د پېښور په بورډ بازار کې مې له يو مهربان سيکهـ ورور څخه سودا وکړه او په دکان کې يې په انتظار ناست وم چې سودا راته په کڅوڼو کې واچوي. په دې مهال، زما مخې ته درې هلکان، چې اته یا نهه کلن ښکاره کېدل، په یوه لوبه بوخت ول. مګر دا لوبه ډېره بې ارزښته او بې بنسټه وه. ورڅخه دوو ماشومانو به هغه بل ونيولی او بيا به يې په غیر اخلاقي توګه و شاته لاس وروړ او بيا به وتښتېدل. بيا به هغه پسې ځغاستل چې ورڅخه په همداسې ناوړه توګه بدل واخلي.

زه له دوکانه بهر وروتلم او دغه ماشومان مې مخاطب کړل. هڅه مې وکړه چې دوی ته په ادب او حکمت سره وښایم چې دا ډول حرکتونه نه یوازې د هغوی شخصیت ته زیان رسوي، بلکه ټولنیز او اخلاقي ارزښتونو ته هم صدمه رسوي. البته په داسې ژبه او الفاظو لکه چې زما په فکر څوک بايد د ماشومانو سره خبرې وکړي. دغو ماشومانو په فارسي خبرې کولې. معنی دا چې د افغانستان ول. د دوی د والدينو تعلق چې د هر ځای څخه هم و، خو دوی ماشومان ول. ما پکښې د خپلو اولادونو څهرې ليدلې. له دې کبله مې په هغه لهجه او لهن ورته د نصيحت کوښښ وکړ، لکه خپل اولاد ته چې به يې وکړم. خو دوی نه يوازې دا چې زما په خبره غوږ نه ګراوه بلکه په ریشخند او بې احترامي يې شروع وکړه.

د دې پېښې وروسته، زه د خپلو پريشانو افکارو سره له بازار څخه ستون شوم. زما ذهن له داسې پوښتنو ډک و، لکه: دا ماشومان ولې داسې ناسم رفتار کوي؟ دا یوازې د هغوی فردي ستونزه نه ده، بلکې دا زموږ د ټولنې د اخلاقو، د تعلیم او تربیت د خرابۍ نتیجه ده. موږ ولې په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې د ماشومانو د بد تربیت شاهدان يو؟ دغو ماشومانو خو خپل بد رفتار او ناوړه او نازېبا کړنې خامخا له مشرانو څخه ليدلي او زده کړي دي. زموږ ټولنه ولې داسې نه ده چې په هغې کې ماشومان د ګلانو په څېر بې غمه او خوشحال رالوی شي؟

د دې ټولنې ژور درد یوازې د دې په معنا نه دی چې موږ زموږ له ماشومانو څخه د ښه رفتار توقع وکړو، بلکې د دې معنا دا ده چې زموږ ټولنه په ټولیزه توګه و اصلاح ته اړتيا لري. که زموږ ماشومان په ښوونځیو، مدرسو، مساجدو او کوڅو کې خوندي نه وي، نو دا د ټولنې يوه فطري او روښانه ستونزه ښيي. دلته «زموږ د ماشومانو» څخه زما مقصد ټول هغه ماشومان دي چې زموږ په ټولنه کې رالوييږي، بېله توپيره چې څوک دي. زموږ د ټولنې مشران له بده مرغه د زهرجنو افکارو سره ژوند کوي او ماشومان ورڅخه همدغه زهرجنتوب زده کوي. پکار خو دا ده چې مشران مو خپل تر منځ او په ټولنه کې د يووالې او همدردۍ فرهنګ راولي.

زموږ مېرمنې هم د داسې یو ټولنيز فشار لاندې دي چې په لسو پردو کې لا هم د نارينه و له شره خلاصې نه دي. دا چې بې زبانه حيوانان هم په دغه ټولنه کې د انسانانو له شره خلاص نه دي، هم يو ښکاره حقيقت دی. که هغه د کوڅه ډبه سپي سره ناوړه او ظالمانه چلن دی او که خپل څښتن ته د رزق ګټونکي بار وړونکي حيوان وهل ټکول او د هغه تر وس ورباندې زيات بار وړل دي.

که موږ غواړو چې زموږ ټولنه په واقعي ډول سالمه شي، باید له ځان څخه پیل وکړو. که موږ ځان ته انساني کرامت ورکول غواړو، نو باید د هر ډول منفي مذهبي، سياسي، قبيلوي، ژبنيزو او سيمیزو پولو څخه آخوا د انسانیت په لور ودرېږو. کله چې موږ بېرته د بني آدمانو درد او خوږ احساسول پېل کړل، نو هله به موږ بني آدمان شو. کله چې مو احساس، خوی او کړنې د بني آدمانو شي نو بيا به دا هم ممکنه شي چې ټولنه مو ښایسته، پاکه او په بشپړه توګه سالمه شي.

خو له بده مرغه چې دمګړی مو ټولنه سخته ناروغه ده. الله دې يې روغه کړي.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اګست ۵مه نېټه