له بلي نړۍ ـ منظوم نکل
- Details
يو ليري پروت شمسي نظام کي
مځکي ته ورته يو مقام کي
عاقل مخلوق يو لوی آباد ؤ
هغه خوشال او ژوند کي ښاد ؤ
يو ليري پروت شمسي نظام کي
مځکي ته ورته يو مقام کي
عاقل مخلوق يو لوی آباد ؤ
هغه خوشال او ژوند کي ښاد ؤ
د چينايي شرکت يو مشر
دعوتنامه کړه يوه نشر
ويل مېلمه ټول تجاران دي
زموږ دايمي چی مُشتريان دي
يو پنډکی کوچنی هلک ؤ
نوم يې زړګی زوی د ملک ؤ
پر مور او پلار باندي ډېر ګران ؤ
زړګی واوا ډېر، خو لږ وران ؤ