ژوند او هنر ـ منظوم نکل
- Details
د پخوانو وختو کيسه ده
د تېر تاريخ يوه حصه ده
په ليري پروت يوه هيواد کي
په يو ښايسته کشور آزاد کي
د پخوانو وختو کيسه ده
د تېر تاريخ يوه حصه ده
په ليري پروت يوه هيواد کي
په يو ښايسته کشور آزاد کي
يو سوالګر راغلی يو ځوان ته
خير ويل غواړم تا او ځان ته
ځوان هم د زرو نوټ عطا کړ
حيران هغه يې په سخا کړ
په مُشتريانو ريستورانت يو ؤ آباد
داسي هيواد کي چي بازار يې ؤ آزاد
د نړيوال شرکت وه څانګه دا زړه
د څو کړيو د ځنځير کړۍ يوه