په قاموسونه ټکی کام کې مې لاندني د رنګونو نومونه ور اضافه کړل. که تاسو په «رنګين» يا «رنګ» پسې لټون وکړئ، نو به د درياب قاموس او پښتو هممانيزونو په قاموس کې درته دغه رنګونه او ورسره مل د هغوی نومونه وښودل شي.
په پښتو ژبه (د کندهار په لهجه) د ۱۲ رنګونو نومونه، د هغوی انګرېزي معنی او ايچ ټي ام اېل کوډ:
1 . لیمویی ژړ - Yellow
2 . نخودی ژړ - Yellow Orange, Amber
3 . نارنجی - Orange
4 . ګاټه نارنجی، خام سور - Red Orange, Vermillion
5 . اناري، تک سور، ګل خار - Red
6 . بنفشه یی ګلابی، تېز شیرچایی - Red Violet, Magenta
7 . بانجاڼی، تیز بنفشه یي - Purple
8 . شین وشمه بنفشه یي - Violet
9 . تېز آبي، شین - Blue
10 . تک زرغون، تریخ زرغون، ناجویي زرغون - Blue Green, Teal
11 . زرغون - Green
12 . پسته یي زرغون، روښانه زرغون - Yellow Green, Chartreuse
قاموسونه ټکی کام (له آغلې ژلۍ ولي په مننه)