source of image: https://en.wikipedia.org/wiki/Joshua#/media/File:JoshuaSun_Martin.jpg
source of image: https://en.wikipedia.org/wiki/Joshua#/media/File:JoshuaSun_Martin.jpg

زيات کالونه په سحرا کي په سفر ؤ
سرګردانه د يعقوب نبي ټبر ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۷مه برخه
يوشع بن نون (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

زيات کالونه په صحرا کي په سفر ؤ
سرګردانه د يعقوب نبي ټبر ؤ
ځان سپارنه کي د حق په ملاقات سول
هم هارون او هم موسی دواړه وفات سول
د موسی د مرګ پر وخت چي سل کلن ؤ
کوم سړی چي يې شاګرد تل په لګن ؤ
د نون زوی يوشع نبي سو رهنما سو
اسرائيل ټبر ته مشر دا دانا سو
دی لمسی د افرائيم ؤ ښه محبوب ؤ
کړوسی دی د يوسف ابن يعقوب ؤ
دی شاګرد ؤ د موسی او ډېر ذکي ؤ
په نفس پاک هم ښه بنده ډېر متقي ؤ
د صحيح حديث له مخي «هغه ځوان چي
د موسی سره ملګری ؤ روان چي
او لېدنه يې د خضر سره وسوه
په سوره کي چي د کهف تذکره سوه
دا ملګری د موسی يوشع بن نون ؤ»
چي پخپله بيا نبي سو او ممنون ؤ
دې نبي ته امر وسو چي عيار کړي
يو لښکر د جنګياليو ښه تيار کړي
يوشع وويل خپل قوم ته په بيان سو
جنګيالي راسره مل کړئ دی ګويان سو
خو نه غواړم هغه څوک چي نوی زوم وي
په فکرونو کي د ناوې چي څوک ګوم وي
بل نه غواړم څوک څښتن چي د يو کور وي
داسي کور چي چت يې پاته خو جوړ نور وي
بل دي نه راسره ځي چي دا يې کار وي
د بلاربه څاروی زېږون ته انتظار وي
يوشع غوښتل چي په چاڼ جوړ يو لښکر کړي
داسي يو چي توجه ټول پر سنګر کړي
دا نبي د خپل لښکر سره روان سو
پاکه خاوره چي فتح کړي په کاروان سو
په دې خاوره کي آباد لوی ظالمان ول
سرکښان ول کافران ول نافرمان ول
د کافر او مسلمان تر منځ جنګ پېل سو
په دې جنګ کي د کافر لښکر شاټېل سو
خو پر وخت د عصر پاته ؤ لا جنګ نور
لمر لوېدو ته سو چي کله وخت لا تنګ نور
نو يوشع ويل و لمر ته مامور يې
په غروب ته مکلف څښتن د نور يې
خو زه هم بايد پوره کړم ټول امرونه
په ذمه چي رب راکړي دي کارونه
نو ته مه لوېږه تر څو چي بريا مومو
پر کفارو چي موږ فتح ضيا مومو
د الله په امر ودرېد توقيف سو
لمر ساکن او د کافر لښکر ضعيف سو
دا ؤ فتح په دې ورځ بيت المقدس سو
اسرائيل ټبر ته پاته ځای اقدس سو
امر دا ؤ د الله چي په سجدو سي
دوی داخل و دغه ښار تهپه توبو سي
خو يو شمېر اسرائيليان په ریخشندو ول
دوی په ټوکو په غرور په پسخندو ول
دا ؤ راغلی پر طاعون چي يو عذاب ؤ
د وبا دغه عذاب ډېر بد خراب ؤ
الله رحم باندي وکړ دوی بيا خلاص سول
له طاعون څخه دوی بچ بيا په اخلاص سول
د موسی په رهبرۍ چي يې آغاز ؤ
څلوېښت کاله کوم سفر چي اوږد ناساز ؤ
بالآخره کوم سفر چي اوږد عيان ؤ
د يوشع په رهبرۍ کي يې پايان ؤ
اسرائيل ټبر سو مېشت بيت المقدس کي
ژمنه سوي ښکلي ځای پاک او اقدس کي
چي يوشع نبي درې کم سل دېرش کلن سو
نو د مرګ سره يې هله بيا مِلن سو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر۳۰مه نېټه، بون

 

{module AAA Qisasul Anbia Footnote}