د يونس ذکر راغلی دی قرآن کي
په څو ځايه بيان سوی دی فرقان کي

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۵مه برخه
يونس (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی


د يونس ذکر راغلی دی قرآن کي
په څو ځايه بيان سوی دی فرقان کي
چي رسول هغه يو ؤ له رسولانو
د خدای دين له خپرونکو مسؤلانو
خدای دی ولېږی و قوم ته په عراق کي
د توحيد پرچار چي وکړي شپه اشراق کي
خو سرکښه ول هغوی نه يې مانه هيڅ
نه يونس نه يې پيغام رشتيا باله هيڅ
د موصل د نينوا د سيمي قوم ؤ
مبتلا هغه په کفر کي هر يوم ؤ
دوی يونس ته ويل نه منو پيغام ستا
ته نبي نه يې پل موږ نه ږدو پر ګام ستا
زيات وختونه يونس وکړل دعوتونه
و دې قوم ته په شمېر زيات نصيحتونه
خو چي پوه سو هيڅ دوی نه مني دعوت يې
دا قوم نه اوري تبليغ او نصيحت يې
خبر ورکړ بيا رسول د لوی عذاب يو
چي راتلونکی دی درو ورځو کي خراب يو
دی چي ووت له دې سيمي په نعرو سول
د قوم خلک و خپل رب ته په توبو سول
دوی ايمان راوړ پر رب د کايناتو
د يونس نبي پر ټولو تعليماتو
دا ؤ نه راوست الله پر دوی عذاب يو
داسي يو چي اعلان سوی ؤ خراب يو
خو يونس په دې خبر نه ؤ رهي ؤ
له دې قوم څخه ناهيلی سم سهي ؤ
بېله امره د خپل رب چي دی روان ؤ
په دې کار کي د يونس يو لوی تاوان ؤ
مسافر سو يونس کېښنست په کښتۍ کي
په اوبو کي طوفاني چي سوه بېړۍ کي
د کښتۍ سپرلو ويل ټوله ډوبيږو
که بار کم نه کړو نو ټول دلته غرقيږو
دا چي څوک به له کښتۍ څخه کوزيږي
پچه واچوله دوی چي څوک تا کيږي
په دې پچه کي بايلونکی چي يونس سو
د سپرلو نورو له خوا هله راتس سو
کب لوی راغلی او ژوندی يونس يې تېر کړ
بې ژوولو يې هغه و نس ته تېر کړ
په توبو په عبادت اخته يونس سو
داسي جوړ عبادتځای د ماهي نس سو
توره شپه وه تاريکه وه په دې کب کي
خو ثنا ويل يونس تل په دې شب کي
يونس تل کول دعا چي بل څوک نسته
بې الله د عبادت لايق څوک نسته
يونس تل ويل چي کړې يې خطا ده
هدايت صرف د مالک له خوا ده
يونس بند ؤ په ماهي کي زيات وختونه
چيري ده چي تل کول عبادتونه
دا ؤ امر پر دې کب وسو چي پرېږدي
د الله دغه نبي پر وچه کښېږدي
د يونس نبي سوځلی ؤ پوستکی
په معده کي د لوی کب د ده پوټکی
ځکه دا نبي ناروغ ؤ سخت رنځور ؤ
د ښور نه ؤ د کړاؤ هغه انځور ؤ
داسي ځای کي کب دی کښېښود چي خالي ؤ
دا يو حکم د خالق رحيم عالي ؤ
په دې وچه کي يې سر سته سوه راپورته
يوه ونه سايه داره د لمر زور ته
له دې وني به خوارک اخيست يونس تل
هم درمل وه هم خوراک موړ به يې نس تل
په څو وخت کي به هوسۍ يوه راتلله
چي شودې يونس ته ورکړي بيا به تلله
دا ؤ روغ سو دا نبي او بېرته ستون سو
خپل اُمت سره يې ليد او پېوستون سو
دغه قوم ټول مسلمان له کفر تېر ؤ
تر يو لک څخه لا زيات د هغوی شمېر ؤ


احمدولي اڅکزي، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر۱۰مه نېټه، بون

 {module AAA Qisasul Anbia Footnote}