درواغ په نژدې ټولو ټولنو، اديانو، مذاهبو او اخلاقو کې ناوړه عمل ګڼل کيږي. د هغه باوجوده د انسانانو په ټولو ټولنو کې درواغ په يو شکل د اشکالو ويل کيږي. ماشومان يې په ډېر کوچني عمر کارول زده کوي او حتی بعضې له درواغو څخه خپل مسلک جوړوي لکه سياستوال يا ژړې رسنۍ.
زه مثلا پخپله يوه «ستونزه» لرم چې کله د يو چا درواغ راته افشا شي، نو بيا ورسره په هيڅ ډول اړيکه لرل نه خوښوم. له بل اړخه راته تجربې ښودلې چې له بده مرغه تر اټکل زيات انسانان درواغجنان دي، نو يا خو به زه مريخ ته کډه کوم، يا به په کور کې ځان بنديوان کوم او يا به د درواغجنانو سره ګوذاره کوم. له دې کبله ما کوښښ وکړ چې هغو انسانانو ته چې زما ورسره سر و کار وي او درواغ وايي، زه پخپله خپل ذهن کې د هغوی درواغو ته عذرونه جوړ کړم. بل ما کوښښ وکړ چې ځان ته معلوم کړم چې ساينس په دې هکله څه وايي چې انسانان ولې درواغ وايي؟ لاملونه او مقاصد يې څه وي؟ دا او د درواغو سره تړلو نورو پوښتنو د جواب لپاره د ساينس په بيلو څانګو کې څېړنې شوي دي او دا لړۍ لا ادامه لري. هغه ممکنه جوابونه او معلومات چې ما وموندل، ستاسو سره يې دلته شريکوم. البته دلته بايد پر دې ټينګار وکړم چې دا زما نظر نه دی بلکه پر دغه موضوع د اقتباس شوو ساينسپوهانو نظر دی.
دا چې انسانان ولې درواغ وايي، ورته د ساينس لنډ جواب دا دی:
درواغ د انسانانو د بقا، ټولنیز تعامل او د ځان انځور خوندي کولو لپاره یو څو اړخیز میکانیزم دی.
درواغ ولې ويل کېږي؟
دا چې درواغ ولې ويل کيږي، لاملونه يې په دې توګه ياد شوي دي:
ځان ساتنه او له سزا څخه تېښته:
ماشومان ډېر ژر زده کوي چې درواغ کله ناکله له سزا څخه ژغورل کوي. دا میکانیزم د لویوالي تر پړاوونو هم اوږدېږي.
ګټه اخیستنه او سرچینې:
د تکاملي لید له مخې هغه څوک چې وتوانېږي سیالان، سیاسي مخالفان یا معاملاتي شراکتونه په موقتي ډول خطا کړي، کېدای شي منابع تر لاسه کړي. خو دا تل د اوږدمهالې بې باورۍ په بیه وي. د دې منطق پراخ بحث د رابرت ټریورز او ډیویډ لیونګسټون سمیت په کتابونو کې شوی.
ټولنیز غوړ يا ګريس:
لکه څنګه چې غوړ/ګريس په ماشين کې د پرزو د يو بل رګړونې/احتکاک او په دې توګه د سولېدنې او خرابۍ رامنځته کېدلو لپاره مهم وي، همداسې درواغ زيات وختونه په انساني ټولنه کې د انسانانو تر منځ د ټکر/تصادم د رامنځته کېدنې په مخنيوي کې مرسته کوي. مثلا د کومې شخړې د رامنځته کېدو د مخنيوي په مقصد که په اصطلاح «سپين» يا «د ښه نيت» درواغ وويل شي، يا د شته شخړو د آرامولو لپاره وکارول شي، يا د کوم انسان د احساساتو د نه ژوبلولو په مقصد وکارول شي، نو ورته د ټولنيز غوړ خطاب کېدلای شي. خو څېړنې ښيي چې که دا کوچنۍ استثناوې عادت شي، معيارونه ورو ورو د ځوړ يعني کښته پر لور ځي.
ځان ته فریب او اخلاقي عقلاني کول:
انسانان ډېری وخت لومړی د ځان په وړاندې یوه کيسه جوړوي لکه «زه بد انسان نه یم، دا یوازې یو وار دی». خو بيا دغه کيسه تر نورو رسوي. دا هغه ټکی دی چې کارپوهانو په تجربو کې بيا بيا ثابت کړی دی.
د درواغو په هکله د ساينس اغېزمن نظرونه
پاول اېکمن:
«درواغ اکثر وخت ځکه بریالي کېږي…»
د درواغ پېژندنې مخکښ ارواپوه پاول ایکمن لیکي:
«Most lies succeed because no one goes through the work to figure out how to catch them.»
یعنې، ډېری درواغ بریالي وي ځکه څوک يې د نیولو جدي زحمت نه باسي. دغه کرښه د هغه په دواړو مشهورو کتابونو «Telling Lies» او «Lie Checking» کې راغلې ده.
په دې توګه نو پاول اېکمن وايي چې که په کورنۍ، ښوونځي، اداره يا ټولنه کې د تفتيش يا پوښتنې ګروېږنې روښانه بهيرونه او ميکانيزمونه موجود وي، نو د درواغو بازار تودېدو ته نه پرېږدي.
ډېن اريلي:
اریلي د درواغو پر لور د «کوچني قدمونو» خطر تشریح کوي. هغه وايي چې خلک لږ لږ تقلب ته ځان قانع کوي او همدا لغزشونه لوی درز ته لاره اواروي. د ده مشهوره کرښه چې په «Ethics Unwrapped» کتاب کې يې راغلې ده، داسې ده:
«The first dishonest act is the most important one to prevent.»
یعنې لومړۍ درغلي مه پرېږده چې وشي.
سيسېلا بوک:
سيسېلا بوک په اخلاق پوهنه کې استدلال کوي چې هر هغه څه چې د انسانانو لپاره مهم دي، صرف او صرف د باور يعني رشتيا په فضا کې غوړيږي. په وينا يې کله چې درواغ ډېر شي، نو فضا ککړيږي او ګډ ژوند ته زيان رسيږي.
ډېويډ ليوينګسټن سميت
سميت د درواغو يا فرېب تکاملي ريښې څېړلي دي. هغه ښيي چې درواغ، فرېب يا تېرايستل او حتی د ځان تېرايستل د انسان په ارتقا کې ژورې ریښې لري. په وينا يې دا ځکه چې د ډلې دننه همغږي، شهرت او سرچینو ته لاسرسی کله ناکله په «موقتي سترګې پټې» کولو اسانه کېږي. دا هغه دليل و چې زه يې په تلاښ وم. نه د دې لپاره چې خدای مه کړه خپل درواغ په توجيه کړم، بلکه د دې لپاره چې په درواغجن ماحول کې بيا هم تعامل وکولای شم او له خانه نشينۍ او ګوشه نشينۍ څخه راووځم.
که موږ وغواړو چې درواغ پر کاټيګوريو وويشو، نو ښايي په زياته د عامو درواغو په هکله لاندې نتيجې ته ورسيږو:
ګټې محوره درواغ:
دا درواغ هغه وخت ويل کيږي کله چې مادي ګټه په خطر کې وي.
محافظتي درواغ:
دا هغه وخت ويل کيږي چې مقصد د ځان یا د بل چا له شرم، سزا یا د زړه له ماتېدنې څخه ژغورل وي.
ټولنیز ښایسته درواغ:
دا درواغ د ادب، نزاکت یا ظاهري همغږۍ ساتلو لپاره ويل کيږي.
خپل ځان ته درواغ ويل:
انسانان خپل ځان ته ځکه پخپله فرېب ورکوي يا درواغ ورته وايي چې خپل ضمير آرام کړي. خو دا هغه څه دي چې لکه څنګه چې مو د ډېن اريلي په اقتباس کې ولوستل، د اخلاقي اقدارو د په قدم په قدم ټيټېدو د لړۍ جريان وي.
درواغ کله ډېرېږي؟
په يوه ټولنه کې کله درواغ عادي او زياتيږي؟ د دغې پوښتنې د جوابولو لپاره لاندني هغه موارد يادولای شو چې د درواغو د زياتېدو لامل کيږي:
مبهم قواعد او کم حساب ورکول:
چېرې چې ثابت او ښکاره میتود نه وي موجود، نو خلک ځان ته د درواغ ويلو يا فرېب ورکولو په ترڅ کې معافیت ورکوي.
ستړیا او فشار:
کله چې یو انسان ستړی وي (بدن یا ذهن یې د کار، بدخوبۍ یا فشار له امله ستړی وي)، نو د هغه تصمیم نیولو وړتیا کمزورې کېږي. په دې حالت کې انسان ډېر احتمال لري چې ناسم یا غیراخلاقي انتخاب وکړي، ځکه مغز د ځان مهار ځواک له لاسه ورکوي.
تقليد او کلتور:
که په یوه چاپېریال کې مشران يا مخکښ کسان په پرله پسې ډول درواغ وايي، نو نور يې هم تقلید کوي. دا هغه ټکی دی چې ایکمن یې د «نیولو زحمت» د نشتوالي سره تړي. يعني د درواغو يا درواغجن مخه نه نيول د درواغو د عامېدو سبب کيږي.
د رښتينولۍ د فضا د رامنځته کولو لپاره څه کول پکار دي؟
مخکې له دې چې زه دلته د ساينسپوهانو وړانديزونه شريک کړم، د يو مسلمان په توګه به صرف دومره ووايم چې که يو څوک په رشتيا مسلمان وي، يا که يوه ټولنه په رشتيا مسلمانه ټولنه وي، نو پکښې درواغ به يا خو بالکل نه وي يا به انتهايي ډېر کم وي.
ساينسپوهان کوم وړانديزونه لري؟
لومړۍ سرغړونه بندول:
د ډېن اريلي تجربو ښودلې چې د روڼتیا يا شفافيت ساده مراسم لکه د شخصي «ژمنه لیک»، د ټیم يا ډلې د صداقت لنډ اصول او د مخکې له مخکې یادونو په مرسته درواغ مهار کېدلای شي.
روښانه قواعد او نرم، خو قاطع حساب ورکول:
يعني د غلطۍ د اصلاح امکان وساته، خو د تکرار دروازې وتړه.
د باور و فضا ته وده ورکول:
بوک یادونه کوي چې ټولنیز باور د ټولو مثبتو څيزونو د ودې لپاره يوه «فضا» ده. له دې کبله نو داسې کړنلارې ارزښتمنې دي چې باور زیاتوي. مثلا په شفافيت خبر ورکول، د شخړو عادلانه حل او د معلوماتو شریکول.
تعلیم د درواغو په پېژندنه کې:
ایکمن ټینګار کوي چې که خلک د درواغو پېژندنې بنسټیز مهارتونه زده کړي، ډېری درواغ نه بریالي کېږي. کله چې درواغ ناکامه وي، نو بيا يې ويلو ته هم ښايي هيڅ يا کم خلک مخه وکړي.
له بده مرغه چې دمګړی په نړۍ کې د درواغو فضا داسې خوره ده چې حتی په ويلو يې خلک ښاغلي دي. که هغه د نړۍ مهم او واکمن سياستوال دي او که پر خواله رسنيو او په ټولنه کې نور انسانان دي، درواغ ويل ورته نور عيب نه ښکاري. حتی هغه کسان چې ادعا کوي چې د خپل دين او مذهب اصولو ته ژمن دي، بيا هم په قصد سره دغه اصول داسې تعبيروي چې ځان ته پکښې د درواغو لاره جوړه کړي.
د درواغو په فضا کې يو له تر ټولو بده پديده دا وي چې رشتيا او رشتيا ويونکي د کرکې سره مخامخ کيږي. د رشتيا ويلو لپاره به څوک عذرونه او دلايل وړاندې کوي. خو د هغه باوجوده په درواغو اموخته شوو غوږونو د رشتيا ږغ بد لګيږي او په درواغ ويونکو خولو باندې د رشتيا او رشتيا ويونکې پر ضد قضاوتونه، ټاپې او رټنې ډېر ژر راوځي.
ما په نړۍ کې د زياتو بېلو کلتورونو، اديانو، مذاهبو او هيوادونو د انسانانو سره سر او کار لرلی دی. له بده مرغه او ډېر له بده مرغه تر ټولو زيات درواغ مې به هغه چا کې ليدلي دي چې په اصل کې پخپله د هغوی عقيده، ليدلوری او اصول هيڅ د درواغو اجازه نه ورکوي.
راځئ چې صرف رشتيا ووايو او صرف رشتيا ته وده ورکړو او له هر ډول درواغو څخه ډه ډه وکړو او د انسانيت مثبتو اقدارو ته د ودې فضا برابره کړو.