عاد اولی قوم چي ياديږي په نومونو
دا يو قوم ؤ د ساميانو له قومونو

منظوم قصص الانبياء ـ ۷مه برخه
حضرت هود (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

عاد اولی قوم چي ياديږي په نومونو
دا يو قوم ؤ د ساميانو له قومونو
هسک قدونه يې د غړو کبرجن ول
د عاد خلک ډېر قوي او قهرجن ول
جګ محلونه تراشل به يې پر غرونو
ځان ښکاره چي کړي عالي وړونکي د زړونو
دوی لرلې ښه خېمي جګي او هسکي
هم يې مځکي وې زرخېزه ښادۍ نس کي
دوی لرل له مېوو ډک ښکلي باغونه
تل په وينو به يې سره ول تېز تېغونه
قوم د نوح وروسته عاد قوم لومړی مشرک ؤ
د نيکونو پر بد دود سره شريک ؤ
دا ؤ ولېږئ الله دوی ته نبي يو
هود يې نوم ؤ دوی ته نه ؤ اجنبي يو
هغه وويل اې وروڼو پيغمبر يم
د الله له لوري زه يو پيامبر يم
هيڅ نه غواړم صرف توحيد ته مي دعوت دی
نه مقصد ستاسو صله نه مي ثروت دی
د الله عبادت وکړئ چي خالق دی
شريک مه نيسئ هغه ته چي مالک دی
هغوی وويل سړی دا درواغجن دی
نه نبي دی نه رسول کوم آسېبجن دی
دی خوراک هسي کوي لکه د نورو
بل چښاک يې زموږ په شان دی موږ يې ګورو
دوی ويل دا ناممکن دی چي ژوندي سو
پسله مرګه چي له خاوري پېوندي سو
موږ خو هيڅ هم نه بيريږو له عذابه
موږ واکمن يو، ورځ به نه راځي خرابه
خو هود بيا هم دوی ته وکړل دعوتونه
د عذاب خبرداری نصيحتونه
عاد ويل بېروې موږ چي له عذابه
موږ ته راوله ته ورځ چي ده خرابه
پر موږ يو دي که يې وکړې دعوتونه
او که نه وکړې ته خپل نصيحتونه
دا ؤ بند سول بارانونه او قحطي سوه
مشرک قوم ته د عاد جوړه لو سختي سوه
خو دوی بيا هم کبرجن او کافران ول
شرک کوونکي له توحيده منکران ول
توره ورېځه چي څرګنده سوه آسمان کي
د عاد خلک سوه په هيله په ګومان کي
فکر وکړ دوی چي راغلل بارانونه
ښه زرخېزه ښه ښېرازه دورانونه
خو د ورېځي سره مل ول توپانونه
بد وژونکی جګ آواز او تېز بادونه
اوه شپې او اته ورځي دا عذاب ؤ
مشرکانو ته مهلک چي ډېر خراب ؤ
لکه ونې د خرما چي وي ختلي
د دوی مړي و هر لور ته ول پاشلي
په استثنی د مؤمنانو ټول هلاک سول
عاديان ختم او صرف پاته يې املاک سول

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۶مه نېټه، بلانکنبېرګه بلجيم

{module AAA Qisasul Anbia Footnote}