د نړۍ د تاريخ هغه کتابونه چې د غربي تاريخ ليکونکو لخوا ليکل شوي او په نړيواله توګه منل شوي کتابونه ګڼل کيږي، پکښې د لوېديځ‌محورۍ تمايل ښکاره او اشکار دی. تاريخ ليکنه تر زياتې اندازې د لوېديځ له دريځه تنظيم شو ېده. د دې يوه پايله دا شوې چې لوېديځ تمدنونه، اغلباً اروپا او هغه هېوادونه چې د اروپايي اغېزو لاندې راغلي، د تاريخ مرکزي قهرمانان بلل شوي خو نور ملتونه، تمدنونه او رهبران په څنډه او حاشيو کې معرفي کړي او هغه هم غير موزون.
د لوېديځ‌محورۍ بنيادونه
تاريخ لیکونکي تر ډېره د لوېديځ او په زیاته اروپا د علم، فلسفې، سیاست او تمدن د مرکز په توګه انځوروي او سایر تمدنونه یې یوازې هغه وخت په درناوي ياد کړي چې د لوېديځ تر اغېزو لاندې راغلي دي. د دې ډول طرز تفکر ته په علمي ژبه «يورومحوري» يعني (Eurocentrism) ويل کېږي.
د لوېديځ‌محور تاريخ ليکونکي ځينې عميقې مفروضې لري، لکه دا چې تمدن فقط د اروپايي مفکورو او کړنو د پرمختګ محصول دی.
کله چې ليکونکي د رهبرانو، سترو شخصيتونو او واکمنانو نومونه انتخابوي، دوی اکثراً خپل دوديزې کلمې کاروي. مثلا د اروپايي تاريخ ليکلو پر وخت د نومونو انتخاب لکه «بادشاه»، «قيصر»، «شهزاده» ... عام دی. خو د غیر اروپايي مشرانو لپاره د «سرخېل»، «مشر»، «قوماندان» او ورته نومونو استعمال زيات دی. ضمني توجيه يې دا ده چې ګواکې د اروپايي رهبر مقام لوړه معنا لري. د نومونو په انتخاب کې دغه توپير يو داسې سمبولیک ځواک لري چې د اروپا واړه واکمنانو ته د لوېديځ د معيار له مخې «شهزاده» خطاب کيږي، خو د نورې نړۍ لویو مشرانو ته د «مشر»، «رئيس» يا «سرخېل» لقب ورکول کېږي. دغه توپير د اعتبار او وقار په هکله د تاريخ ليکونکي غيرمتوازن دريځ روښانه کوي.
د لوېديځ‌محوره تاريخ بېلګه
د ويليام اېچ مک نيل د «دي رايز آف دي ويسټ» د تاريخ ليکنې کتاب د لوېديځ محورۍ يوه ښه بېلګه ده. هغه په دغه کتاب کې د بشر د تاريخ کيسه د لوېديځ د پرمختګ په يو لوی داستان سره بيان کړې ده. د مک نيل له تاريخ څخه دا اخذ کيږي لکه ګواکې لوېديځ چې د انساني تاريخ د پرمختګ اصلي مخکښ وي. خو په دغه کتاب کې پر زيات شمېر هغو انساني تعاملاتو او تبادلو يا هيڅ يا ناکافي بحث شوی چې له اروپا څخه بهر يې صورت موندلی دی.
په تاريخ ليکنه کې پر لوېديځ‌محورۍ د انتقاد کوونکو څخه يو عالم سعيد دی. فلسطينی الاصله ختيځپوه استاد اېډوارډ وديع سعيد په تاريخ ليکنه کې د «ختيځ» يا په اصطلاح د (اورينټ) پر ناسم انځورولو او نامناسب تعبير کولو باندې انتقاد کوي. هغه پر دې ټينګار کوي چې مثلا لوېديځ د ختيځ ملتونه د خپلې مطالعې له دريځ څخه تر زياتې اندازې په تخيلي توګه انځوروي او ډېر وخت د ختيځ رهبران د لوېديځ د معيارونو پر بنسټ تشريح او معرفي کوي.
دا چې تاريخ په ښوونيزو متونو کې څنګه د سياسي، ملي او فرهنګې مقاصدو لپاره «ترتيب» کيږي، په دې هکله پراخ بحث د مارک فيرو په هغه کتاب کې لوستل کېدلای شي چې «د تاريخ ګټه او ناوړه استعمال» (The Use and Abuse of History) عنوان لري. فيرو په خپل بحث کې روښانه کوي چې په تاريخ ليکنه کې په ډېرو ځايونو کې يوې سيمې، ډلې يا شخص ته کم يا منفي اهميت ورکول په اصل کې د حقيقي واقعيتونو پر ځای د يوې يواړخيزې تشرېح محصول دی.
د (Global History and Critiques of Western Perspectives) تر عنوان لاندې د تاريخ‌نقاد عالمانو د مقالو ټولګه کې هم پر دې بحث شوی چې نړيوال تاريخ بايد څنګه متوازن، بين الملل او څو محوره وليکل شي.
د تاريخ ليکنه نبايد چې يو واحد فرهنګي نقطه نظر څخه سرچينه واخلي. بلکه بايد هر ملت او ټولنه خپله تجربه د خپلو منابعو، اسنادو، افکارو او له نورو ملتونو سره د تعامل پر بنسټ وړاندې کړي. د نومونو، لقبونو او اصطلاحاتو په انتخاب کې باید احتیاط وشي، چې ضمني تعابیر د کوچنۍ او لویې ټولنې ترمنځ توپير ونه کړي.
د تاريخ ليکلو پورته اصل د افغانستان د تاريخ په هکله ليکنې کوونکو ليکوالانو لپاره هم صدق کوي. خو له بده مرغه چې موږ تاسو لولو چې په معاصر وخت کې لا هم د افغانستان د تاريخي پيښو او اشخاصو په هکله د ليکلو پر وخت پخپله افغان ليکوالان د لوېديځ‌محورۍ د پديدې ښکار کيږي. مثلا د انګرېز لخوا د هند د اشغال پر وخت ليکل شوي د انګرېزانو يا د هغوی سهولتکارانو معلومات د افغانستان د اشخاصو يا پيښو د تشريح کولو لپاره په غيرمتوازنه توګه کارول کيږي. سبا به بيا نور ليکوالان همدغه غيرمتوازنه ليکنې پخپله د افغانستان دننه د تاريخ ليکونکو د منابعو په توګه معرفي کوي چې دا به د تاريخ د ناسم انځورولو په معنی وي.