پښتو اکاډميانې/اکاډمۍ او د دې ژبې د ودې لپاره کار کوونکې ادارې او ټولنې باید د عصري ټیکنالوژۍ څخه ګټه واخلي او آنلاین غونډې او کنفرانسونه تنظیم کړي. دا کنفرانسونه کولای شي د وخت له غوښتنو سره سم، پر مهمو او حیاتي موضوعاتو تمرکز وکړي. د دغو سیمینارونو له لارې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو متخصصین چې په اړوندو برخو کې ژوره پوهه او تجربه لري، رابلل کېدای شي، د هغوی نظریات اورېدل کېدلای او د عملي اقداماتو امکانات ارزول کېدلای شي.
آنلاین کنفرانسونه د لږ لګښت لرلو ترڅنګ دا اسانتیا لري چې د نړۍ له هر ګوټ څخه ګڼ شمېر متخصصین او ګډونوال په یو وخت کې پکښې برخه واخلي.
په دغو کنفرانسونو کې د بېلګې په توګه لاندې موضوعات تر بحث لاندې نیول کېدای شي:
۱ ـ نوي نسل ته نوې طرېقې او لارې:
پښتو ژبه، ادب او کلتور څنګه او په کومه لاره خپل نوې نسل ته لېږدولای شو؟ هغه هم داسې چې د نوي نسل د علاقې او ډیجیټلي دور له اړتیاوو سره همږغه وي؟ پښتو، پښتو ادب او پښتون کلتور څنګه د نوي نسل لپاره جذاب او راجلب کوونکی کولای شو؟
۲ ـ د پښتو پرمختګ او نورې علمي ساحې:
یوازې ادیبان او شاعران نه بلکې د ساینس، ټیکنالوژۍ (IT)، او نورو برخو متخصصین هم څنګه جلب کړو چې د پښتو د ودې لپاره کار وکړي؟
۳ ـ د مېرمنو ونډه:
په پښتو ادب کې د مېرمنو ونډه ولې کمه ده؟ څنګه کولای شو چې د پښتو ادبیاتو، ژباړې او تحقیق په برخه کې د مېرمنو ونډه زیاته کړو؟
۴ ـ د ماشومانو ادبي اړتياوې:
د پښتو ژبې ماشومانو ادبې اړتياوې څه دي؟ څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې پښتو ژبه او ادب د پښتنو ماشومانو د تعلیمي، تفریحي او ذهني اړتیاوو پوره کولو وړتیا لري؟
۵ ـ اوپن سورس:
د پښتو لپاره د اوپن سورس موادو راټولول ولې مهم دي؟ د آزادو او وړیا منابعو برابرول څومره ارزښت لري، او د دې لپاره باید کوم اقدامات وشي؟
۶ ـ د ادارو همکاري:
د پښتو اکاډمۍ او ادارې څنګه او په کومو پروژو کې يو د بل سره همکاري کولای شي؟ د دې همکارۍ اړتیاوې، چیلنجونه، او امکانات څه دي؟
۷ ـ د زده کوونکو او محصلينو مرسته:
پښتو اکاډمۍ او ادارې څنګه کولای شي له ښوونځیو، پوهنتونونو، او محصلینو سره همکاري وکړي چې د هغوی استعدادونه د پښتو د پرمختګ لپاره وکاروي؟
د دې ترڅنګ، ګڼ نور موضوعات هم شته چې د پښتو ژبې د ودې، پراختیا، او نړیوالو معیارونو ته د نږدې کېدو لپاره ګټور ثابتېدای شي.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۸مه نېټه