يو مسلمان عيسايي ته دعوت ورکړ چي اسلام قبول کړي، خو هغه ورته عذر کاوه.

 يو مسلمان عيسايي ته دعوت ورکړ چي اسلام قبول کړي، خو هغه ورته عذر کاوه. کله چي مسلمان تر اندازې زيات ټينګار ورباندي وکړ نو بالآخره عيسايي ورته وويل:
«هيڅکله به نه ستا او نه هم ستا په شان د يو بل مسلمان يا د مسلمان هيواد د يو اوسېدونکي په خوله مسلمان شم. نه مسلمان کيږم ځکه چي ستاسو په شعار او عمل کي لوی فرق شته. البته که ستا دين په رشتيا حق وي نو بيا دي څښتن تعالی موږ پخپله مسلمانان کړي چي زموږ په ذريعه مسلماني بېرته نيکنامه شي. »

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۵ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/vyq79
___________