(د کمپيوټر سره زما د اشنايي او ملګرۍ کيسه چې لوست يې ښايي ستاسو څخه د ۵ او ۱۰ دقيقو تر منځ وخت وغواړي.)

زه لا په پنځم ټولګي کې وم چې پلار مې و جرمني ته د خپلو تجارتي سفرونو په ترڅ کې د ټايپ يو کوچنی خو ډېر ښکلی ماشين راوړی و. په دغه ټايپ ماشين باندې جرمني حروف ټايپېدلای شوای. دا چې په تجربو کې راڅخه خراب نشي، نو مې له پلار څخه مې د فيس پيسې واخيستې او د کوټې په مسجد روډ کې مې د ټايپينګ کورس شروع کړ او په لږ وخت کې مې ګوتې دومره چټکې شوې چې په ټايپ رايټر به مې بد کړپه‌هار جوړ کړی و. دا باوجود د هغه چې ټايپرايټر لوی او زما ګوتې لا وړې وې. ټايپينګ مې زده کړ او د جرمني ټايپ ماشين رنګونه مې هم ور وچ کړل. خو په ټايپ رايټر کې کومه تخنيکي ستونزه وه او زيات وختونه به بندېدلی. زما هم نور ورڅخه زړه تور شو. پر ځای مې يې توجه کمپيوټرونو ته اوښتې وه، کوم چې مې په تلويزيون کې په فلمونو کې ليدلي ول.

کوټې ښار ته چې کله لومړي کمپيوټرونه (XT) راغلل، نو دغسې لوی لوی ډسکونه به ورلوېدل لکه د دغه مطلب سره راغلي انځور کې چې يې وينئ (Floppy Disk 5¼-inch). زموږ په ښوونځي کې صرف يو څو هلکان (هغه چې خپلو تولګيو کې اول نمره ول) انتخاب شول چې له ښوونځي وروسته ځانګړي ټولګي کې په اونۍ کې يوه ورځ کمپيوټر زده کړي. کله چې مو لومړۍ ورځ کمپيوټر ولګولی، نو د «ورډ سټار» په نوم پروګرام راته معرفي کړل شو. په مياشتو مياشتو مو مخکې کتابچې/کاپيانې په تيورۍ ډکې کړي وې چې انالوګ، ډجيټل او نور ماشينونه څنګه وي... له بده مرغه پخپله د استاد مو په کمپيوټر سم سر نه و خلاص او هغه څه يې نشوای رازده کولای لکه چې پر موږ يې پېرزو ول.

دا چې عمر مې لا ډېر کم و نو د کمپيوټر په هلکه به مې خورا زيات فکرونه کول او ټوله اونۍ به ورته په انتظار وم چې ټولګي يې شروع شي. د شپې به مې حتی خوبونه ليدل چې په کمپيوټر مې رنګه څيزونه جوړ کړي وي چې څرخي راڅرخي... خو ټوله اونۍ کې به د کمپيوټر درس صرف يو ساعت و او کله به استاد حاضر و او کله به غيرحاضر، کله به کمپیوټران خراب ول او کله به برېښنا نه وه او نااميده به له ښوونځي کور ته ستون شوم.

کله چې آلمان ته راغلم نو د کمپيوټرونو د هارډوېرونو يعني فيزيکي پرزو سره مې آشنايي زياته شوه. دا لا هغه وخت و چې وينډوز تازه بازار ته راوتلی و. په نهم ټولګي کې به ما زاړه کمپيوټرونه رانيول، پکښې رنګه لوبې او پروګرامونه به مې انسټال کول، رېم وغيره به مې ورته زياتول او بيا به مې په اخبار کې د اعلان له لارې په ګټه خرڅول. غالبا د «مينش» يعني «انسان» په نوم يوه لوبه وه چې پکښې به چا د خپل نوم، عمر او ژوند د طرز په هکله څو سوالونه جوابول او هغه پروګرام به په آخر کې درته بيا د قبر يو عکس ښودی چې ستا د نوم شنخته به پر ولاړه وه او پر ليکلي به ول چې ستا د زېږېدنې کوم کال و او د مړينې کال دې کوم دی. د دغه پروګرام د وړاند وينې له مخې که سګرېټ او يا بله نشه پېل نه کړم، نو يو څاله ژوند مې لا پاته دی. کله چې به د اعلان له لارې زما سره تماس نيوونکی کوم کس د کمپيوټر ليدلو ته راغلی، نو ما به ورته د مېنش لوبه وښودله. هغه به هم دستي راڅخه کمپیوټر رانيولی. هغه وخت په آلمان کې هم بيخي کم خلک د کمپيوټر سره اشنا ول.

په کمپيوټر کې د پښتو ټايپولو لومړی پروګرام چې ما وپېژاند، هغه د ګاما يونيورس په نوم و. د هغه مخکې د ام ال په نوم يو پروګرام هم موجود و. بيا د وينډوز لپاره د لېوال صاحب پښتو سه‌پورټ راووت چې د زده کوونکي په توګه يې ما د رانيولو فکر لا نشوای کولای، ځکه چې ډېر قيمت و. دا هغه وخت و چې بي بي سي پښتو انټرنټپاڼه فعاله کړې وه او (لږ وخت مخکې يا وروسته) نورې لومړۍ پښتو پاڼې لکه ټول افغان، بېنوا ټکی کام او نورې هم راوتلي وې. د آنلاين کېدو ترتيب يې زما درست پياد نه دی. په دغو وختونو کې د ټول افغان ټکی کام ځوان چلوونکي، ډېر لايق او خوږ انسان شهزاد کامه‌وال د وينډوز لپاره مفت يا وړيا پښتو کيبورډ جوړ کړ چې زما لپاره د اختر په شان د خوشالۍ ورځ وه. نه يوازې له دې کبله چې په کمپيوټر کې د پښتو ليکلو لپاره زما کار آسانه شو، بلکه زما هيلې زياتې شوې، چې دغه ګام به پر انټرنټ او په چاپي برخه کې د پښتو متونو خپرولو کار آسانه او عام کړي. البته کامه‌وال صاحب په دغه وخت کې تر زيات فشار لاندې راوستل شو، ځکه چې وړيا کيبورډ يې د په بيه رانيول کېدونکو پښتو پروګرام جوړونکو غوسه راپارولې وه. ما خپل لومړی پښتو قاموس د کامه‌وال صاحب د همدغه کيبورډ په مرسته پېل کړ. بيا مې پخپله د دا ډول کيبورډ لې آوټ جوړولو چل هم زده کړ او د زيار صاحب لپاره مې د پښتو فونېټيکي الفبا کيبورډ جوړ کړ. هغه وخت کې ما د زيار صاحب سره تماس ټينګ کړی و. د فاضل استاد زيار صاحب سره به په ساعتونو ساعتونو پر تليفون اخته وم چې ورته کمپيوټر وښيم. دا هغه وخت و چې وتساپ نه و او له آلمان څخه بريتانيې ته تليفوني خبرې ډېرې ګرانې وې او د محصل په توګه زما جېب به هم تقريبا اکثريت وخت خالي و. خو ما ويل که استاد کمپيوټر زده کړي، نو به يې د پښتو لپاره کار لا اغېزمن شي. خو د استاد کمپيوټر به تل خراب و، ځکه چې زوړ و. ما په ډېر تکليف او د زياتې سپما وروسته ځان ته يو نوټبوک اخيستی و. بيا مې خپل دغه نوټبوک استاد زيار ته ولېږلی او ما خپله د کتابخانې له کمپيوټر څخه کار اخيستی. کله چې مې زيات وخت سپما وکړه نو مې ځان ته بل کمپيوټر واخيست چې د هغه په مرسته مې بيا د قاموسونه ټکی کام لومړۍ پاڼه په نيوزيلانډ کې د ريل‌افغان ټکی کام (ريښتونی افغان) د چلوونکي مصطفی سادات سره په همکارۍ جوړه کړه. دغه کار زما ژوند ته نوی مقصد او هدف وټاکلی.

ما په خپل تېر ژوند کې تر خوب، تر تلويزيون، تر بل هر ساعت تېري او تر بل هر مصروفيت زيات وخت د کمپیوټر سره تېر کړی دی. د احساس له مخې د کمپيوټر سره زما د دغه وخت ۹۵ فيصده برخه د قاموسونه ټکی کام د پروژې او قاموسونو لپاره مصرف شوې ده. که زما سره مسلکي پوهه او پر وخت اړين مالي او نور وسايل موجود وای، نو ښايي زه په لږ وخت کې او په بهتره او غوره لارو خپلو هغو اهدافو ته رسېدلی وای، چې ما د پښتو لپاره درلودل او لرم يې. که څه چې زما سره په لنډو واټنونو کې د ګوتو په شمېر څو مخلصو کسانو مثلا د انټرنټ پاڼې رغولو، د کوم پښتو کتاب ډيجيټل بڼې په راسره شريک کولو او يا هم په تخنيکي ستونزو کې راته مشوره راکولو له لارې مرستې کړي دي، خو په دا پنځه ويشتو کالو کې چې ما د پښتو د ډيجيټلايزېشن لپاره د کار کولو هڅه کړېده، په رشتيا معنی مې څوک په عمل کې تر څنګ او د ملاتړ لپاره نه دي درېدلي. يوازينی ملګری چې په دې برخه کې تل زما تر څنګ درېدلی او شپه او ورځ يې راسره مرسته کړېده، هغه زما کمپيوټر دی. له همدې کبله د کمپيوټر سره زما اړيکه غيرعادي ژوره او اوږدمهاله ده.

د کمپيوټر سره مې دومره زيات وخت تېر کړی دی، چې وروسته ژوند ته راغلي انسانان راڅخه په دې تړاو پټې او ښکاره ګيلې هم لري او وايي چې زما لومړی واده خو نو د کمپيوټر سره شوی او لا تر اوسه ورته وفادار يم.

که څه چې د يو بالغ او په کار مشغول انسان په توګه زما مالي وسائل الحمدلله د محصلۍ تر وخت ډېر بهتر شوي، کمپيوټرونه تر بل هر وخت چټک شوي او حتی مصنوعي ځيرکتيا پر نړۍ د واکمنېدو په درشل کې ده، خو له بده مرغه په ما کې هغه د پخوا په شان حوصله نه ده پاته او د چټکۍ په حال کې پر مخ تلونکې ټيکنالوژۍ سره نور قدم پر قدم نشم تللای. البته اوس مې هم له خپل ملګري کمپيوټر څخه هيله دا ده، چې مخکې له دې چې زه په بشپړه توګه له روان بهير څخه پاته شم، زما سره دا يو احسان لا وکړي چې د پښتو لپاره داسې يو اوپن سورس پلټفارم جوړ کړو چې پخپله وده کوي او پخپله پر مخ ځي. بېله فرقه که زه ولاړ، پروت او که په ګور کې وم.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۴مه