افغانستان يو داسې هېواد دی چې سمندر ته لاره نه لري او د نړیوالو بازارونو لپاره د ګاونډیانو بندرونو ته اړ دی. زيات وختونه د افغانستان وګړو ته دا پوښتنه ورپيدا کيږي چې ایا پاکستان او ایران غواړي، کولای شي، یا حق لري چې د ترانزیټ لارې په خپله خوښه وتړي او د افغانستان مالونه بندرونو ته پرې نه ږدي؟
په نړیوالو قوانینو کې ځواب روښانه دی: نه، هېڅ ګاونډی هېواد نشي کولای په وچه کې بند خپل ګاونډی هيواد (لکه افغانستان) د نړۍ له تجارته په بشپړه توګه قطع کړي. څو نړیوال اسناد شته د افغانستان په شان موقعيت کې قرار لرونکو هېوادونو لپاره پکې د ترانزیټ حق خوندي کړل شوی دی.
مثلا تر ټولو مهم داسي يو سند د نړیوال تجارت تړون دی. د (GATT) په نوم دغه تړون په پنځمه برخه کې راغلي:
هر په وچه کې بند هېواد باید و سمندر ته ازاد لاسرسی ولري او ګاونډیان باید د هغه مالونه په تبعیضي ډول بند نه کړي.
همدارنګه د ۱۹۶۵ د سمندر نه لرونکو هېوادونو د ترانزیټ تړون (LLDC Convention 1965) وايي چې ګاونډیان باید د افغانستان د مالونو تګ راتګ اسانه کړي او د اړتیا نه زیات خنډونه (بيوروکراسي، تر اندازې زيات مصارف...) جوړ نه کړي.
له بل اړخه د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه تړون شته چې په ۲۰۱۰ عيسوي کال لاسليک شوی. د دغه له مخې پاکستان بايد (حتما) د افغانستان توکو ته د کراچي او ګوادر او په محدوده توګه د واګه بندر لاره ورکړي.
د يادو نړيوالو تړونونو په رڼا کې افغانستان ته د بندري لاره ورکوونکو هيوادونو ادارې په موقتي يا جزوي توګه صرف د امنيتي دلايلو پر اساس ترانزيتي لارې اخلال کولو حق څخه استفاده کولای شي، خو نه د اوږد مهال يا غيرمشروع فشار راوړلو لپاره.
همدا سبب دی چې افغانستان د نړيوال قانون له مخې هم د پاکستان د کراچي او ګوادر د بندرونو د کارولو حق لري او هم د ایران د چابهار او بندر عباس لارې کارولای شي. که څه هم ګاونډیان کله ناکله د امنیتي ستونزو، سیاسي فشارونو یا اداري مشکلاتو له امله ستونزې جوړوي، خو د قانون له مخې د مطلق بندیز اجازه نه لري. که ګاونډي هيوادونه دا کار وکړي، نو افغانستان په نړيوالو اړونده پلټفارمونو شکايت کولای شي. البته دا هغه وخت چې په افغانستان کې ډله ټپله نه بلکه حداقل باندنی مشروعيت لرونکی حکومت واکمن وي.
افغانستان که سمندر نه لري، خو د نړۍ سوداګرۍ ته د رسېدو حق لري. دا حق یوازې یو سیاسي لطف/مهرباني/ښېګڼه/خيرات نه دی، بلکې یو نړیوال قانون دی چې ټول هېوادونه یې باید درناوی وکړي. په وچه کې بند ملت لپاره دا حق د هغه د اقتصادي تنفس په معنی وي. پر همدې اساس افغانستان تل هڅه کوي چې ترانزیټ لارې پراخې کړي او د سیمه ‌ییزو اړیکو له لارې خپل راتلونکی خوندي کړي. مثلا دغه هيواد د ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د خپلو شمالي لارو په رغولو کار کوي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تجارت بندېدل يا يې اخلال په لومړي قدم کې د هغو سيمو پر دواړو اړخونو د آباد ولسونو د اقتصادي ژوند بنيادونه لړزوي چې پاکستان يې سرحد او افغانستان يې فرضي کرښه بولي. خو په مجموع کې په تجارت کې اخلال د دواړو هيوادونو لوی شمېر ولسي خلکو ته سخت زيانونه اړوي. دا چې ترانزيتي تجارت بايد له سياست څخه بېل وي، دا نه يوازې يوه معقوله او مشروع غوښتنه ده، بلکه د نړيوالو تړونونو له مخې يو حق هم دی.