د زمانې ظالمان يو بل ته د قانوني مسؤنيت تحفې سره ورکوي، د «حق له پاره» يې د جګړې او مبارزې په نوم د بل بچي جګړو ته لېږلي او د يتم جوړونې فابرېکي يې ګرمي ساتلي دي.

 د زمانې ظالمان يو بل ته د قانوني مسؤنيت تحفې سره ورکوي، د «حق له پاره» يې د جګړې او مبارزې په نوم د بل بچي جګړو ته لېږلي او د يتم جوړونې فابرېکي يې ګرمي ساتلي دي. د انسانيت دغه دښمنان چي د «باطل پر ضد جګړه» کي يې ملياردونه ډالره جمع کړي او خپل بچي يې په سرو زرو کي لامبو کوي، لا اوس هم غواړي چي ستا له بچو څخه ستا د خپل ورور په لاس د پلار سايه واخلي. يا تا دې ته هڅوي چي د خپل انسان ورور د بچو له سره د پلار سايه ليري کړې او يا حد اقل پر دغه کار چکچکې وکړې. توپک که د هغه دی، ماشه کښېکاږل ستا خپل انتخاب دی. د هر چا بچي زما او ستا خپل بچي او د الله عاجز بندګان دي. که ستا په فکر ستا انسان ورور پر غلطه لار دی، نو يې سمي لاري ته راوبوله. د هغه په وژلو خپل ورېرونه مه يتيمان کوه او د خپل ورور د اصلاح له پاره لاره په دايمي توګه مه تړه. #جنګه_ورک_شې_له_جهانه {source}
<iframe src="https://www.facebook.com/plugins/video.php?href=https%3A%2F%2Fwww.facebook.com%2Fsayedtaher.rohani%2Fvideos%2F723349971136390%2F&show_text=0&width=400" width="400" height="400" style="border:none;overflow:hidden" scrolling="no" frameborder="0" allowTransparency="true" allowFullScreen="true"></iframe>
{/source}
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
هغوی خپل زامن لکه د جنت حوري...
د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل

 

{module ITPFacebookLikeBox}