که تاسو هم په خارج کې په اقتصادي توګه د کمزورۍ ژوند کوئ خو ستاسو خپلوان درڅخه غير منطقي د مرستې تمې لري، نو لاندنۍ ليکنه ورسره شريکه کړئ.

کله چې په جرمني/آلمان کې راته د افغانستان او پاکستان مراجعين راځي چې خپل اسناد راباندې وژباړي، نو اکثريت يې له دې سر ټکوي چې په وطن کې پاتې کورنۍ يې ورڅخه تر اندازې او د دوی تر وس او امکاناتو د زياتو مالي مرستو تمه لري.

د دې لپاره چې تاسو په خارج کې اوسېدونکو د پاکستان يا افغانستان د خلکو په مالي وضعيت خبر شئ، نو زه به د مثال په توګه تاسو ته په جرمني کې د اوسط تنخوا/معاش/عايد لرونکې يوې کورنۍ حساب درکړم. دا تقريبا د نورو ټولو خارجي هيوادونو لپاره صدق کوي.

په جرمني کې اوسط عايد:
د یوې عادي کورنۍ (دوه مشران او ماشومان) میاشتنی عاید شاوخوا له ۳۰۰۰ يورو څخه تر ۴۵۰۰ يورو پورې دی. دا هغه معاش دی چې حد اقل دوه کسان يې د کار په نتيجه کې په مياشت کې په لاس راوړي خو لا ورڅخه ماليات، کرايه، بيمې او نور اخراجات نه وي وتلي.

ماليه او بيمې:
له ياد مقدار معاش څخه د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ يورو په شاوخوا کې ماليه، روغتيايي بيمه، تقاعد او نور جبري کسرونه ايستل کيږي.

خالص عايد (پسله ماليو او بيمو):
کله چې له ياد معاش څخه ماليات، تقاعد، بيمې وغيره ورکړل شي چې حتمي دي، نو د دغې کورنۍ په لاس کې د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ يورو په مقدار پيسې پاته کيږي.

مياشتني مصارف:
ـ د کرايې اپارتمان هره مياشت د ۸۰۰ يورو څخه تر ۱۲۰۰ يورو پورې دايمي کرايي مصارف لري
ـ خوراکي توکي د ۴۰۰ او ۶۰۰ يورو پورې مصارف لري. هغه هم که ګوذاره يي عادي خوراک وکړي نه قيمتي خوراکونه. په زياته مسلمانان چې حلال خوراکي توکي اخلي، مصارف يې تر غيرمسلمانانو ځکه زيات وي، ولي چې اوسطا د حلال توکو په دوکانونو کې د توکو قيمتونه لوړ وي.
ـ د دې لپاره چې مور او پلار کار او سودا ته او ماشومان ښوونځيو ته رسيدګي وکولای شي، نو يا به په کور کې موټر وي او يا به ټول د اورګاډي يا بس ټکټونه اخلي چې دغه مصارف په مياشت کې لږ تر لږه د ۲۰۰ يورو او ۴۰۰ يورو تر منځ راځي.

ـ جامي او بوټونه هم قيمت دي او که د کورنۍ ټول غړي صرف ګوذاريي جامې واخلي، نو په مياشت کې ورباندې د ۵۰ او ۱۵۰ يورو مصارف راځي.

ـ نور ضروري او حتمي لګښتونه لکه که د برېښنا، ګرځنده موبايل مصرف، انټرنټ، بخارۍ وغيره د ټول کال مصرف محاسبه شي او بيا پر دولسو تقسيم شي نو په مياشت کې د ۱۵۰ او ۲۵۰ يورو تر منځ مصرف پر راځي.

دغه ډول اوسط کورنيو ته په مياشت کې د ۱۰۰ او ۲۰۰ يورو تر منځ پيسې پاته کيږي. خو دغه پيسې زيات وختونه د عاجلو کارونو لکه د کالو مينځلو د ماشين، يخچال، موټر وغيره د خرابېدو او جوړولو لپاره مصرفيږي. معنی دا چې تقريبا ورته هيڅ نه پاته کيږي.

بې مسلکه او عام کاريګر

ياد مثال د هغو کورنيو دی چې مېړه او ماينه دواړه د يو کسب او مسلک خاوندان وي او په خپل کسب کې کار او اوسط تنخواوې اخلي. عموما مهاجر چې په بالغوالي آلمان ته راغلي وي، د هغوی هغه مسلکونه او کسبونه نه وي زده يا يې کسبونه دلته په رسميت نه وي پېژندل شوي، په کومو چې د کار په بازار کې کار موندل کېدلای شي. يعني د کار کوونکو مهاجرو عايد تر اوسط ډېر ټيټ وي.

صرف د مېړه کار کول

عموما د پاکستان او افغانستان خلک چې په جرمني کې اوسيږي او د مهاجرو په توګه راغلي وي، نو په لومړيو کالونو کې خو هغوی د کار اجازه نه او يا له سره د ژبې د نه زدکړې له کبله کار موندلای نشي. که هغوی کار هم کوي، نو اکثريت ورڅخه صرف نارينه کار کوي او مېرمنې يې د ژبې د نه زدکړې يا د ماشومانو د مسؤليتونو له کبله کار نشي کولای. په دې توګه نو د دا ډول کورنيو عايد تر ياد اوسط حتی نيم يا لا هم کم وي.

که څوک بې روزګاره وي

په آلمان کې هغو کسانو ته چې کار نه ورپيدا کيږي يا کار نشي کولای، د دولت لخوا د مياشتې مصارف ورکول کيږي. په دغو کې هغه پناه غوښتونکي او مهاجر هم راځي چې کار ونلري. خو هغه پناه غوښتونکي چې په کمپونو کې اوسېږي، هغوی ته پخه ډوډۍ او مستعملې جامې ورکول کيږي او صرف د جيب خرڅ لپاره په اونۍ کې معمولي نقدي پيسې ورکول کيږي، چې مثلا چښاک يا سګريټ په واخيستلای شي.

په آلمان کې د دولت مرسته ، جاب سنټر او بيورګر ګېلډ

د دولتي مرستو په ترڅ کې په آلمان کې يو واحد کس ته په مياشت کې د ۵۰۰ يورو او ۶۰۰ يورو پورې ورکول کيږي. د دې تر څنګ د کور کرايه، د بخارۍ مصرف (محدود) او روغتيايي بيمه د دولت لخوا ادا کيږي.

مصارف د بې‌کارۍ په حالت کې:
ـ دولت د کرایې او برېښنا (محدود) مصارف ورکوي.
ـ خوراک، جامې، ورځنۍ اړتیاوې باید په همدغو د ۵۰۰ او ۶۰۰ يورو له لارې برابر شي.
ـ دا پیسې یواځې د ژوند لپاره دي، اضافي شیان یا د پیسو استول ممکن نه دي.

د تاديې کارت

هغه کسان چې د پناه غوښتنه يې کړې وي، هغوی ته مطلق د پخوا په شان نغدې پيسې په لاس کې نه ورکول کيږي. بلکه هغوی ته يو شانته د تاديې کارد ورکول کيږي چې هغوی سودا په کوي خو نغذې کولای يې نشي. پخوا به لا مهاجرو له خپل نس او اولاد له نس څخه دغه پيسې سپمولې او خپلو هيوادونو ته به يې لېږلې، خو اوس دا کار هم ممکن ځکه نه دی، ولې چې نغذې پيسې نور ورکول کيږي نه.

معنی...
په آلمان کې ژوند اسانه نه دی. که څوک کار کوي، نو د هغوی زیات عاید بیرته د ژوند په حتمي ضرورياتو کې مصرفیږي. که څوک کار نه لري، نو د دولت مرسته یوازې د هغوی د ژوند د بقا لپاره ده او ورڅخه شی پاتيږي نه. له همدې امله، د آلمان مېشتو خپلوانو څخه باید دا تمه ونشي چې هر وخت پیسې واستوي ځکه چې هغوی ته هم ژوند ډېر ګران دی.

البته هغه کسان چې خپل تجارت لري يا له اوسط څخه جګ معاشونه او عايدات لري، هغوی ښايي وکولای شي چې بېله دې چې خپل اولادونه يې محروم پاته شي، يوه اندازه پيسې خپل وطن ته ولېږي. خو دا ډول کسان په اوړو کې د مالګې په اندازه کم دي.

زيات داسې کسان مې هم ليدلي چې تازه آلمان ته راغلي دي او وايي مخکې چې به په جرمني کې زموږ خپلوانو راته «پر خوله خاورې موږلې» (يعني ويل به يې چې پيسې نشته) نو زموږ به زړه ته نه لوېدل. اوس چې راغلو نو راته معلومه شوه او اوس بيا شاته پاته کسان زموږ په خبره باور نه کوي.

په آخره کې بيا وايم چې اوسط معاش او کار اکثريت مهاجرو او کډوالو ته په خوب او خيال کې لا نه رسيږي. عموما د دغو خلکو د اوسېدو ځای، د کور سامان او نور ژوند د آلمان د عادي سويې/لېول سره په پرتله هغسې وي، لکه په وطن کې چې د عامو اوسط خلکو په پرتله د بې وزلو کږدۍ والاوو خلکو وي!

په زياته دا زما په فکر ښه خبره نه ده چې له مهاجرو، کډوالو، کمې تنخوا لرونکو يا حتی بې روزګارو کورنيو يا ملګرو څخه د وطن خپلوان يا ملګري د قيمتي تحفو لکه ساعتونو، بوټونو، جامو، عطرونو يا موبايلونو هيلې وکړي.

نو که تاسو هم له هغو کسانو څخه ياست چې په خارج کې له خپلو خپلوانو څخه د هغوی تر امکاناتو د زياتو مرستو تمه لرئ، دا کار لطفا مه کوئ.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اپريل ۱۴مه نېټه، آلمان