راکړه ورکړه او سودا کي خاينان ول
مال يې خوښ ؤ پر دنيا زيات مينان ول

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۱مه برخه
شعيب (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

 

قوم عرب ؤ نعمتونو باندي ښاد ؤ
احمر بحر ته نژدې هغه آباد ؤ
د خليج العَقَبَه سره مقيم ؤ
قوم د مَـدْيَـن بن مديان بن ابراهيم ؤ
د مَـدْيَـن له قومه خلک کافران ول
له توحيده دوی بيزار او منکران ول
لويه ونه اَيْكه د دوی معبود ؤ
کفر زيات ؤ په دې قوم کي بالابود ؤ
راکړه ورکړه او سودا کي خاينان ول
مال يې خوښ ؤ پر دنيا زيات مينان ول
رهزنان ول باج غوښتونکي ظالمان ول
مسافر ته لار نيونکي بې ايمان ول
دا ؤ ولېږی و دوی ته خدای نبي يو
د دوی ورور ؤ دوی ته نه ؤ اجنبي يو
د شعيب په نوم نبي فرمانبردار ؤ
دی خپل رب ته ؤ تسليم او تابعدار ؤ
شعيب وويل د خدای عبادت وکړئ
شرک نور پرېږدئ د توبې سعادت وکړئ
يو په تول کي کم نور مه تَلَئ مالونه
بل نور مه ګڼئ فساد لوی کمالونه
له دې قومه يو شمېر خلک مسلمان سول
شرک يې ترک کړ هغوی پاک او با ايمان سول
خو دا نورو ورکول زيات اخطارونه
د دوی ضد به تل ولاړ ول قطارونه
دوي ويل به مومنانو ته چي واوړئ
ايمان پرېږدی بېرته زموږ دين ته راواوړئ
که زموږ دين ته واپس نه راځئ نو ګورئ
موږ عذاب به درکوو تاسو به ګورئ
دوی شعيب ته به ويل ته درواغجن يې
زموږ په مال کينه کوونکی حسدجن يې
موږ ته پاته دی خپل دين زموږ له پلرونو
ولي ته منع کوې موږ له کارونو
چيرته ته که باندنی له بل حصار وای
موږ وژلی به پخوا ته په سنګسار وای
شعيب وويل اې خلکو زه رسول يم
زه ولاړ د پاک توحيد پر پاک اصول يم
اطاعت که د خپل رب تاسي ونه کړئ
له خپل شِرکه که توبه تاسي ونه کړئ
داسي نه چي په عذاب لوی ګرفتار سئ
مستحق تاسو د قهر د جبار سئ
د مَـدْيَـن خلکو ويل ته عام انسان يې
که موږ وغواړو هدف ته يو آسان يې
که رشتيا وایې نو مات پر موږ آسمان کړه
يا عذاب ته برابر زموږ بل سامان کړه
شعيب وغوښتل چي خدای فيصله وکړي
په دې کار کي د انصاف سلسله وکړي
دا ؤ راغلی پر دې قوم باندي عذاب لوی
داسي بد لکه چي غوښتی يې خراب دوی
موسم ګرم سو هر لور توده هوا سوه
سوځوونکې دا چاپيره شاوخوا سوه
پر آسمان بيا راڅرګنده سوه لو توره
ورېځه لويه دربېدونکې له زيات زوره
د مَـدْيَـن خلک چي راغلل له دې لاندي
نو لمبې باندي راتوی سوې پر دوی باندي
زلزله سوه د مَـدْيَـن قوم په عذاب سو
ټول هلاک او عاقبت يې هم خراب سو
خو شعيب هم يې منونکي په امان ول
نجات وموند هغه څوک چي مسلمان ول

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۸مه نېټه، بون

 
{module AAA Qisasul Anbia Footnote}