پښتو د نړۍ له تقريباْ ۷۲۰۰ ژبو څخه له تر ټولو زياتو ويل کېدونکو لومړيو څلوېښتو ژبو څخه (تقريباْ ۳۶م مقام باندې) ده. د ويونکو شمېر يې له هغه تر ټولو کم اټکل ۶۵ مليونو څخه نیولې بيا تر ۸۵ مليونو او يا لا هم زيات پورې رسيږي. د دغې ژبې د ويونکو لوی شمېر پر دوو هيوادونو افغانستان او پاکستان ويشل شوی دی. په هند او د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم په مليونونو پښتانه ژوند کوي.
لهجې او ليکدود
د پښتنو په ژبه پښتو کې کې زيات شمېر لهجې شته چې درجه بندي يې د بيلو عالمانو لخوا په بېل طرز شوې او د لهجو د شمېر په تړاو هغوی بيلو نتايجو ته رسېدلي دي. د بيلو دلايلو پر اساس د پښتو ژبې ليکدود تر نن پورې واحد نه دی، بلکه په شمالي پښتونخوا کې يو شانته، په سويلي پښتونخوا کې بل شانته، د افغانستان په نصاب کې بل شانته او د افغانستان په سویل کې بل شانته ليکدودونه شته.
ډيجيټلايزېشن
د پښتو ژبې د يو واحد ليکدود نشته‌والی په زياته د ډيجيټلايزېشن په اوسني پېر کې د دغې ژبې د پرمختګ لپاره ننګونې او خنډونه زياتولای شي.
په مجموع کې د يوې ژبې د په غوره توګه ډيجيټل کولو لپاره د هغې معياري کولو ته اړتيا لري. دا د دې لپاره چې په ډيجيټل رسنيو، د پلټنې په ماشينونو (لکه ګوګل، اسک...) او د ژبې د پروسس په سيسټمونو (لکه ګوګل ټرانسلېټر، جېټ جي پي ټي...) کې د دغې ژبې داخلول تر اندازې زياتو منابعو، ډېټا، کوډ، امکاناتو او وسايلو ته اړتيا ونلري او پکښې حضور يې موثره او دوامداره وي. دغه اصل د پښتو ژبې لپاره هم صدق کوي. د یو متحد لیکدود نشته‌والی کولی شي د پښتو لپاره د متن پروسس کولو پروګرامونو، د ژباړې سافټویر، د لټون الگوریتمونو او ډیجیټل زده کړې سرچینو پراختیا او امکانات خورا ستونزمن کړي. په بيلو املاوو يا ليکدودونو ليکل شوې بېلابېلې لیکنې په ډیټابیسونو (د معلوماتو زېرمې) کې تضادونه رامنځته کولی شي. دا د دې لامل ګرځې چې د معلوماتو موندل یا اتوماتیکه ژباړه نوره هم پېچلې شي.
ايا نورې ژبې هم دغه ستونزه لري؟
په ګڼ شمېر نورو ژبو کې هم ورته ستونزې شته. دلته د عربي مثال راوړلای شو. د بېلګې په توګه په بېلابېلو عربي ژبو هېوادونو کې د لیکدود او وییپانګې توپیرونه شته. دغه توپيرونه د دې لامل شوي چې د متحدو ډیجیټل وسیلو پراختیا ستونزمنه شي. البته دلته بايد وويل شي چې د عربي ژبې ويونکي زيات شمېر هيوادونه او ولسونه د پښتنو په پرتله زيات مالي او نور امکانات لري او د ليکدودونو د بېلابېلوالي باوجوده ننګونو ته نسبتا ښه جواب ويلای شي. د پښتنو او پښتو ژبې کم منابع، کم امکانات او وسايل د پښتو د ډيجيټلايزېشن په برخه کې شته ننګونې او خنډونه لا جدي کوي.
یو بل مثال د کوردي ژبې دی چې په څو لیکدودونو (لاتین، عربي، سیریلیک) او د سیمې په کچه په بېلابېلو لیکدودونو لیکل کېږي. دا تنوع د ډیجیټل رسنیو په معیاري کولو کې خنډ ده او په ډیجیټل منځپانګه او کمپيوټري پروګرامونو کې وېش ته لاره هواروي.
د حل ممکنه لارې
د پښتو ژبې د ډيجيټلايزېشن په پروسه کې د چټکۍ او آسانۍ لپاره به لاندې ګامونه ګټور وي:
پر يو واحد او معیاري لیکدود توافق:
که د لر او بر پښتانه د ليکدود پر يو واحد ليکدود سره متفق شي، نو دا به د پښتو د ډيجيټل کولو، پروسس کولو او ذخيره کولو کارونه ډېر آسان کړي.
د سافټویر په ډیزاین کې انعطاف:
د پښتو ژبې لپاره جوړېدونکي پروګرامونه باید داسې ډیزاین او طراحي شي چې بېلابېلې لیکنې وپېژندلای او پروسس کړلای شي، بېله توپير څخه چې په کوم ليکدود ليکل شوي دي. خو دغه کار د واحد ليکدود په پرتله زياتو منابعو، ډېټا، امکاناتو، مصارفو او کوډ ته اړتيا لري.
د پښتو ژبې په تحقيق کې د عصريتوب اړتيا:
د پښتو ژبې د څېړنو پر وخت که د دود او عصري کېدو ترمنځ یو انډول رامنځته شي نو به د کلتوري تنوع او ډیجیټل موثریت په شان دواړو مهمو اړخونو ته پام شوی وي.
په ټولیز ډول ويلای شو چې د پښتو د لیکدود معیاري کول د ډیجیټل کولو په وړاندې خنډونه کمولی او د پښتانه سره نژدې کولی شي.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۵مه نېټه