د ځانګړو لیکنیزو پروګرامونو له دورې څخه تر وړیا پښتو ملاتړ او نړیوالو معیارونو پورې

لیکونکی: احمدولي اڅکزی

نن ورځ په کمپیوټر کې په پښتو ژبه لیکل یوه عادي او نسبتاً اسانه چاره ده. د مایکروسافټ وینډوز او نورو معاصرو عملیاتي سیسټمونو کاروونکي کولای شي د پښتو کیبورډ فعال کړي او په بېلابېلو پروګرامونو کې په خپله مورنۍ ژبه ولیکي. خو دا اسانتیا له پیله نه وه موجوده. د پښتو لیکلو لپاره د کمپیوټري امکاناتو رامنځته کېدل د څو لسیزو د هڅو، تخنیکي نوښتونو، شخصي ابتکارونو او نړیوالو معیاري کولو د پروژو پایله ده.
په دې بهیر کې ځینو شرکتونو تجارتي حل‌لارې وړاندې کړې، ځینو کمپیوټرپوهانو خپل کارونه وړیا خپاره کړل او ځینو ژبپوهانو د پښتو لیکدود د نړیوالو تخنیکي معیارونو په جوړولو کې ونډه واخیسته.
د دې لیکنې موخه دا ده چې د خپلو معلوماتو، شخصي تجربو او تر لاسه شویو تاریخي اسنادو پر بنسټ د دغه بهیر ځینې مهم پړاوونه روښانه کړم او د هغو کسانو ونډې یادې کړم چې د وینډوز له خوا د پښتو ژبې د پراخ او رسمي ملاتړ تر رامنځته کېدو مخکې یې د پښتو لیکلو اسانتیاوې برابرې کړې وې.
باید له پیله څرګنده کړم چې دا لیکنه د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ د بشپړ تاریخ د وړاندې کولو ادعا نه لري. ډېر امکان شته چې نورو اشخاصو، شرکتونو او بنسټونو هم په دې برخه کې مهم کارونه کړي وي چې زه ترې خبر نه یم، یا یې اړوند تاریخي اسناد راته نه دي رسېدلي. له همدې امله، دلته د یادو شویو کسانو نومونه د ټولو ونډه‌لرونکو بشپړ نوملړ نه دی. هیله ده چې د نورو معلوماتو او اسنادو په ترلاسه کېدو سره د دې تاریخ نورې برخې هم روښانه شي.

د پښتو لیکلو لومړني ځانګړي پروګرامونه

د ۱۹۸۰مې لسیزې له وروستیو او د ۱۹۹۰مې لسیزې په اوږدو کې د پښتو او نورو هغو ژبو لپاره چې له ښي لوري څخه چپ لوري ته لیکل کېږي، ځانګړي کمپیوټري پروګرامونه کارول کېدل.

د هغو پروګرامونو په منځ کې چې د پښتو کاروونکي ورسره بلد وو، د Gamma Universe، Universal Word، ML او InPage نومونه یادېدای شي.

د دغو پروګرامونو د لومړنیو نسخو دقیقې نېټې ټولې راته معلومې نه دي، خو د InPage د جوړوونکي شرکت د معلوماتو له مخې دغه پروګرام په ۱۹۹۴ کال کې معرفي شوی و.

InPage  په ځانګړي ډول د اردو او ورته لیکدود لرونکو ژبو د متنونو او چاپي پاڼو د جوړولو لپاره کارول کېده او د پښتو ملاتړ یې هم درلود.
د دغو ځانګړو پروګرامونو یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د پښتو لیکلو امکانات یې تر ډېره د خپل پروګرام په چاپېریال کې برابرول. کاروونکي به اړ وو چې اړوند سافټویر په جلا توګه ترلاسه او نصب کړي. په ډېرو مواردو کې دغه پروګرامونه تجارتي وو. هغه فایلونه چې په دغو پروګرامونو کې جوړېدل، د ځانګړو فونټونو، د تورو د کوډولو د طریقو او د فایلونو د بڼې له امله، تل د نورو پروګرامونو سره په مستقیم ډول د کارولو وړ نه وو. د بېلګې په توګه، په یوه ځانګړي پروګرام کې جوړ شوی پښتو متن ښايي په Microsoft Word یا Excel کې په سمه بڼه نه ښکارېده، یا یې د انتقال لپاره اضافي بدلونونو ته اړتیا لرله.

دا په دې معنا نه وه چې د فایلونو انتقال په مطلق ډول ناشونی و، بلکې دا چې د پروګرامونو ترمنځ د متنونو سازګاري محدوده وه.

د Apple Macintosh کمپیوټرونو لپاره هم د ورته لیکدودونو د کارولو ځینې ځانګړي امکانات او پروګرامونه موجود وو. خو د دغو حل‌لارو د بیو، نسخو او تاریخي پراختیا په اړه لا کره څېړنې ته اړتیا شته.

په ټوله کې، په دې پړاو کې پښتو لیکل ممکن وو، خو لا د عام عملیاتي سیسټم یوه اسانه او هرچاته د لاسرسي وړ ځانګړنه نه وه.

د لیوال شرکت تجارتي پښتو ملاتړ
د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ په لومړنیو هڅو کې د لیوال (Liwal) شرکت ونډه هم د یادونې وړ ده. دغه شرکت د وینډوز لپاره د پښتو لیکلو یوه تجارتي حل‌لاره وړاندې کړې وه.

د دې حل‌لارې مهم توپیر له پخوانیو ځانګړو لیکلو پروګرامونو سره دا و چې موخه یې د وینډوز په چاپېریال کې د پښتو لیکلو امکانات برابرول وو. په دې ډول ملاتړ کې د ښي لوري څخه چپ لوري ته د لیکلو تخنیکي امکانات، اړین فونټونه او د پښتو تورو د داخلولو وسایل مهم رول درلود.

زما د خپلو معلوماتو، دغه شرکت ته د په اصطلاح فرمايشن مخکې د قيمت د معلوماتو غوښتلو او د هغه وخت د ځینو نورو کاروونکو د روایتونو لکه د اسد دانش د دانش خپرندويه ټولنې له مخې، د دغه ملاتړ جواز په څو سوه ډالرو پلورل کېده.

ځینو کتاب خپرونکو او مسلکي کاروونکو له دې خدمت څخه ګټه اخیسته، خو د لوړې بیې او تخنیکي اړتیاوو له امله ټولو کسانو ورته لاسرسی نه درلود. همدارنګه د ځینو کاروونکو د تجربو له مخې، د سیستم د تخنیکي ستونزو د حل لپاره د شرکت مرستې ته اړتیا پیدا کېده. د دانش خپرندويه ټولنې مسؤل ښاغلي اسد دانش (زما لپاره دانش لالا) ما ته پخپله دا کيسه کړې ده چې کله به يې د ليوال په سيسټم چلېدونکي کمپيوټر کې د دغه سه‌پورټ له کبله ستونزه رامنځته شوه، نو مجبور و چې خپل کمپيوټر دغه شرکت ته ولېږي او ورباندې اضافي مصارف راشي.

له تجارتي پلوه، د یوه شرکت له خوا د خپلې جوړې شوې حل‌لارې پلورل او د هغې د تخنیکي معلوماتو ساتل د عادي سوداګریزو فعالیتونو برخه ګڼل کېدای شي. د لیوال شرکت د وخت او شرایطو په نظر کې نیولو سره د پښتو کمپیوټري ملاتړ په برخه کې یو خدمت وړاندې کړی و، چې باید ونډه یې له پامه ونه غورځول شي.

خو د پښتو ژبې د عامو کاروونکو لپاره یوه مهمه پوښتنه لا پر ځای وه: آیا د پښتو لیکلو دغه ډول اسانتیاوې په وړیا او ساده توګه هم برابرېدای شي؟ مثلا ما د دغه شرکت څخه په ۲۰۰۱ کال کې په پښتو کې د پي ډي اف جوړولو او وينډوز د سه‌پورټ قيمت پوښتلی و، چې هغه وخت ماته له ۷۰۰ ډالرو څخه زيات قيمت ويل شوی و.

د شیرزاد کامه‌وال وړیا پښتو ملاتړ

د يادې وړيا سه‌پورټ د اړتیا په ځواب کې د افغان کمپیوټرپوه شیرزاد کامه‌وال (Shirzad Kamawal)  هڅې ځانګړی اهمیت لري. کامه‌وال، چې د Tolafghan له نوم سره تړلې انټرنېټي هڅې یې هم لرلې، د وینډوز لپاره د پښتو ژبې د ملاتړ یوه وړیا حل‌لاره وړاندې کړه.

زما د یادښت له مخې، دغه کار ښايي د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې ترسره شوی وي، یعنې د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۲–۲۰۰۳ کلونو د معیاري کولو تر پروژې مخکې. د دقیقې نېټې تثبیت د پروګرام د لومړۍ نسخې، د خپرېدو د اعلان یا د وېبپاڼې د تاریخي ارشیف موندلو ته اړتیا لري.

د کامه‌وال د کار مهمه ځانګړنه دا وه چې پښتو لیکل یې یوازې په یوه ځانګړي پروګرام پورې نه محدودول. د هغه د ملاتړ په نصبولو سره کاروونکي کولای شول د وینډوز په هغو بېلابېلو پروګرامونو کې چې د اړوند لیکدود تخنیکي ملاتړ یې درلود، پښتو ولیکي.

دا د هغو پخوانیو حل‌لارو په پرتله یو مهم پرمختګ و چې د متنونو جوړول او کارول یې تر ډېره د ځانګړو پروګرامونو په چاپېریال پورې تړلي وو. تر ټولو مهمه دا چې د کامه‌وال حل‌لاره وړیا وړاندې کېده. د دې کار له امله هغو کسانو ته هم د پښتو لیکلو امکانات برابر شول چې نه یې د ګرانبیه تجارتي ملاتړ د اخیستلو وس درلود او نه یې غوښتل د یوه ځانګړي پروګرام له محدودیتونو سره کار وکړي.

د وړیا ملاتړ د خپرولو پر وړاندې ستونزې

شیرزاد کامه‌وال ماته په شخصي توګه ویلي وو چې د هغه د وړیا پښتو ملاتړ خپرول له ځینو ناخوښو غبرګونونو سره مخ شوي وو. د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ورته تجارتي خدمتونو له یوه وړاندې کوونکي اړخ څخه پرې فشار راوړل شوی و څو خپل وړیا پروګرام له عامه لاسرسي څخه وباسي او آن ورته ګواښونه شوي ول.

زه دلته د هغه شخصي روایت ثبتوم، نه دا چې د موضوع د ټولو اړخونو د څېړلو او ارزولو ادعا وکړم. د تاریخي امانتدارۍ غوښتنه دا ده چې د داسې روایتونو او په خپلواکه توګه د تایید شویو پېښو ترمنځ توپیر وساتل شي. زما په اند، د دې موضوع تر ټولو مهم اړخ دا دی چې کامه‌وال د پښتو لیکلو یوه تخنیکي اسانتیا د عامو کاروونکو لپاره وړیا او نسبتاً ساده کړه.

د شېرزاد کامه وال صاحب په کيبورډ او په خپله پښتو نومې کيبورډ باندې زما د قاموسونه ټکی کام د عملي کولو کارونه ډېر آسانه شول.

د سید مرجان ځاځي ونډه

د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ په لومړنیو هڅو کې د سید مرجان ځاځي (Said Marjan Zazai)  نوم هم ځانګړی اهمیت لري. نوموړی د افغانستان د مرستو د همغږۍ له ادارې (Afghanistan Assistance Coordination Authority)  سره تړلی و او د پښتو ژبې د کمپیوټري کولو د متخصص په توګه یې فعالیت کاوه. د ۲۰۰۳ کال د نړیوالو تخنیکي اسنادو له مخې، ځاځي د پښتو ژبې د کمپیوټري معیارونو په جوړولو کې فعاله ونډه لرله.

د مایکل ایورسن او روزبه پورنادر په راپور کې د پښتو کیبورډ د وړاندیز شوي ترتیب د جوړوونکو په توګه څلور نومونه ثبت شوي دي: مایکل ایورسن، روزبه پورنادر، سید مرجان ځاځی او محمد تمیم نوري. دا څرګندوي چې د پښتو کیبورډ د معیاري کولو په بهیر کې افغان متخصصینو هم مستقیمه ونډه لرله.

سربېره پر دې، د Unicode د ۲۰۰۳ کال په یوه رسمي تخنیکي سند کې سید مرجان ځاځی د پښتو کمپیوټري کولو د متخصص په توګه یاد شوی دی. دغه سند د پښتو د «زورکي» غږیزې نښې د نړیوال کوډ د اړتیا په اړه چمتو شوی و.

زما د پخوانیو یادښتونو له مخې، ځاځي د پښتو لیکلو د ملاتړ او اړوندو فونټونو د برابرولو په برخه کې هم هڅې کړې وې. په دې تړاو د «خپله پښتو» (Khpala Pashto) نوم هم راپه یادېږي، خو د دغه نوم او د ځاځي د مشخص سافټویر ترمنځ اړیکه لا نورو تاریخي شواهدو ته اړتیا لري.

د ۲۰۰۴ کال په یوه خپلواک راپور کې د Afghan Tech او Khpala Pashto  په نومونو د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ فعالیتونه ثبت شوي دي. په راپور کې د پښتو کیبورډونو او فونټونو د جوړولو هڅې هم یادې شوې دي. زما د یادښت له مخې، ځاځي هم د پښتو د لیکلو د اسانتیاوو په وړیا برابرولو کې ونډه لرله. د دې ملاتړ د لومړۍ نسخې، رسمي نوم او د خپرېدو د دقیق کال تثبیت لا څېړنې ته اړتیا لري.

د سید مرجان ځاځي ونډه په ځانګړي ډول ځکه د یادونې وړ ده چې هغه د پښتو کمپیوټري ملاتړ په دوو مهمو برخو کې مطرح و: د کاروونکو لپاره د عملي امکاناتو برابرول او د پښتو ژبې د نړیوالو تخنیکي معیارونو په جوړولو کې تخصصي ګډون.


د پښتو ژبې د نړیوالو کمپیوټري معیارونو رامنځته کېدل

د پښتو کمپیوټري ملاتړ په تاریخ کې یو بل مهم پړاو د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې پیل شو. په دغه وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) دفتر د افغانستان د رسمي ژبو، پښتو او دري، د کمپیوټري اړتیاوو د څېړلو او معیاري کولو پروژه پیل کړه. د دې پروژې مسئولیت دوو متخصصینو ته وسپارل شو: مایکل ایورسن (Michael Everson)، د لیکدودونو او نړیوالو کرکټرونو د معیارونو متخصص، او روزبه پورنادر (Roozbeh Pournader)، د فارسي ژبې د کمپیوټري ملاتړ او نړیوالو معیارونو متخصص.

يادو کسانو د افغانستان د هغه وخت د مخابراتو وزارت په ملاتړ د Computer Locale Requirements for Afghanistan  تر سرلیک لاندې یو تخنیکي راپور چمتو کړ. دغه راپور په ۲۰۰۳ کال کې خپور شو. د دې پروژې اهمیت یوازې د پښتو کیبورډ په جوړولو کې نه و، بلکې د ژبې د کمپیوټري ملاتړ څو بنسټیزې برخې یې څېړلې. په دې برخه کې د Unicode  په نړیوال سیستم کې د پښتو تورو او اړوندو نښو اړتیاوې وڅېړل شوې. موخه دا وه چې پښتو متنونه د ځانګړو او له یو بل سره ناسازګارو فونټونو او کوډونو پر ځای د نړیوالو معیارونو له لارې ثبت، لېږدول او ښکاره شي. د پښتو او نورو اړوندو ژبو لپاره د کیبورډونو وړاندیز شوي ترتیبونه هم چمتو شول. په دې برخه کې د ISO/IEC 9995  نړیوال معیار اصول په پام کې ونیول شول.

د راپور په کیبورډونو کې د افغان ګډونوالو نومونه هم ثبت شوي دي، چې د دې کار د ګډې تخنیکي او ژبنۍ همکارۍ څرګندونه کوي. په دې پروژه کې د نېټو، وخت، شمېرو، پیسو، الفبايي ترتیب او نورو ژبنیو ځانګړنو د کمپیوټري تنظیم لپاره هم معلومات چمتو شول. دا معلومات د ICU په څېر نړیوالو تخنیکي چوکاټونو لپاره مهم وو. د دغو معیارونو موخه دا وه چې د افغانستان ژبې یوازې د لیکلو په کچه نه، بلکې د کمپیوټري معلوماتو د پروسس او تنظیم په پراخه برخه کې هم ملاتړ ولري. د دې پروژې ونډه باید د پخوانیو وړیا یا تجارتي پښتو ملاتړونو له ونډې څخه جلا وپېژندل شي.

پخوانیو حل‌لارو د کاروونکو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوله، خو د ایورسن او پورنادر پروژه د اوږدمهالو، نړیوالو او د بېلابېلو سیستمونو ترمنځ د کارېدونکو معیارونو د رامنځته کولو لپاره وه.

د یادونې وړ ده چې د دغه راپور په مننې برخه کې د شیرزاد کامه‌وال نوم هم راغلی دی. دا د دې ښکارندويي کوي چې د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ په برخه کې د بېلابېلو متخصصینو ترمنځ اړیکې او همکارۍ موجودې وې.

د پخوانیو کیبورډونو د کاروونکو ستونزه 

د پښتو لیکلو د نویو امکاناتو او معیاري کیبورډونو له رامنځته کېدو سره سره، یوه عملي ستونزه لا هم موجوده وه. ډېرو کسانو له کلونو راهیسې په ML، Gamma Universe، Universal Word او نورو ځانګړو پروګرامونو کې پښتو لیکلې وه. دوی د خپلو پروګرامونو د کیبورډ له ترتیبونو سره عادت شوي وو. د یوه داسې کس لپاره چې کلونه یې په یوه ځانګړي کیبورډ لیکل کړي وي، د نوي ترتیب زده کول وخت او تمرین غواړي. 

دا ستونزه په ځانګړي ډول د هغو کاروونکو لپاره مهمه وه چې د کتابونو په ټایپولو، ژورنالېزم، اداري کارونو او نورو مسلکي برخو کې یې له پخوانیو پروګرامونو ګټه اخیسته. دوی غوښتل د وینډوز په نویو پروګرامونو کې هم پښتو ولیکي، خو نه یې غوښتل خپل پخواني لیکنیز عادتونه بدل کړي. په دې تر څ کې پروفيسور ډاکټر مجاور احمد زيار، پروفيسور ډاکټر محمد اکبر وردګ، ډاکټر ماخان شينواری او ډاکټر درويزه اڅکزی له هغو کسانو څخه دي چې ما پخپله يې د ځوان تخنيکي ملاتړي په توګه د يادې ستونزې سره د حللارې تلاښ بدرګه کړی دی.

په دې توګه د یوه داسې ملاتړ اړتیا رامنځته شوه چې د پخوانیو کیبورډونو ترتیبونه د وینډوز په عمومي چاپېریال کې د کارولو وړ کړي.

د څو بېلابېلو پښتو کیبورډونو لپاره زما وړیا ملاتړ

په همدې لړ کې ما، احمدولي اڅکزي، چې په دې برخه کې د شیرزاد کامه‌وال له لارښوونې څخه برخه‌من وم، د کامه وال صاحب په ملاتړ د یوې بلې حل‌لارې په جوړولو غالبا په ۲۰۰۱ کال کې کار وکړ. زما د پروګرام موخه دا وه چې د وینډوز کاروونکي وکولای شي په یوه سیستم کې د پښتو کیبورډ له څو بېلابېلو ترتیبونو څخه ګټه واخلي. په دې حل‌لاره کې مې د پخوانیو ځانګړو پروګرامونو له کیبورډونو سره د کاروونکو بلدتیا په پام کې نیولې وه. د بېلګې په توګه، هغه څوک چې د ML  له کیبورډ سره عادت و، کولای یې شول د وینډوز په نورو مناسبو پروګرامونو کې هم د خپل اشنا ترتیب له لارې پښتو ولیکي. 

همدارنګه د نورو پخوانیو پروګرامونو کاروونکو ته هم د بېلابېلو ترتیبونو د غوره کولو امکان برابرېدل. زما د دغه ملاتړ ځینې نسخې د Qamosona  له نوم سره تړلې وې او د کیبورډ د ترتیب له مخې یې بېلابېلې نومونې لرلې. پر انټرنټ د وړيا پروګرامونو په پاڼو کې دغه پروګرام چې د All Pashto Keybaords Support  نومېدی، ترلاسه کېدلای شوای. د دې حل‌لارې عملي ارزښت په دې کې و چې د نوي کمپیوټري چاپېریال د کارولو لپاره یې د پخوانیو عادتونو پرېښودل اړین نه کړل. ما دغه ملاتړ هم وړیا وړاندې کړ.

په دې توګه هغو کسانو ته چې د تجارتي پروګرامونو د اخیستلو وس یې نه درلود، یا د نوي کیبورډ زده کول ورته ستونزمن وو، د پښتو لیکلو یوه بله اسانه لاره برابره شوه.

زما د دې کار موخه دا نه وه چې د نورو کسانو یا شرکتونو هڅې بې‌ارزښته وښیم، بلکې غوښتل مې د هغو کاروونکو یوه عملي ستونزه حل کړم چې له پخوانیو کیبورډونو سره بلد وو او غوښتل یې د وینډوز له امکاناتو څخه هم ګټه واخلي.

د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار لپاره د فونټونو او IPA ملاتړ جوړول

زما تخنیکي هڅې یوازې د پښتو کیبورډونو تر برابرولو محدودې نه وې.
د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې مې د پښتو ژبپوهنې د نامتو استاد، پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، د علمي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم کار وکړ.
استاد زيار د پښتو ژبپوهنې، فونولوژۍ، ګرامر او لغتپوهنې په برخو کې پراخ علمي فعالیت درلود. د دغو څېړنو لپاره د نړیوالې غږیزې الفبا، یا International Phonetic Alphabet (IPA)، کارول مهم وو. خو په هغه وخت کې د پښتو متنونو او نړیوالو غږیزو نښو یوځای لیکل، په ځانګړي ډول د کتابونو د کمپیوټري ترتیب او چاپ لپاره، له تخنیکي ستونزو سره مخ وو. په زياته د ډاکټر زيار صاحب داسې نخښې کارولې چې په IPA  کې هم نه وې، بلکه د بعضو پخواني مستشريقينو لخوا کارول کېدلې يا پخپله د زيار صاحب وړانديز و.

له همدې کبله مې د استاد زيار د غوښتنو او علمي اړتیاوو له مخې ځانګړي فونټونه او د څو اضافي تورو سره د IPA نښو د داخلولو یوه حل‌لاره جوړه کړه. د دې پروسې یوه ځانګړنه دا وه چې زموږ ترمنځ تخنیکي همغږي تر ډېره د ټیلیفون له لارې کېده. په هغه وخت کې د نن ورځې په څېر د WhatsApp او نورو وړیا انټرنېټي اړیکو اسانتیاوې نه وې. له جرمني څخه بریتانیا ته نړیوالې ټیلیفوني اړیکې لګښت درلود او زما په څېر د یوه محصل لپاره دغه لګښت د پام وړ و. د تخنیکي ستونزو د تشریح، د فونټونو د ازموینې او د استاد زيار د غوښتنو د پوره کولو لپاره به کله ناکله څو ساعته ټیلیفوني خبرې کېدې. ما د خپل شخصي لپټاپ او محدودو امکاناتو په وسیله د اړینو فونټونو او لیکلو د ملاتړ په جوړولو کار وکړ.

دا چې پر تليفون د استاد زيار صاحب او د هغه د ګاونډي او ملاتړي پاچا صاحب سره زما لخوا چمتو شوی تخنيکي حل د زيار صاحب پر ډېر زوړ کمپیوټر ممکن نه و، يا د تليفون له لارې يې د زياتو هڅو وروسته هم عملي کول ممکن نه و، نو ما هغه وخت خپل نوټبوک/لېپټاپ کمپيوټر زيار صاحب ته ډالۍ کړ او تر زيات وخته پخپله بېله نوټبوک څخه وم او د پوهنتون په کتابخانه کې له کمپيوټر څخه به مې د اړتيا په صورت کې کار اخيستلی.

د یوه اېتیمولوژیک اثر کمپیوټري ترتیب

د دغې همکارۍ بله مهمه برخه د استاد زيار د یوه اېتیمولوژیک، یا د لغتونو د رېښو د څېړنې، اثر کمپیوټري چمتو کول وو. ما د دغه اثر د متنونو د غږیزو نښو په برابرولو، د IPA نښو په ځای پر ځای کولو او د کتاب د چاپ لپاره د پاڼو په ترتیب کې پراخه تخنیکي مرسته وکړه. دا کار یوازې د متن عادي ټایپول نه وو. د ژبپوهنې په یوه علمي اثر کې د غږیزو نښو دقیق ځای پر ځای کول، د بېلابېلو لیکدودونو یوځای کارول او د چاپ لپاره د پاڼو برابرول ځانګړې پاملرنې او تخنیکي مهارت ته اړتیا لري.

کله چې دغه اثر خپور شو، زما نوم د دغې تخنیکي همکارۍ په تړاو په ځانګړي ډول نه و یاد شوی. د مننې په برخه کې یوازې «نوي نسل» ته عمومي مننه شوې وه. غواړم په څرګنده ووایم چې دغه موضوع نه هغه مهال او نه هم نن زما لپاره د شخصي خپګان لامل ده. ما دا کار د خپلې ژبې، ولس او علمي پرمختګ سره د مینې له مخې کړی و، نه د شخصي شهرت یا ستاینې د ترلاسه کولو لپاره. دغه تجربه زما پر انګېزې منفي اغېز ونه کړ او د پښتو ژبې لپاره د نورو وړیا تخنیکي کارونو مخه هم نه ونيوله.

خو نن چې د دې تاریخ د ثبتولو هڅه کوم، داسې راته ښکاري چې د علمي امانتدارۍ له نظره د علمي اثارو د جوړېدو په بهیر کې د تخنیکي همکارانو د ونډو یادونه هم خپل ارزښت لري. دا خبره د استاد زيار د علمي ونډې یا د هغه د اثر د علمي مالکیت د کمولو په معنا نه ده. د یوه اثر علمي محتوا او د هغه د تخنیکي چمتو کولو کارونه دوې بېلابېلې برخې دي او د دواړو د ونډې روښانه ثبتول د علمي تاریخ په بشپړتیا کې مرسته کوي. 

زه دغه موضوع یوازې د یوه تاریخي واقعیت د ثبتولو لپاره یادوم، نه خدای مکړه د چا د ملامتولو یا د شخصي امتیاز د غوښتلو لپاره.

د ډويچه‌وېله د پښتو څانګې له خوا زما د وړیا ملاتړ کارول

په داسې حال کې چې د بي‌بي‌سي پښتو پاڼه فکر کوم له لومړنيو پښتو وېبپاڼو څخه وه او تخنيکي امکانات يې د ليوال شرکت د پښتو سه‌پورټ په مرسته ممکن شوي و، يو شمېر نورو نړيواله رسنيو لا د پښتو لپاره پخواني پروګرامونه کارول چې متون يې د وينډز په خپلو پروګرامونو کې نه پرانستل کېدل. 

کله چې ما د ۲۰۰۰ مې لسيزې په پېل کې د آلمان ږغ دويچه وېله سره د يو ځوان همکار په توګه کار پېل کړ، نو هغوی د يونيورسل ورډ په نوم پروګرام د پښتو ليکلو لپاره کاراوه. هغه وخت ما دغه رسنۍ ته خپل د څو کيبورډي پروګرام نسخه ورکړل چې په مرسته يې ممکنه شوه چې د بېلابيلو پښتو پروګرامونو کاروونکي همکاران ټول په وينډوز کې پښتو متون ټايپ کړلای شي.

د وینډوز خپل پښتو ملاتړ

د نړیوالو تخنیکي معیارونو له پرمختګ او د عملیاتي سیسټمونو د ژبنیو امکاناتو له پراخېدو سره، د پښتو لیکلو ملاتړ په تدریجي ډول د وینډوز د رسمي امکاناتو برخه وګرځېد. له دې وروسته کاروونکو کولای شول د ژبو او کیبورډونو له تنظیماتو څخه پښتو فعاله کړي. دغه پرمختګ د دې لامل شو چې د پښتو لیکلو لپاره د ځانګړو تجارتي یا وړیا پروګرامونو اړتیا د ډېرو کاروونکو لپاره کمه شي. خو دا وروستی پرمختګ د هغو پخوانیو هڅو تاریخي ارزښت نه کموي چې د رسمي ملاتړ تر پراخېدو مخکې ترسره شوې وې. په حقیقت کې، د پښتو ژبې کمپیوټري پرمختګ د څو بېلابېلو اړتیاوو د پوره کولو بهیر و.

ځینو کسانو د پښتو لیکلو لومړني امکانات برابر کړل، ځینو د وینډوز په کچه د پښتو ملاتړ رامنځته کړ، ځینو دغه ملاتړ وړیا او عام کړ، ځینو د کیبورډونو د بېلابېلو ترتیبونو ستونزه حل کړه او  ځینو د پښتو د نړیوالو تخنیکي معیارونو د رامنځته کولو لپاره علمي او تخصصي کار وکړ.

د بېلابېلو ونډو عادلانه پېژندنه

د پښتو ژبې د کمپیوټري ملاتړ تاریخ باید د یوه کس، یوه شرکت یا یوه پروګرام په نوم محدود نه شي. د ML، Gamma Universe، Universal Word او InPage په څېر پروګرامونو د خپل وخت د پښتو لیکلو اړتیاوو ته حل‌لارې وړاندې کړې. د لیوال شرکت د وینډوز لپاره تجارتي پښتو ملاتړ وړاندې کړ. شیرزاد کامه‌وال د وینډوز په چاپېریال کې د پښتو لیکلو وړیا ملاتړ عامو کاروونکو ته برابر کړ. سید مرجان ځاځي د پښتو کمپیوټري ملاتړ او د کیبورډ د نړیوالو معیارونو په جوړولو کې ونډه لرله. مایکل ایورسن او روزبه پورنادر د ملګرو ملتونو د یوې رسمي پروژې له لارې د افغانستان د ژبو د کمپیوټري معیارونو په څېړنه او جوړولو کې مهمه ونډه واخیسته. ما هم د پخوانیو کیبورډونو له ترتیبونو سره د کاروونکو د بلدتیا د ساتلو لپاره وړیا حل‌لاره جوړه کړه او د پښتو د علمي او ژبپوهنیزو متنونو لپاره مې د IPA د نښو او ځانګړو فونټونو په برابرولو کې تخنیکي مرسته وکړه.

له يادو کارونو څخه هر یو باید د خپل وخت، تخنیکي شرایطو او موخو له مخې وارزول شي. په ځانګړي ډول د هغو وړیا هڅو یادونه مهمه بولم چې د پښتو ژبې د عامو کاروونکو لپاره یې د کمپیوټري امکاناتو د لاسرسي په پراخولو کې مرسته کړې ده. خو دا هم باید هېر نه کړو چې کېدای شي نور کسان او بنسټونه هم په دې برخه کې فعال پاتې شوي وي چې نومونه او کارونه یې تر اوسه په کافي اندازه نه دي مستند شوي.

دا هم د يادولو لپاره اهم ګڼم چې زما دغه معلومات صرف د پي سي کمپيوټرونو لپاره دي او د اېپل کمپيوټر د کاروونکو لخوا د پښتو د پروګرامونو په اړه مې شخصي تجربه نه ده لرلې.

په پاې کې بايد وويل چې چې د پښتو ژبې د کمپیوټري کېدو تاریخ یوازې د سافټویرونو، فونټونو او کیبورډونو تاریخ نه دی. دا د هغو هڅو تاریخ هم دی چې د یوې ژبې د کاروونکو لپاره یې د عصري ټکنالوژۍ دروازې پرانیستې. په دې بهیر کې تجارتي شرکتونو، انفرادي پروګرام جوړوونکو، ژبپوهانو، علمي ادارو او نړیوالو سازمانونو بېلابېلې ونډې لرلې.

د دې لیکنې په ليکلو سره زما موخه دا نه ده چې د چا ونډه کمه کړم، د چا هڅې له پامه وغورځوم او یا کوم ځانګړي کس ته د لومړیتوب مطلق امتیاز ورکړم. غواړم یوازې د خپلو معلوماتو، شخصي تجربو او موجودو اسنادو پر بنسټ د هغه وخت ځینې هڅې ثبت کړم چې د پښتو ژبې د ډیجیټلي پرمختګ د تاریخ یوه برخه له هېرېدو وژغورل شي. زه په دې هم پوهېږم چې زما معلومات بشپړ نه دي. ښايي نورو کسانو هم ورته یا تر دې مهم کارونه کړي وي چې زه ترې خبر نه یم. 

له همدې امله، د دې لیکنې د بشپړولو او سمولو لپاره د نورو څېړونکو، کمپیوټرپوهانو او د هغه وخت د عیني شاهدانو مستندو معلوماتو ته هرکلی وایم. 

غواړم یو بل ټکی هم په ځانګړي ډول یاد کړم: د پښتو ژبې د ډیجیټلي پرمختګ تاریخ هغه وخت بشپړېدای شي چې د لویو ادارو او مشهورو پروژو ترڅنګ د هغو انفرادي، وړیا او کله ناکله لږ پېژندل شویو هڅو ونډه هم په مستنده او عادلانه توګه وپېژندل شي.

________________________________________
سرچینې او تاریخي یادښتونه
۱. Michael Everson and Roozbeh Pournader (2003): Computer Locale Requirements for Afghanistan. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له خوا د افغانستان لپاره چمتو شوی تخنیکي راپور.
https://www.evertype.com/standards/af/af-locales-2003-07-16.pdf
۲. Unicode Consortium (2003): د افغانستان د ژبو د کمپیوټري معیارونو او د پښتو د ځانګړو تورو په اړه تخنیکي اسناد.
https://www.unicode.org/L2/L2003/03148-af-locales.pdf
۳. Siri Birgitte Uldal and Muhammad Aimal Marjan (2004): ICT in Afghanistan: Two-Way Communication. Norwegian Centre for Telemedicine.
۴. InPage: د پروګرام د جوړوونکي رسمي معلومات؛ د معرفي کېدو کال ۱۹۹۴.
https://inpage.com/
۵. شخصي تجربې او شفاهي روایتونه: د شیرزاد کامه‌وال شخصي څرګندونې، د احمدولي اڅکزي خپلې تخنیکي تجربې، د استاد مجاور احمد زيار لپاره د IPA او فونټونو جوړول، د علمي اثر کمپیوټري ترتیب او د ډويچه‌وېله د پښتو څانګې له خوا د وړیا ملاتړ کارول.

یادونه: په دې لیکنه کې د شخصي تجربو او شفاهي روایتونو پر بنسټ وړاندې شوي معلومات له هغو تاریخي معلوماتو څخه جلا ګڼل کېږي چې په خپلواکو لیکلو سرچینو کې مستند شوي دي. د ځینو پروګرامونو د لومړنیو نسخو، دقیقو نومونو او خپرېدو د کلونو په اړه لا نورو اسنادو ته اړتیا شته.