په نوم ابليس د دوی سردار ؤ ډېر عابد
دی ډېر عالم ثنا ويونکی د حامد
منظوم قصص الانبياء ـ دوهمه برخه
ملايکي، جنان او ابليس
ليکوال: احمدولي اڅکزی
د آدم له خلقت مخکي لا موجود ول
ژوند لرونکي خلقتونه د ودود ول
رب جوړ کړی ؤ مخلوق د ملايکو
جوړ له نوره تابعدار يو له لايقو
نه څښتنې د بې شمېرو ارمانونو
نه جاګير نه سيم و زر او سامانونو
ذات يې پاک له ګناهونو د ملکو
ثنا خوان او حمد ويونکو مبارکو
د دوی علم تر يوې ساحې محدود تل
شمېر د دندو يې معلوم او هم معدود تل
هره ډله يې لري يو وظيفه لو
ښه ځانګړې دوامداره عفيقه لو
له آدم مخکي جوړ سوي بل جنان ول
له اور جوړ ول نارينه که يې زنان ول
پر دې مځکه چي دوی کله حاکمان ول
فساديان ول قاتلان ول ظالمان ول
د ابليس په نوم سردار د دوی عابد ؤ
ډېر عالم ثنا ويونکی يو حامد ؤ
خالق پورته کړ مقام ته ډېر نعيم لوی
دا احسان پر هغه ؤ د رب رحيم لوی
دی ملګری د ملکو سره تل ؤ
حمد ويونکی په خپل وخت کي لوی اتل ؤ
خو پر مځکه باندي زيات چي سو فساد نو
زيات لا زيات چي د جنانو سو عناد نو
ابليس ولېږل سو جنګ ته د جنانانو
بدرګه دی په ملکو مؤمنانو
داسي ليري واکمني سوه د جنانو
خلاصه مځکه له سرکښو ساکنانو
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۳يمه نېټه، بون
{module AAA Qisasul Anbia Footnote}