو شاهد بايد په افغانستان کې شاهدي ورکوي.
د افغانستان شاهد بايد د کورنۍ خپل وي: پلار، ورور، اکا يا د اکا زوی.
دغه کورنۍ کس په افغانستان کې د کورنيو چارو وزارت ته تذکره وړي او تصديقوي يې. له تصديق وروسته تذکره د پوستې له لارې آلمان ته استول کېږي. البته د افغانستان د دغه شاهد تذکره بايد اول په جرمني کې د افغانستان و نمايندګي ته وروړل شي چې هغه يې ثبت کړي او بيا دغه کس چې کله د باندنيو چارو وزارت ته د غوښتونکي په استازيتوب ځي، نو نوم به يې هلته ثبت وي چې د دې کار اجازه لري.
4. هغه کسان چې هېڅ ډول افغان سند نه لري
که يو کس نه پاسپورټ ولري او نه تذکره، نو د دوی لپاره د هويت د تثبيت سند جوړېږي. اړونده فورمه د افغانستان د آلمان د نمايندګۍ څخه اخيستل کېږي. د کورنۍ د يو شخص تذکره پکار ده، که په آلمان کې وي يا په افغانستان کې. دا سند يوازې په آلمان کې د حقوقي چارو لپاره کارول کېږي او د سفر لپاره ارزښت نه لري.
5. د نوم، تخلص او عمر اصلاح
افغانان چې په آلمان کې دي، کولای شي د افغانستان د سفارت يا قونسلګرۍ له لارې د نوم، تخلص يا د زېږېدو نېټې د اصلاح غوښتنه وکړي.
اوس مهال يوازې د تذکرې په معلوماتو کې اصلاح ممکنه ده، په پاسپورټ کې د اصلاح امکان نه شته.
د آلمان حکومت د طالبانو تر واک لاندې ادارې رسمي نه پېژني، خو د افغان اسنادو د اړتیا له امله د نمايندګيو محدود خدمات روان دي. د اسنادو پروسې معمولاً وخت نيسي او د پوستې ځنډ هم پکې معمول دی. د اسنادو په اړه د فريب او جعل مخنيوي لپاره بايد له نامعلومو منځګړو څخه ډډه وشي.
احمد ولي اڅکزی، په آلمان کې د افغانانو د اسنادو (تذکره، نکاحنامه، تعليمي اسنادو...) او همدا شان د پاکستان، ايران او هند د اسنادو ژباړونکی
احمد ولي اڅکزی، په آلمان کې د افغانانو د اسنادو (تذکره، نکاحنامه، تعليمي اسنادو...) او همدا شان د پاکستان، ايران او هند د اسنادو ژباړونکی