د تيورۍ له مخي ژورناليزم د رشتيا ويلو، رشتيا ليکلو او د بېطرفه معلوماتو رسولو مسلک دی.
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(۸ مه برخه)
د نامه لپاره
وايي چي په يو ښار کي يو دکاندار ؤ. هغه خپل دکان او کاروبار پرېښود او پر ځای يې ځان ته بل مصروفيت پيدا کړ. مصروفيت يې دا ؤ چي د خپلې لمنې لاندنۍ څوکه به يې د خولې په چپه خوا کي د اړخ په دوو تېره غاښونو (داړو) ونيوله او خپل د رسته/ښې لاس د منځ د ګوتي سر به يې په نامه/ناف کي څرخول راڅرخول پېل کړ او په دغه حالت کي به د ښار له يوې برخي څخه بلي برخي ته په پښو تلی راتلی. يو وخت يو چا ورڅخه وپوښتل چي «ولي دا کار کوې؟» د دکاندار جواب ؤ چي «د نامه لپاره!»
د تيورۍ له مخي ژورناليزم د رشتيا ويلو، رشتيا ليکلو او د بېطرفه معلوماتو رسولو مسلک دی. خو له بده مرغه چي يو شمېر هغه پاتې جدي رسنۍ چي خورا لوی لوی نومونه او سترې ادعاوې هم لري، نن سبا يې د ژورناليزم له چوکاټه د دباندي موضوعاتو په خپرولو شروع کړېده. د بېلګي په توګه «يو سپي د چرګي يتم چيچی په غيږ واخيست»، «يوې زړې ښځي خپل ټول جايداد ورک سپي ته ور په نوم کړ»... او دې ته ورته عنوانونو لاندي مطالب په داسي مطرح رسنيو کي خپريږي چي ځان د نوي ژورناليزم زانګووي هم بولي.
پوښتنه دا ده چي دغه «جدي» رسنۍ ولي دا کار کوي او د پورتنۍ د ناف د موضوع سره يې څه مطابقت دی؟
لکه څنګه چي په مذکور نکل کي سړي په ناف کي د ګوته وهلو له لاري غوښتل ځان مشهور کړي، همداسي له بده مرغه اوس زياتي رسنۍ د لا زياتو کليکونو (د پاڼي د کتونکو د شمېر زياتولو) او په خواله رسنيو کي د تعقيب کوونکو او خوښوونکو پر سر په غير مسلکي توګه په سياليو سره بوختي دي.
خو دلته پوښتنه دا مطرح ده چي ايا مسلکي رسنيو ته کليکونه او د کتونکو شمېر بايد اوليت ولري او که د ژورناليزم د سپېڅلي مسلک مکلف کوونکي ضوابط او اصول بايد ورته لومړيتوب ولري؟ دا سوال بايد هره رسنيزه ډله او ژورنالست پخپله خپل ځان ته جواب کړي. جواب که يې هر ډول هم وي، رسنۍ او ژورنالستان بايد په دې پوه او خبر واوسي چي د دوی د معلوماتو استهلاک کوونکي ناپوهان نه دي او بالکل ورته د ښه او بد او په همدې راز د جدي او بازاري کېفيت فرق ورمعلوميږي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۸مه نېټه، بون
{module Journalism Article Series}