ټولو عادي انسانانو ته په درناوی او مينه،
موږ خپلو عادي انسانانو ته ډاډ ورکوو چې زموږ سازمان له هغو وېروونکو کړنو سره هېڅ تړاو نه لري چې په هکله يې د ځيرکو چارواکو او ادارو لخوا زموږ د پخوانيو غړو اعترافونه او نور شواهد خپاره شوي دي.
زموږ د دغو ملګرو دماغونو ته، مخکې له دې چې هغوی دغه کرکجن عملونه ترسره کړي، د مضرې ځيرکتيا معلومات او دماغ مينځونکي مواد قاچاق کړل شوي وو. موږ لا تر اوسه نه يو توانېدلي چې معلومه کړو چې دا کار څنګه ممکن شوی او آيا ورته داسې کومه نوې او مخفي ټيکنالوژي کارول شوې چې موږ يې لا تر اوسه په هکله معلومات نه لرو که څنګه.
خو د همېشني او ابدي خوښۍ او ژوند د پرچار تر چتر لاندې، د خپلو ګټو لپاره له انسانانو څخه د خاشاک په توګه د کار اخيستلو طرز دا روښانه کوي چې دا د ځيرک نظام يوه بله هڅه ده، څو پاتې انسانان هم په غيرانساني موجوداتو واړوي.
په دې توګه د دغو ناوړه کارونو پړه پر موږ عادي انسانانو نه، بلکې پر جابر ځيرک نظام ده، چې غواړي د انسان او غيرانسان تر منځ کرښه له منځه يوسي.
موږ بيا پر ټولو پاتې انسانانو ږغ کوو چې د دايمي او ابدي سولهييز ژوند تر شعار لاندې، انسان او انسانيت ته په ضربه ورکولو کې ونډه وانخلي.
ژوندی دې وي انسانيت، ژوندي دې وي عادي انسانان.
د عادي انسانانو ټولنه
له مستقبل څخه د ليکونو د لړۍ څلورمه برخه (fiction)
ليکونکی: احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر ۱۸مه