دغه کسان چي اکثره وخت د لږ يا ډېر «فرعونيت» نخښې نښانې هم پکښي موجودي وي

دغه کسان چي اکثره وخت د لږ يا ډېر «فرعونيت» نخښې نښانې هم پکښي موجودي وي
د صنف له شاګردانو څخه يو هم ولو خان ؤ چي لږ شان ته شوخ ؤ.
دغه د منظوم نکلونو يوه مجموعه ده
په زياته د «وِ» په تړاو د خان شهيد پر وړانديز بايد غور و فکر وسي.
لا راته اوږد مزل په مخ کي دی!
الله غفور او رحيم دی
د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه، پنجشنبه
يو لنډ نظم
هند او فلمي اندستري ته يې په کار ده چي د افغانانو د احساساتو درناوی وکړي
له www.Kochnai.com څخه
دغو احکامو په مسلمان او غير مسلمان تولنو کي د بنيادي اصولو بڼه خپله کړې ده.
ځوان روان ؤ په کوڅه کي جلد يې سور ؤ
هم يې ټول له مخه ورک د خوښۍ نور ؤ
حيا او وفا ښه شی ده، نارينه او ښځي ته!
د قدرمن فاضل او محترم استاد بهټي صاحب سره دي خدای ښه وکړي
هر ماښام چي کله دوی به بيدېدل نو
سر له پايه ټول ياداښت يې هېرېدل نو
تر بل هر شي و سولې او واحد او متحد ملت ګرځېدنې ته اړتيا
رايه ورکوونکو په خورا شجاعت سره خپل مسؤليت پوره کړ.
اختلاس که د نظام سرطان ؟ لومړۍ برخه
د ډاکټر محمد اشرف غني زيات پلويان ښايي رايه نه ورکړلای سي
څنګه دا ممکنه ده چي لا بدتر وي
تر ګناه عذر خراب او خرابتر وي
د نورو هغو غورځنګونو، سازمانونو او مدني ټولنو سره فرق کوي
مصرف سوي يو ترليون د افغان حکومت د ۲۲۲ کالونو بوديجه کېدلای سوای
د دوی پلويان بايد د دوی تر منځ فرق ونه کړي.
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (شپږمه برخه)
تور يې چاپير موسی يې ورک بلاګردان
شونډي تشتنه سترګي ساغر حُر حُر رندان
سخت له ځانه شرمېږم چي په يويشتمه پېړۍ دا ډول کرښو ليکلو ته مجبوره کېږم.
دا هغه وخت ؤ چي شورويان لا په افغانستان کي ول.
د يادو ټولو اړخونو لاسونه د ولسي افغانانو په وينو رنګ دي
نارکيسوس به تر هغه وخت پوري ژوند وکړي تر څو چي يې لا ځان نه وي پېژندلی.
د افغانستان نوي ساختماني «فاجعې» (دويمه برخه)
په يوه ټولنه کي سيکسيزم څومره ژوري ريښې لري
چي ؤ دغه هيواد پر يو لوی ډنډ جوړ ؤ.
کاشکي يې زموږ سره کامپاين کولای.
په هر ولايت کي يوه پټه شورا وجود لري.
يادونه: ليکنه اوږده او لوست يې په رضا دی!
د تبليغاتو، اوهامو او اصلي طرحو توپير
پر چا چي د خپل ناموس اعتبار نه سې کولای
وصال ورسېد د ميني سلسلې سوې
غماز تښتي يار ته لنډي فاصلې سوې
پر «بابا» څوک نيوکه او انتقاد نه سي کولای
پلار يې په غوسه وويل: پام چي بيا هيڅکله راته بابا ونه وايي!
مننه چي زما د وېبلاګ مطالب مو تر دوه مليونه زيات واري لوستلي دي.
ته دغه جېلي وخوره چي تر هغو دي لږ زړه درونيسي.
له طلوع افغان څخه په مننه
له افغانستان څخه د وتلو کوم امکانات سته؟ دلته يې ولولئ:
د آغلې ملالۍ بشير په «څهرې» پروګرام کي مېلمه وم.
دغه اېپ صرف پر هغو موبايلونو کار کوي چي انټرنټ ولري
پښتو اکاډمۍ کوټي «منظوم قصص الانبيأ» چاپ کړ
د اخبار يو کونج يې ټيټ کړ او ښه ځير سو
ظاهر شاه هم ورته غوږ سو خبرګير سو
يو پی مخی به هميش په دې پُرسان ؤ
دی په فکر کي به غرق د هر انسان ؤ
ما ويل نو د اقامو سره د دې څه تړاو؟
دوی ټول زور له دغه ولس څخه باسي.
له لفظونو څخه يو لفظ د *«حِمار» ؤ
له خندا څخه پر شين هر يو خمار ؤ
عمران ډېر يو نيک سړی ؤ پرهېزګار ؤ
دی په قوم د اسرائيل کي ښه نامدار ؤ
د داؤد نبي د زوی نوم سليمان ؤ
جانشين دی د خپل پلار ډېر باايمان ؤ
پر داؤد باندي نازل زبور کتاب سو
دی څښتن د نعمتونو بې حساب سو
له موسی څخه چا وکړه دا پوښتنه
علم زيات د کوم بنده دی عزتمنه
د قاموسونه ټکی کام د پروژې په هکله مقاله ـ د مورنيو ژبو نړيواله ورځ
زيات کالونه په سحرا کي په سفر ؤ
سرګردانه د يعقوب نبي ټبر ؤ
د موسی ذکر راغلی دی قرآن کي
اوه باندي سل او دېرش ځله فرقان کي
د يونس ذکر راغلی دی قرآن کي
په څو ځايه بيان سوی دی فرقان کي
ايوب يو صالح انسان يو پيامبر ؤ
دی نبي د پاک سبحن او پيغمبر ؤ
کوچنۍ انجلۍ خپلي مور ته کتله او بيا يې وويل: «ايسته کيدا!»
د يوسف نکل راوړی پاک قران دی
په تفصيل يې بيان کړی دا داستان دی
د لابان لوڼي وې دوې ليا يې مشره
يعقوب وغوښته له دوی راحيل وه کشره
له ۳ کالو څخه په کم وخت کي يو مليون لوستنې
راکړه ورکړه او سودا کي خاينان ول
مال يې خوښ ؤ پر دنيا زيات مينان ول
په دې ښار کي اوسېدونکي خبيثان ول
هم جنسبازه ګمراهان او ابليسان ول
يهودي که نصارا که مسلمان دي
د خليل عظمت منونکي په ايمان دي
د هغوی تر منځ د خوږ ژوند او ښه همسايه توب کيسې په ليري ليري پرتو سيمو کي اورېدل کېدلې.
د تماس نيونې څخه تر مخه لطفا د اعلان ټول متن تر پای پوري ولولئ!
داسي هسکه اوښه چا نه وه ليدلې
بله بلاربه وه په نس وه پړسېدلې
عاد اولی قوم چي ياديږي په نومونو
دا يو قوم ؤ د ساميانو له قومونو
نوح خبر کړل دوی چي ښايي عذاب راسي
پر دوی باندي له خپل لاسه خراب راسي
بيا يې پورته کړ ادريس ليري له مځکې
څلورم آسمان کي پېښ سول پر ملکې
د قابيل په اولادو کي يو لوی فرق ؤ
بدرنګ نر خو پر زنان د ښکلا برق ؤ
په نوم ابليس د دوی سردار ؤ ډېر عابد
دی ډېر عالم ثنا ويونکی د حامد
په تخليق کي چي جوړ سوی ښکلی سم ؤ
دا بابا د ټول انسان نوم يې آدم ؤ
تولستوی څوک ؤ، افغان ليکوالان ورڅخه څه شی زده کولای سي؟
مور ويل وګوره څومره خوش اخلاقه
دا انجلۍ واوا ديوي ده بااخلاقه
کله چي څوک د يو مسلکي کس په توګه په افغانستان کي په زياته د تيرو شلو يا دېرشو کالونو په جريان کي جوړو سوو ودانيو ته وګوري، نو سخت به خفه سي.
دغه فلم د « Massaker in Afghanistan» تر عنوان لاندي په ۲۰۰۳ عيسوي کال د آلمان په ARD تلويزيون کي الماني ژبه خپور سو. دغه ژباړه جمله په جمله له آلماني څخه و پښتو ته سوې ده.
حب الوطني يا د خپل هيواد سره مينه زياتي بڼي لري. په مجموع کي کيدای سي چي څوک يې پر دوو برخو ووېشي
زوړ سړي د سرو زرو يو شمېر روپۍ يا طلايي سکې درلودې.
چي د صبر خاوندان وي او حرص نه کوي
زه غواړم چي اوس لا ژمي ته تياری ونيسم
«راکښېنه که نه پر دا سر دي ولم.»
د «کوږک ننګيالي» د ليکنو د لړۍ لومړۍ مقاله
دا څه ډول کس، سازمان يا اداره ده چي د ماشومانو سره مرستي کوي خو انځورونه يې اخلي؟
د سوېدن کانفرانس ته ليکل سوې مقاله
زېری مي درباندي خلکو دا واري اختر سو
شکر شکر شکر چي پخلا زوړ مرورو سو
ګډونوال: نجيبه لېمه، احمدولي اڅکزی، علم ګل سحر
هغه ډېر کهاله چيچی ؤ او زيات خوب ورتلی.
د لاندنيو هداياتو په مرسته تاسو خپل وزن کمولای سئ
په ياده طريقه په عمل کي ثابته سوې چي څوک صرف د ۳ مياشتو په موده کي خپل وزن ۱۵ کلوګرامه کمولای سي.
په يو کلي کي سړی داسي ملا ؤ
نه عالم نه پرهېزګار او نه دانا ؤ
د مور مينه چي دي جوړه کړه سبحانه
افغانستان ته په کار ده چي د ديجيتل کېدنې موضوع ډېره جدي ونيسي
هو بابا جانه، ستا زړګی داسي خوند راکوي ولي چي ته بيخي ډېر پنډوس يې.
د دې واري به د ګلاب سره خامخا د نژدو او اوږد مجلس وکړم.
د سانسکريت پښتو لومړی قاموس آنلاين سو
حضرت موسی ع او خضر پر لاري پر يو هلک پېښ سول او خضر هغه هلک مړ کړ.
د ځوانانو په يو محفل کي مجلس د واده موضوع ته واوښت. لومړي ځوان وويل:
دا رياضي خو رياضي نه ده، يوه بلا ده، يوه بلا!
چي وې دوې کوچنۍ پيشيانې وې. يوه پيشو رنګينه او بله پيشو سنګينه نومېدله.
په پخوانيو وختونو کي په يو سلطنت کي يو بې وزله سړي ژوند کاوه. د دغه سړي نوم علي بابا ؤ.
يو وخت يو شرمښ ؤ چي هميشه به وږی ؤ.
صرف يوه کوچنۍ مرغۍ تله او راتلله
دا له سينده تر ځنګله الوتله
ستاسو اصلي رهبر هغه څوک دی چي:
د ډاکټر محمد اکبر وردګ ليکنه
دا چي ستايي درته نيکونه
دا يې د جنګ دي تاکتيکونه
د مخلوق له عقله جګ او لا ډېر زيات دی
بلاکيفه د خالق هسک قدوس ذات دی
د آلمان په کولون ښار کي علمي سيمينار ته ليکل سوې مقاله
لوی افغانستان د جوړیدنې 270 امه کلیزه او د افغان کولتور نړیواله ورځ
په ۲۰۱۳ کال په کندهار کي د پښتو نړيوال سيمينار کي اورول سوې مقاله
د ډاکټر عبدالرؤف رفيقي په تلويزيوني ادبي خپرونه کي
دغه قاموس چي انجينير ميرويس رشيد مسکين او ما عاجز احمدولي اڅکزي په ګډه ليکلی
د مرکې ويډيو دلته وګورئ
دغه پرهار، زخم ناسور کله رغيږي؟
زموږ دغه قوم به کله بيا سـره يو کيږي؟
په سوېډن کي د ستاينغونډي پر وخت وړاندي سوي معلومات
د خپل اولاد سره وخت تېر کړئ
ورونو يو سف (ع) چي کله څاه ته اچوی
دی په مُسکا ؤ ځان يې هيڅ نه بچوی
پاچا ويل و هند ته ولاړ سئ او معلوم کړئ
د فيل معنی راته پيدا زيات مو علوم کړئ
زموږ د رسول (ص) وروسته مؤمن چي خليفه ؤ
*صديق (رض) امير ؤ او مامور په وظيفه ؤ
مه راځه اختره دلته ساندي ماتمونه دي
اوښکي دي سلګۍ دي جنازې دي تورتمونه دي
خو وينم دلته چي قرآن که يې په ياد دی
بيا هم عمل د زياتو خلکو ډېر برباد دی
د خلافت عثمانيه چي يو سلطان ؤ
هغه ثاني ؤ محمد بن مراد خان ؤ
همدا ؤ دوی تر خپل منځ وکړل دا قسمونه
چي نور به بند کړي پر خپلوانو خپل ورونه
ګرانو کوچنيانو نن کوم درته يو نکل
داسي يو نکل چي ترې زده کړئ تاسو عقل
ښايي مجبور سې چي ته وکړې انتظار
اونۍ يا مياشتي ښايي ونيسي دا کار
پټاو (۱) چي وسو کله دلته پر بازار کوم
ايا در ورسېد و تاته هم ازار کوم؟
سړي هلک ته له ټوکرۍ ورکړل کبان څو
هغوی تازه ول په وزن کي هم لويان څو
د نړۍ تقريبا ۲۷۴ مليونه انسانان په ۵۰ هيوادونو کي په دغه ژبه خبري کوي.
اڅکزی صاحب، فکر مي نه کاوه چي داسي يو موټر به چلوې
دغه داستان چي ته يې لولې زما وروره
دا بيان کړی دی قرآن ته يې وګوره
ما اورېدلي داسي څو چي قصابان سته
پلوري د خرو غوښي چي داسـي ظالمان سته
غوښي د مږ سړي اخيستې وې په ښار کي
د قصابانو د کوڅې په لوی بازار کي
انا لله وانا اليه راجعون
اَبْرَهه جوړ کړ يو لوی پوځ ديارلس فيلونه
غوښتل چي مات کړي د کعبې ټول ديوالونه
کيسه يو داسي څوک کوي چي عالِم خاص دی
راوي پخپله عبدالله ابن عباسؓ دی
يو وخت راغلې پر يو ښار لو خوشکسالي وه
جاري څو کاله دا شديده وچکالي وه
چي ؤ يو نه ؤ يو نجار ؤ په يو ښار کي
تر ده بهتر بل کارګر نه ؤ په بازار کي
عابد ويل راته ښکاره کړه خپل رازونه
ستا د تقوا په هکله وينم زه خوبونه
سپکي څو سپوري يې سپينږري ته بيان کړې
خيرن کتو يې ناستي پيغلي په لړزان کړې
د پخواني وختو کيسه ده بيان سوې
په سلطنت کي د عثمانو عيان سوې
د يو سړي څلور زامن ول
څلور دوی واړه غيرتمن ول
چي ؤ نه ؤ يو پاچا ؤ
ډېر ښه انسان او ډېر دانا ؤ
يو وخت په يو ليري ختيځ هيواد کي يو پاچا اوسېدی.
يو سړی راغلی و قاضـي(۱) ته په سلام سو
پسله سلام څخه قاضـي ته په کلام سو
ابليس چي کله انکار وکړ له سجدې
د رب له حکمه په سرکښه ارادې
ليري يو پروت کلي کي جوړه ننداره وه
خلک راټول ول زمزمې وې ډمامه وه
زوړ لېوه راغلی و پسونو ته ګويان سو
ويل زما ورونو وينا واورئ په بيان سو
له غوړو موږ يې جوړؤ داسي شربت
چي کړوپ بوډا ته ورکوي د ځوان قوت
دلته د کوچنی ټکی کام د ټولو مطالبو لينکونه موندلای سئ
و يو پاچا ته راغله څو تنه سړيان
دا کليوال ول په فرياد او په ګريان
نن مي يو واورېدی خبر د شپږ زمريانو
زما د غيور کوم هيوادوال د شپږ بچيانو
خدای چي جوړ کله زموږ نيکه بابا آدم (ع) کړ
نو ملايکو تې حاضـر او مقدم (۱) کړ
دا هغه جدي موضوع ده چي په هر هيواد او ټولنه کي وجود لري او بايد د مخنيوي له پاره يې کار وسي.
په جرمني کي و نړيوال علمي سيمينار ته مقاله
چي ؤ کشپ ؤ يو صادق او مهربان
کرار کرار هغه پر لاره ؤ روان
په ليري کلي کي هلک يو ډېر زړور ؤ
هم هډور هم په همت کي زورور ؤ
«ا» انار او «ب» بانجڼ
بزه يې خوري پر ښکلي بڼ
د ترکي پښتو قاموس آنلاين سو.
الف بې پې تې ټې ثې جيم
وايم درس کوم تعليم
واوا انجلۍ يوه کوچنۍ وه
د خپلې مور نانۍ جوجۍ وه
ميږي بزې دي که پسونه
بيغمه ګرځي ټول مالونه
تاسو زموږ په شرکت کي د اعلان سوي پوست او کاري وظيفې له پاره غوښتنليک رالېږلی ؤ.
چي ؤ يو سپی په جسد چاغ او هم قوي ؤ
دی بېروونکی او خروړی ښه سهي ؤ
د کلي پای کي د يو کور مخ ته پيره ؤ
د خپل مالک پر جائيداد ورته ديره ؤ
بابکه ستا څه نظر دی، ايا ځان ته د دين موجول واخلم؟
۹۰ زره جاپاني لغتونه لرونکی جاپاني پښتو قاموس پر www.qamosona.com آنلاين سو. پر ياده پاڼه د آنلاين سوو قاموسونو د لغتونو شمېر په لومړي ځل تر يو مليون لغتونو څخه زيات سو.
قاموسونه ټکی کام د يوناني قاموس پر کمپيوتري او موبايلو پروګرامونو هم خپور کړ
د احمدولي اڅکزی د نکلونو ليسټ دلته موندلای سئ
د قاموسونو سره تړلي زما اعلانونه دلته لوستلای سئ:
دغه قاموس به انشالله ډېر ژر د قاموسونه ټکی کام په موبايل اېپس کي هم وراضافه کړل سي.
په آستراليا کي د پښتو راډيو «د دوستۍ آواز» سره د احمدولي اڅکزي مرکه
چي ؤ يو شهزاده ؤ. دغه شهزاده غوښتل چي د يوې اصلي او زيات زړسوی لرونکي شهزادګۍ سره واده وکړي. دغه شهزاده په ټوله دنيا کي وګرځېد خو اصلي شهزادګۍ يې پيدا نه کړه.
يا زما ربه، يا د کايناتو خالقه، يا د ګناهونو بخښونکې، يا د دعاؤ قبلوونکې، يا رحمن، يا رحيم
چي وه يوه کوچنۍ انجلۍ وه. د هغې نوم ملکه ؤ او دغه انجلۍ د ملکو په څېر ښايسته وه. خو د هغې عمل (چمونه) د ملکو په شان نه ؤ (ول).
د ببرک کارمل د واکمنۍ وخت ؤ چي د کابل کور ته مو له کلي يو سپينږری مېلمه راغلی.
قدرمن او محترم مشر ښاغلي او عاليقدر جهاني صاحبه
سلام عليکم و رحمة الله وبرکاته
هغه لغتونه چي په «باتو» پای ته رسيږي: باتو ، ايجاباتو ، انتخاباتو ، موجباتو ، جذباتو ، رباتو ، ضرباتو ، محاسباتو ، مناسباتو ، مرکباتو ، نباتو ، حبوباتو ، مجذوباتو ، مشروباتو ، اکروباتو ، لولوباتو ، ترتيباتو ، عجیباتو ، ترکيباتو...
الحمدلله پښتو نن د کمپيوتري قاموسونو په ډګر کي د پرمختللو ژبو سره په يو قطار کي ودرېدله.
له يو شاهده اورېدلې مي کيسه ده
رشتيا ترخه ده د تاريخ يوه حصه ده
د چمن ښار ته چي راغلي مهاجر ول
له شمالي ولايتونو خاک په سر ول
د زمانې ظالمان يو بل ته د قانوني مسؤنيت تحفې سره ورکوي، د «حق له پاره» يې د جګړې او مبارزې په نوم د بل بچي جګړو ته لېږلي او د يتم جوړونې فابرېکي يې ګرمي ساتلي دي.
دوه موږکان ول راوتلي له خپل غاره
دوی کښل بويان له تورې شپې بيا تر سهاره
ستړي ول دواړه دغه ورونه بې حسابه
باندي راغلې چي وه ورځ وږې خرابه
ډاکټر ته راغلی يو سړی
ورسره مل ؤ يو کوچنی
کوچنی هلک ؤ په ژړا
داسي ژړا لکه سورنا
«د علمي او فرهنګي شخصيتونو د ستاينې او هڅونې» علمي سيمينار
د سوېډني پښتو انلاين قاموس په موبايل پروګرام کي هم اضافه کړل سو
په سوېډن کي د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر د ۱۷مې و علمي سيمنار ته ډالۍ
چي ؤ په یو ځنګل کي يو نانی موږک ؤ. د هغه کور د ېوې درختي لاندي په يو غار کي ؤ.
يوه انجلۍ وه پستکۍ
د پلار وه دا نانۍ زړګۍ
ورته ويل به يې ابۍ
خبره واوره ښايستکۍ
چي ؤ يو نه ؤ مسلمان ؤ
دی کاريګر د ريستوان ؤ
هندو همکار يې کاريګر ؤ
پر خپل دين ټينګ عبادتګر ؤ
په يو ځنګل کي وه جګړه د حيوانانو
د سرو بزګړو، د پسونو د غوايانو
د تور چرګانو، د سويانو، موږکانو
د سپين اسانو، غرڅنيو، آهوګانو
مچۍ ځنګل کي يوه ګرځېده خوشاله
له ګل يوه څخه بل ګل ته تله ملاله
د بزبزي ږغ يې زمری يو په عذاب کړ
زمري مچۍ ته ويل خوب دي راخراب کړ
پلاره پلاره ګرانه پلاره
چاکلېټ راوړه له بازاره
موري موري ګراني موري
رېوړۍ راکړه لږ لا نوري
نن له ځنګله مي راوړې افسانه ده
رشتيا که نه ده خو د پند يو خزانه ده
وايي يو وخت خر و زمري ته سو ګويان
ژړا کوله يې مله مله د خپل بيان
د پخواني وختو کيسه ده
درته راوړې مي خوږه ده
په ليري پروت رنګين هيواد کي
د ښايستو په کلي ښاد کي
د يو ځنګل عادل باچا ؤ
داسي زمری چي ډېر دانا ؤ
تاج يو پر سر يې طلايي ؤ
هغه نښان د باچهي ؤ
يو پنډکی کوچنی هلک ؤ
نوم يې زړګی زوی د ملک ؤ
پر مور او پلار باندي ډېر ګران ؤ
زړګی واوا ډېر، خو لږ وران ؤ
د چينايي شرکت يو مشر
دعوتنامه کړه يوه نشر
ويل مېلمه ټول تجاران دي
زموږ دايمي چی مُشتريان دي
يو ليري پروت شمسي نظام کي
مځکي ته ورته يو مقام کي
عاقل مخلوق يو لوی آباد ؤ
هغه خوشال او ژوند کي ښاد ؤ
په مُشتريانو ريستورانت يو ؤ آباد
داسي هيواد کي چي بازار يې ؤ آزاد
د نړيوال شرکت وه څانګه دا زړه
د څو کړيو د ځنځير کړۍ يوه
يو سوالګر راغلی يو ځوان ته
خير ويل غواړم تا او ځان ته
ځوان هم د زرو نوټ عطا کړ
حيران هغه يې په سخا کړ
د پخوانو وختو کيسه ده
د تېر تاريخ يوه حصه ده
په ليري پروت يوه هيواد کي
په يو ښايسته کشور آزاد کي
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (پنځمه برخه)
دا ښکلی ښار د نازولو ښار دی
د ښايستو او د سپېڅلو ښار دی
د ورين تنديو پراخ سينه ښاپيرو
دا د حسينو او ښاغلو ښار دی
دلته نه يوازي انځورونه بلکه ستاسو او نورو د ماشومانو په تړاو د هر ډول شخصي معلومات محرموالی مطرح دی.
د يو هيواد ؤ يو باچا
خدای کړ يو زوی ورته عطا
باچا غوښتل چي زوی يې وي
ډېر ښه باچا او ډېر ذکي
په يو ځنګل کي حيوانان
ول وارخطا زاړه ځوانان
له بيري ټول دوی لړزېدل
پر مال و ژوند خپل بېرېدل
يو سړی راغلی يو واده ته
کښېنست بيا دی ليده کاته ته
سړی سپينږری ؤ زهير ؤ
کړوپ ؤ پر ملا کوږ يې شاتير ؤ
جرګه راغلې وه انجلۍ ته
ويل زړه غواړي زموږ دوستۍ ته
ستاسو مو خوښه کورنۍ ده
خوښه مو ستاسو دا انجلۍ ده
يوه بزه وه تکه سپينه
ډېره درنه او ښه سنګينه
د بزې کور ؤ په ځنګل کي
کور دا لری يو څاه بغل کي
ژاړي قلم وايي قلم ته
حيران يم زه و دې ستم ته
دوه عالمان سره ملګري ول پر لاري
پر مخه ورغلله پيغله چي ډېر ژاړي
لومړي سړي کړ مخاطب دويم سړی
ويل منې چي سته مخلوق بنده پيری
له ټيټ پروازه به لانده سي ستا وزر ـ په هسک پرواز کي به يې وسوځي سور لمر
په سل رنګو باندي رنګيني ـ داسي بڼکي نازنيني
وږی کارغه يو په هوا ؤ ـ له زياتي وږي په ژړا ؤ
ګلالۍ د خپلي کوچنۍ خور نانۍ ګراني سره د خپل اکا کور ته تللې وه.
د کوچني اختر په مناسبت پښتو او پښتنو ته د قاموسونه ټکی کام تحفه
غاښ د شودو مي ښوري
ډاکټر يې هيڅ نه ګوري
دغه نانی زړګی د تورخم په جګړه کي د وژل سوي يو افغان سرتيري يتيم دی.
در پېژنم يو عجب کلی غريب
پکښي اوسيږي عجب خلک حريب۱*
وه بس پيسه ورته مهمه
مهمه نه وه چي له کومه
هغه لايق ځوان چي په ډېر کم عمر يې خپل سپېره کور او کلي ته له لندن او امريکې د حقوق پوهنې سندونه او ډګرۍ راوړې...
په دنیا کي هغه کومه مفکوره ده چي په ورور وژنه ارزي؟
د ډاکټر حاجي سردار جان محمد خان خلجي سره مرکه دلته اورېدلای سئ
پلار به يې هميشه کوښښ کاوه چي د زهرا هر خواهش ور پوره کړي، ولي چي زهرا يوه ډېره ښه او مهربانه کوچنۍ انجلۍ وه.
د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د پښتو ژبي د نړۍ والې ورځي په وياړ یو هسپانوي پښتو قاموس آنلاين کړی دی.
په تاریک جهان کي يو وخت
د رڼا سوداګر راغلی
دا تياره کړئ ويل ختمه
پر هر لور خوره رڼا کړئ
چي وه یوه نانۍ پيشوګۍ وه. د هغې مور ورباندي د پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ نوم ايښی ؤ.
يو سېلانی کله يو کلي ته ور پېښ سو
د دغه کلي په بازار کي دی ډېر هېښ سو
د سترګو تور ؤ يو کيشپ د پلار او مور
د اوبو ډنډ ته ؤ نژدې د هغه کور
د مور او پلار به يې کول هغه کارونه
ورته وهل به يې اوږده اوږده مزلونه
په ليري کلي کي بوټبه يو اوسېدی
په خپل هوښيار زوی باندي ډېر دی نازېدی
کوچنۍ چونګښې يوه ورځ وکړ تکل
ونه يوه يې کړه په نخښه د ځنګل
ناني هلک ويل و پلار ته
راڅخه مه ځه نن و کار ته
حسه پنځه دي د انسان
احساسوي په ځان جهان
حاجي ګل ماد اکا ستومانه
له اوږد سفره ؤ پېښمانه
ليري له ښاره ؤ يو کلی ډېر خوشبخته
ورځ يې لېدلې نه وه هيڅکله هم سخته
يو دوه
سره ده مڼه
دوه سادګان سره ملګري ول بازار کي
ول بيکاران نفس يې تنګ سو ژر په ښار کي
لس موږکان سره ملګري ول سفر کي
يخو شلومبو کړ يو زوکام په اول سر کي
د قاموسونه ټکی کام اندرويد اېپ تر ۱۰ زره ځله زيات انسټال سوی دی.
Pashto – widely spoken in Afghanistan, Pakistan and Iran – will soon be included on popular online translation service
قاموسونه ټکی کام پروژې لومړی لاتيني پښتو قاموس آنلاين کړ.
په زرو کلونه وړاندي
قهرجن آسمان نه لاندي
په سپېره يو ريګستان کښي
له غمه ډک په يو جهان کښي
راته بازار کي يو نری سړی نژدې سو
بیا د خپل دين او عقيدې په قصيدې سو
ما ورته وويل چي زه يو مسلمان يم
له دينه نه اوړم پر کلک يمه افغان يم
بیا د سزا فيصله وسوه محکمه کي
يا شل دُرې يا به شل پياز خوري عجله کي
د شاګردانو امتحان ؤ په سالون کي
څوک ؤ له يخه څوک له بيري په لړزون کي
د ښکار پر وخت په يو ځنګل کي يو پاچا
سو د وزير او د غلام څخه جُدا
د پښتو ټولنې د لومړۍ څخه تر څلورمې فيصلې سندونه دلته کتلای او ډاونلوډ کولای سئ
په دغه پاڼه کي د اکاډمۍ د درې مياشتنۍ مجلې مطالب هم خپريږي.
و لمر ته پروت ؤ يو زمری ښه ډوب بيده ؤ
په خوب کي هم هغه پاچا د دې ځنګله ؤ
څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه
د kochnai.com په نوم د ماشومانو له پاره پروژه پېل سوه.
کاشکي مي مشره خور لرلای
زه به يې ډېره نازولای
چګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر وړانګې سوې چار چاپېره
ترپ و تروپ دی کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی شړپ و شړوپ دی
اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي
په دغه قاموس کي ۱۶۰۰۰ چينايي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي
د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com پروژې د اېپل کمپنۍ د iOS سيسټم له پاره خپل مفت اېپ خپور کړ.
که تاسو د قاموسونه ټکی کام په تړاو پوښتنه لرئ، دغه ولولئ
قاموسونه ټکی کام د وېبپاڼي www.qamosona.com څخه د کار اخيستني طريقه دلته زده کړئ:
په دغه قاموس کي ۲۱۰۰۰ اېټالوي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي
د خدای بخښلي ډاکټر صاحب سيد احمدشاه په دغه قاموس کي تقريبا ۲۷۰۰۰ پښتو لغتونه په انګريزي ژباړل سوي دي.
په دغه قاموس کي تر 46000 څخه زيات انګريزي لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي.
د دغه اېپ په مرسته به د موبايل له لاري د قاموسونه ټکی کام کارول ډېر آسانه سي.
قاموسونه ټکی کام پروژې د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو قاموس آنلاين کړ.
“Si vis pacem para bellum”
(dt. = Wenn du Frieden willst, bereite Krieg vor.)
بوتلل چي نازيانو کمونست کسان پاته سوم زه چوپ چي کمونست نه وم
Als die Nazis die Kommunisten holten, habe ich geschwiegen, ich war ja kein Kommunist.
د قانون مخ ته يو دروازه وان ولاړ دی. د کلي څخه يو سړی دغه دروازه وان ته راځي او قانون ته د داخيلېدو هيله ورڅخه کوي. خو دروازه وان ورته وايي چي و قانون ته د دخولي اجازه نه سي ورکولای.
د سوريې ډوب سوي درې کلن مهاجر اېلان ته سرخلاصی ليک
د قاموسونه ټکی کام د اسلانوف پښتو روسي قاموس په شمول درې روسي قاموسونه آنلاين کړل.
د قاموسونه ټکی کام چي د آنلاين استعمال له پاره د وړيا پښتو قاموسونو (ډکشنريانو/ سيندونو) پروژه ده د پښتو ژبي مينه والو ته يو نوی زيری ورکوي.
په افغانستان کي د برېښنايي تذکرو پر څرنگوالي باندي تاوده بحثونه روان دي. خو يوه موضوع چي تر اوسه مطرح سوې نه ده، هغه د دغو تذکرو د معلوماتو د محرموالي او امنيت ده. آيا د افغان حکومت و دې اړخ ته پام دئ؟ تاسي ئې په اړه څه نظر لرئ؟ د برېښنايي تذکرو د ثبت او وېش د ادارې د رئيس زمری باهر سره د آلمان ږغ ډويچه وېله مرکه دلته اورېدلای سئ.
دا چي دغه ډېره جدي موضوع ده، نو هيله ده چي محترم کتونکي به يې زيات share کړي.
د ښاغلي ډاکټر محمد اکبر وردګ په دغه قاموس کي تقريبا ۴۲۰۰۰ پښتو لغتونه په فرانسوي ترجمه سوي دي.
په دې وروستیو کې د روسيې په پلازمېنه مسکو او په ټولیزه توګه په ټوله روسیه کې د افغانستان ملي ژبې پښتو ته په پوهنیزو مؤسسو کې ډېره پاملرنه کېږي. د همدې لړۍ په کړۍ کې له ۳۰ کلن ځنډ څخه وروسته په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ شوي دي:
افغان عسکر، پوليس او وسله وال ته پرانيستی ليک
د خپلو محرمو معلوماتو د خوندي کولو او خوندي ساتلو له پاره لاري ډيري زياتي دي. بعضي يې مشکله بعضي يې آسانه، بعضي يې تر زياتي اندازې بريالۍ او بعضي يې بې ګټي دي.
آ وروره کاشکي مي د ځانه نه وای ليري کړی. دا دومره بسلمانان يې ازار کړل.
د انسانانو تر منځ د ميني او محبت، احترام او درنښت او دې ته ورته احساساتو د رامنځ ته کولو له پاره الله تعالی بېل څيزونه لامل ګرځوي. ځيني انسانان د خپل ښايست، ځیني د خپلي هوښيارۍ، څوک د خپل علم، بعضي د خپل تدبير او ځيني بيا د خپلي سپېڅلتيا او ښو اخلاقو له کبله د دې باعث ګرځي چي په نورو انسانانو کي د ميني او احترام احساسات راوپاريږي.
هارون وويل: زموږ د کور عکسونه په انټرنټ کي راغلي دي او اوس حيران يو چي څه وکړو. د کوم وخت راهيسي چي خبر سوي يو، پر کور مو د پرېشانۍ لمن غوړېدلې ده.
د ښاپيريانو دا دستور ؤ چي ناوي او زوم ته به يې د پاچهۍ پر لوی طلايي تخت خيمه وهله. هره شپه به پر طلايي تخت د نوي جوړې د واده شپه وه.
مياؤ مياؤ ويل: « راځه چي د انسانانو کورونو ته ورسو، کېدلای سي هلته د خوړلو لپاره يو شی پيدا کړو.»
يوه ورځ دغه نانۍ انجلۍ ناجوړه سوه. د هغې زړه نه غوښتی چي لوبي (بازۍ) وکړي.
زه هم د راټولو سوو هلکانو تر پښو ورتېر سوم او ومي ليدل چي د موټروان عبدلرازق استاذ د زوی خانو او د زقوم د زوی ننګو سره حملې دي.
د شپږم ټولګي شاګرد نعمت الله خان ته خپلو ټولګي والو د پُښپُښک خطاب کاوه.
کله چي پاته وريان راکښېنستل نو يې وليدل چي دروازه ماته ده او د بعضو ورونو خولې يې د مُردار خورو درندګانو بوی ورکوي.
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (څلورمه برخه)
ښه، نو بيا خو لکه چي ته هم د خپل کانديد د کامپاين لپاره راغلی يې
د اصيل خيلو کانفرانس ؤ په يو ښار کي
ونډه وال ول ځوان او پير پدغه کار کي
« زه به هيڅ چا ته دا مشوره ور نه کړم چي پوځ ته ولاړي سي. زما دا ډول برخليک پر هيڅ چا نه دی پېرزو.»
ځان وژني، اولاد وژني خپل ورور وژني په زور
زور د خپل نفس نه لري، سو حرص لره کمزور
نن په ټوله نړۍ کي مسلمانان په ناخوالو کي ګير دي. پر هغوی باندي د ظلم مېچني چليږي، د هغوی مقدساتو ته سپکاوی کيږي، مځکي او هيوادونه يې غصبيږي، شتمنۍ او معدنيات يې لوټل کيږي.
( دغه نکل صرف د بالغانو لپاره دی!) يو وخت داسي راغلی چي دغه سړی ډېر زوړ سو او نور نه ورته عفت پلورونکي پاته سول او نه هم د عفت پېرېدونکي.
د عينکو تر کونج يې اول ماته وکتل او بيا يې مخ را واړوی او ويې ويل: « ځوانه خبر يې چي په پښتو کي تر ټولو لوی عدد کوم دی؟»
ښاغلي حامد کرزي د ولسمشر کېدو څخه تر مخه لا د افغانستان سره تړلي يو شمېر مهم ډومېنونه په خپل اصلي نوم او امريکايي ادرس رانيولي ول.
«طالبانو د دغې خبري پر سر زه دومره ټينگ ووهلم، چي په مياشتو مياشتو مي بدن تک شين ؤ.»
ښکنځل په ارګ کي! ولسمشر بايد څنګه وي (څلورمه برخه)
د ولسوال لور په رشتيا هم دومره ښايسته وه چي چا يې مخ ته نه سوای کتلای. (ولسمشر بايد څنګه وي (دريمه برخه))
والي صاحب عالي قدر د المان په هامبورګ ښار کي په يوه شپه تر يو لک يورو څخه زياتي پيسې په قمار کي بايلولې.
دا د هغه وخت نکل دی چي تريالی لا نه ؤ شهيد سوی. په کندهار کي اوضاع ډېره خرابه وه.
د احمدولي اڅکزي د ټولو نظمونو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه لينک کليک وکړئ: [ http://bit.ly/2h9CRwc ]
د ماشومانو له پاره منظوم نکلونه:
23 : فيل او ړانده [ http://bit.ly/2us1ydi ]
22 : شرمښ او درې پسونه [ http://bit.ly/2tdmD7f ]
21 : نيمګړی قضاوت [ http://bit.ly/2r3O0iY ]
20 : تاج او تخم [ http://bit.ly/2puPQbA ]
19 : لړم او کشپ [ http://bit.ly/2qecVju ]
18 : بېرندونکې انجلۍ [ http://bit.ly/2p43THR ]
17 : ناروغ لېوه [ http://bit.ly/2p3R5l0 ]
16 : لېوه او سپی [ http://bit.ly/2q7n7hb ]
15 : د کټ خېزونه [ http://bit.ly/2q7fuHE ]
14 : پر نس مي درد دی الوۍ [ http://bit.ly/2oLJJ33 ]
13 : خواږه شيان [ http://bit.ly/2qeGpOg ]
12 : موږک پهلوان [ http://bit.ly/2p41tcc ]
11 : اوه بزګړي او شرمُښ [ http://bit.ly/2oM4Bai ]
10 : پردۍ بڼکي [ http://bit.ly/2p4dCy4 ]
9 : کارغه او ګيدړه [ http://bit.ly/2pis6sE ]
8 : سوی او کيشپ [ http://bit.ly/2q7D3Qz ]
7 : دېب په بوتل کي [ http://bit.ly/2qeDF3s ]
6 : کڼه چونګښه [ http://bit.ly/2q5EhZV ]
5 : يوازي نانی [ http://bit.ly/2plpxrI ]
4 : لس موږکان [ http://bit.ly/2owuNcO ]
3 : پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی [ http://bit.ly/2owsC9h ]
2 : زمری او نانی موږک [ http://bit.ly/2plFoXk ]
1 : د ملالۍ نانۍ خور [ http://bit.ly/2owFM6h ]
د ماشومانو له پاره نور نظمونه:
۱۱ ـ يو دوه [ http://bit.ly/2p9xgtN ]
۱۰ ـ پنځه حسه [http://bit.ly/24cVi21 ]
۹ ـ غاښ مي ښوري [ http://bit.ly/2ohBR8X ]
۸ ـ د اسلام پنځه بناوي [ http://bit.ly/2pth1EX ]
۷ ـ د لمونځ فرضونه [ http://bit.ly/2oDbN9e ]
۶ ـ الف بې سندره [ http://bit.ly/2oDbgEm ]
۵ ـ الف تر يې نظم [ http://bit.ly/2p9yCod ]
۴ ـ اې سپيني واوري [ http://bit.ly/2ohMB7i ]
۳ـ ترپ و تروپ دی [ http://bit.ly/2oOOYlo ]
۲ ـ سهار سو [ http://bit.ly/2pt5ENe ]
۱ ـ څلور دي کال کي موسمونه [ http://bit.ly/2ppryU4 ]
بسم الله الرحمن الرحيم، د افغانانو شخصي او محرم معلومات پداسي حال کي ثبتيږي چي ورته روښانه پاليسي نسته.
د « او سربازه ياره خيژه پر مورچل باندي...» سندره په افغانستان کي د خلق او پرچم په وخت کي خورا مشهوره وه. داسي داستانونه سته چي کله چي به د نظامي قواوو قومندانانو غوښتل چي عسکر دې ته وهڅوي چي په پټو سترګو پر مقابل اړخ ورسي، نو به يې په ټيپونو کي په جګ ږغ دغه سندره په واوروله چي د عسکرو وينه پر جوش راولي. د دغې سندري په هکله ويل کيږي چي د ګڼ شمېر افغانانو د وژل کېدو او په زیاتو مواردو کي د جګړو د لا تودېدو باعث ګرځېدلې ده. د يادي سندري يوه ويډيو هم سته چي د سندرغاړې بخت زميني شا ته يوه تابلو پکښي ښودل کيږي. پر دغه تابلو يو وسله په لاس افغان عسکر چي خورا ډبل بريتونه هم لري انځور سوی دی. دا دهغه وخت خبره ده چي ډبل بريتونه د خلقيانو خاصه نخښه بلل کېده.
د فتح خان داستان
د فتح خان داستان په افغانستان کي زيات مينه وال لري. دا د هغه يوه په خټه بړېڅ افغان نکل دی چي د يوې غلط فهمۍ له کبله د خپل پلار پاچهي نه يوازي دا چي پخپله پرېږدي بلکه د ځان سره 59 نور تکړه بړېڅ ځوانان هم بوزي او جلا وطنه يې کړي. پدغه داستان کي ټول بړيڅ ځوانان او پخپله فتح خان پر پردۍ خاوره ووژل سي. د هغه وروسته شمس الدين پاچا د امان کوټ يا مغل کوټ په نوم سيمه د فتح خان کونډي رابيا او د فتح خان د ملګرو کونډو او يتيمانو ته ور وبخښي. هغه پدې وجه چي د وژل سوي فتح خان بړېڅ شانداره بريتونه يې د فتح خان د مړي څخه د کتنې پر وخت زښت خوښ سي.
فتح خان او برېتور سربازان
ښايي قدرمن لوستونکو ته دا پوښتنه ورپيدا سوې وي چي د « او سربازه ياره...» د سندرې او د فتح خان د داستان تر منځ څه تړاو سته. د يادي سوي سندرې او نکل تر منځ پدې دليل زیات تړاو سته ولي چي دواړه د دې سبب ګرځېدلي چي برېتور د عقل پر ځای د برېتو څخه کار واخلي او خپل وطن او ناموس ته ګواښ پېښ کړي، دا که يې نيت ښايي بل څه هم اوسېدلی وي.
د حقيقته ليري نکل
که د فتح خان نکل نکل نه وای او رشتيا وای نو بيا به شمس الدين نه يوازي دا چي د 60 برېتورو کونډي خپلي مېنځي کړي او ماشومان به يې غلامان کړي وای بلکه د فتح خان د سپينږري پلار اسلم خان پاچهي به يې هم نيولې او اسلم خان او پاته کورنۍ به يې هم غلامان کړي وای. د داسي يو چا صفت کول او يا حتی تقليد يې کول چي نه يوازي يې خپل سپينږری پلار د يوې غلطفهمۍ په نتيجه کي پرېښودی، بلکه د قوم د تکړه ترينو کسانو په بېځايه وژل کېدلو کي پړن ؤ، د منطق څخه ليري کار دی. د داسي چا تقليد بايد ونسي چي د خپل هيواد د دفاع او سمسورتيا پر ځای په پرديو جګړو کي ځان او نور قربانيان کوي.
د تقليد وړ ندی
په همدې ډول د «او سربازه ياره...» د سندرې سرباز د تقليد وړ ندی. ايا د دغو سربازانو مړي د خپلو ملګرو لخوا په کندهار او نورو سيمو کي نه پټول کېدل چي بيا به يې د کورنيو څخه د مرګ او ژوند حال ورک ؤ؟ ايا د دغو سربازانو کونډي به د خپل وژل سوي «شهيد سوي؟» مړونو د تقاعد د تر لاسه کولو لپاره په دفترونو ستړې هلاکې نه ګرځېدلې؟ ايا پخپله نورو برېتورو د دغو کونډو سره غېرانساني او «غېربرېتور» چلن نه کوئ؟ دا چي په جګړه ځپلي هيواد کي يې اوس کوڅې په يتيمانو او کونډو ډکي دي، دا د کومه سوې؟ ايا دا د هغو وژل سوو برېتورو او ږيرورو پاتي کورنۍ ندي؟ هغه کورنۍ چي نه يې «ږيرور» او نه يې «برېتور» پر سر لاس ږدي. که په رشتيا سره هر ننی برېتور د ځان څخه وپوښتي چي د خپل ژوند د لاسه ورکولو وروسته به يې څوک د يتيمانو پر سر لاس او د کونډي پر سر څادر غوړوي، نو ښايي ژر دې نتيجې ته راورسيږي چي هيڅوک.
د جنګ خبري خوږې خو ساعت يې تريخ دی. د افغانو مېندو برېتور زامن بايد ولي د اوسنيو شاه شجاعګانو پر پاچهۍ ځان قربان کړي؟ ايا د افغانستان په ټوله اوسنۍ اداره کي داسي يو واکمن سته چي پدې وارزي چي څوک دي د هغه د پر چوکۍ پاتي کيدلو لپاره خپل سر وبايلي؟ هغه پداسي حال کي چي بيا يې کونډي او ماشومان د پوښتنې ګروېږني څوک هم ونه لري؟ ايا د داسي يو چا لپاره ځان قربانول پکار دي چي پر پرديو ټانکونو افغانستان ته راغلی وي، لويه جرګه يې په لويه فتنه بدله کړې وي، په جدي جرمونو تورن کسان يې خپل ملګري کړي او پر افغانانو واکمن کړي وي، د سولي د سپېڅلي لغت څخه يې ملنډي او د افغانانو د وينو څخه يې تجارت او سياست جوړ کړی وي. ... ايا دا يو افغان برېتور ته ښايي چي د بهرنيانو ترڅنګ ودرېږي، پداسي حال کي چي دغه بهرنيان يې د کلي په کورونو کي د شپې او ورځي تلاښئ کوي؟ ايا دا بده او د پيغور خبره نده چي د يو چا د خپل کور او کلي په تورسرو کي تلاښي کيږي او دی هم توپک په لاس د تلاښي کوونکو بهرنيانو ملګری وي.
ورک سوی دوست او دښمن
د افغانستان موضوع دومره پېچلې او مغلقه سوې ده چي اوس د ډيرو په آند حتی د پاليسۍ جوړونکو سر هم نه په خلاصيږي. داسي معلوميږي لکه د افغانانو څخه چي دوست او دُښمن ورک سوی وي. د دغه کړېدلي ملت ستونزه نور په وينو تويولو نه حليږي. بلکه برعکس هر څومره چي نوري ويني توييږي هومره موضوع لا پېچلې کيږي او د ويني لپاره د دغې لانجمنې موضوع تنده لا زیاتيږي. د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نده. هغه برېتور او ږيرور چي اسلام او وطن پر ګران دی او د اصلي برېتور په توګه چلن کول غواړي، هغه بايد نور د دجال د ډلې څخه ځان بېل او د دجال لخوا په لاس ورکول سوی توپک مات کړي.
افغان برېتور او ږيرور بايد نور د فتح خان د تقليد څخه ځان وژغوري او په پرديو جګړو کي خپل سرونه خاوري نه کړي. دوی بايد په خپل کور کي د خپل مور او پلار د خدمت او د خپلو ماشومانو د سرپرستۍ لپاره پاته سي. افغانان بايد نور د تور او سپين په پردۍ جګړه کي خپل ځان او خپل وطن ونه سوځوي. افغانان بايد نور کرزيان، سيافان، فهيمان، دوستميان، نوريان، سپانتاګان او نور بلا او بدتر دې ته پرېږدي چي خپل باداران پخپله او يا په خپلو زامنو وساتي. دا به د افغانانو په حالت کي هيڅ مثبت بدلون نه راولي چي د واکمنو بچي به د سرو زرو په قاچوغه ډوډۍ خوري، کورنۍ او ملګري به يې مځکي لاندي کوي او په ملياردونو ډالره به کشوي، او د عام افغان بچی به يتيميږي او خور به يې کونډه کيږي.
بريتونه هو، مورچل يأ
افغان ځوانان بايد نور نه د «او سربازه ياره...» په سندره خپل ځان تېرباسي او نه هم د فتح خان په نکل. هغه څوک چي جنګونو ته قصيدې ليکي هغه دي د قصيدو ليکلو پر ځای پخپله توپک تر غاړه کړي. دا نوره د افغانانو جګړه نده. دا چي د هر چا جګړه هم ده، هغه دي يې په خپلو مېنځونو کي سره معلومه او فيصله کړي، خو افغانان بايد نور پدغه پردۍ جګړه کي يو ټک هم ونه کړي. د افغانانو نوی شعار بايد نور دا وي چي « موږ هم دنيا غواړو او هم آخرت!» د افغانانو نوی شعار بايد داوي چي:
«بريتونه ساتو، ږيري ساتو خو د پرديو لپاره پر مورچلونو نه خيژو!»
احمدولي اڅکزی
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دريېمه برخه)
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دويمه برخه)
خبره خوله دې ځایه پیل شوه چې دسپتمبرمیاشتې په اته ویشتمه نیټه ۲۰۱۲زکال زماددواړوزامنو هریو نظیرمحمدسلطانزی اووحیدسلطانزی غبرګ وادونه په خوشحالۍ،پتمنی سره دفرهنګپال حاجي صاحب فضل الرحمن اوشیرعلي خان په سپینه ماڼی کې Event Palast تیرشول اوبیرته خپل کورته راغلو. ددوستانو،خپلوانواوملګروله خوادواده په مناسبت راکړل شوې تحفي دومره ډیرې وې چې دکوټې یوکونج خوورباندې ډګ شو. ټولوته کورودانۍ وایم اومننه کوم . بل سبامودتحفوپه خلاصولو پیل وکړ . په دې ترځ کې مې یوه ناڅاپه په یوه پنډکتاب سترګې ولګیدې . کتاب مې سمدلاسه راواخیست . دکورنۍ غړوراباندې غږکړ:
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (لومړۍ برخه)
خپلو ټولو هيوادوالو ته د کوچني اخترمبارکي وايم. الله دي زموږ تاسو ټولې هغې دعاوي چي د روژې په مبارکه مياشته او په همدې ډول د اختر په لمونځ کي کړي دي، قبولي کړي. الله دي ډېر ژر پر موږ د سولي، وروگلوۍ او اتحاد اختر هم راولي. آمين
بسم الله الرحمن الرحيم
د اخلاقو او مسلمانۍ يوه مهمه تقاضا دا ده، چي څوک بايد د بل چا په وړاندي ناوړه ژبه ونه کاروي. هغه انسانان د درناوي او احترام وړ دي چي عمل او خبري يې پر اخلاقو برابري وي. په قرآن پاک کي يو شمېر آيتونه سته چي انسانان د ناوړه ژبي د استعمال څخه راګرځوي. په همدې ډول يو شمېر احاديث سته چي د ناوړه ژبي د استعمال څخه يې ممانعت او خبرداری ور کړی دی.
ويل کيږي چي يو باچا چي بن بن بازار نومېدی د ښو جامو ډېر شوقي ؤ. د جامو مصارف يې دومره زيات ول چي همېشه به مجبوره ؤ چي پر نورو هيوادونو يرغلونه وکړي او شتمنۍ يې لوټ کړي. باچا به د جګړو له لاري لاس ته راغلي غنيمتونه ټوله په خپلو جامو مصرفول خو بيا به يې هم زړه نه قرارېدی. هغه لدې کبله چي باچا د يوه ليري پراته هيواد د بيرغ په هکله اورېدلي ول چي د نړۍ د تر ټولو ښايسته ټکر څخه جوړ سوی دی. د باچا لوی ارمان دا ؤ چي دغه ليري پروت هيواد ونيسي او د هغه د بيرغ څخه ځان ته جامې جوړي کړي.
خو باچا ته د هغه پلار او د هغه پلار ته د هغه نيکه او د هغه نيکه ته د هغه ور نيکه او د هغه ورنيکه ته د هغه تر نيکه وصيت کړی ؤ چي هيڅکله پر هغه ښايسته بيرغ لرونکي هيواد يرغل ونه کړي. باچا ته ويل سوي ول چي د ښايسته بيرغ لرونکي هيواد پر پولو داسي سرلوړي او مغروره ښاپېران پيره کوي چي هيڅکله هم چا ندي مات کړي.
د نکل کار دی چي يوه ورځ يو څو بدشکله دېبان و باچا ته راغلل او ورته وې ويل: « موږ د ښايسته بيرغ لرونکي هيواد څخه راغلي څو معززه کسان يو چي د خپلو کورونو څخه شړل سوي يو. که ته راسره مرسته وکړې نو موږ به دغه هيواد ونيسو او بيرغ به يې تا ته درکړو. په بدل کي به ته موږ دېبان او زموږ راتلونکي نسلونه د دغه هيواد مشران کوې.»
باچا د دېبانو څخه پوښتنه وکړه: « تاسو څنګه کولای سئ چي زما سره مرسته وکړی. تاسو خو په خپله ذليل سوي او شړل سوي کسان ياست؟» د دېبانو مشر چي نوم يې کش کاذبک دېب ؤ و باچا ته وويل: « اعلحضرته! موږ بعضي داسي قوتونه لرو چي د هغه په مرسته موږ په آساني سره ښايسته بيرغ لرونکی هيواد نيولای سو. خو د هغه لپاره موږ ستا مرستي ته اړتيا لرو.» باچا پوښتنه وکړه، څه ډول قوتونه لرئ؟ کش کاذبک دېب ورته وويل: « زه يوه جادويي خولۍ لرم. که يې چپه کښېږدم ښاپېری خوره کېږم او ښاپېري خورم او که يې سيده کښېږدم نو پخپله په شکل ښاپېری کېږم او د هر چا راباندي مينه راځي او خپل آل او اولاد راسپاري. زه يوه جادويي چپنه هم لرم چي جادويي جيبونه لري. دغه جيبونه هيڅکله هم نه ډکيږي. د خولۍ او چپنې تر څنګ دوې جادويي سورناوي هم لرم. که يوه سورنا وږغوم نو خلک ژړولای سم او که بله سورنا و ږغوم نو خلک خندولای سم.»
بن بن بازار باچا د کش کاذبک څخه وپوښتل: « ستا سره راغلي دغه نور دېبان څه ډول جادويي قوتونه لري.» کش کاذب یوه لويه قهقه وکړه او وې ويل: « د دوی ټولو اصلي قوت پدې کي دی چي هر يو يې ماته جلا جلا او بيا ټوله په ګډه راته غله دي. که دوی وغواړي نو ما ځای پر ځای وژلای او يا هم ژوندی خوړلای سي. خو زه د دوی پکار يم ولي چي زما د دؤ مخونو، زما د جېبونو او زما د سورناؤ څخه ورته ګټه رسيږي. بله خبره دا چي که ما څوک مړ هم کړي نو بيا زما خولۍ، چپنه او سورناوي بل چا ته ګټه نسي رسولای. که نه نو زما تر څنګ ولاړ دغه معززه دېب به زه يو وخت لا خوړلی وای. د ده نوم سږمه دين دېب دی او په څو څو واري يې د دېبانو د بدشکلۍ په مسابقو کي لومړی مقام ګټلی دی. خو د ده اصلي جادو د ده په بدشکلي کي نه بلکه د ده په ښاپېری خورتوب کي دی. د ده سږمې ښاپېری خورې دي. په هره سږمه يې په زرګونو ښاپېران کش کړي او وژلي دي. د ده تر څنګ دغه نور معززه دېبان چي راسره دي بعضو يې په نفاق اچولو کي لوړي زدکړي کړي دي او بعضو يې د ښاپېرانو د وينو څخه د سرو زرو د جوړولو فورمولې جوړي کړي دي.
باچا چي کله د کش کاذبک څخه د ورغلو دېبانو د مهارتونو په هکله واورېدل نو يې د ښايسته بيرغ د ژر تر ژره تر لاسه کولو لپاره په سينه کي زړه په ټوپونو سو. باچا امر وکړی چي د هيواد ټول لښکر دي د ښاپيرانو پر وطن د بريد لپاره چمتو والی ونيسي.
د نکل کار دی چي د بن بن بازار لښکري د ښاپيرانو په خاوره ورننوتلې او هلته يې د کش کاذبک د دېبانو په مرسته ډېر ځايونه ونيول. هر ځای چي به ونيول سو هلته به د کش کاذبک دېبانو د ښاپيرانو د وينو څخه د سروزرو د جوړولو فابريکې جوړي کړې. بن بن بازار چي هر څه عسکر او هر څه پيسې د ښاپېرانو و هيواد ته لېږدولې هغه د کش کاذبک په چپنه کي ډوبېدلې او ورکېدلې. د ښاپیرانو د قتلولو د فابريکو له لاري توليدېدونکي سره زر هم د کش کاذبک او د هغه د دېبانو په جيبونو کي ورکېدل.
بن بن بازار چي ډېر زوړ سوی ؤ او د لسيزو راهيسي يې خپل د هيواد ټولې شتمنۍ د ښاپيرانو د هيواد پر جګړه مصرف کړي وې د ښايسته بيرغ په ارمان مړ سو. د بن بن بازار په هيواد کي د ښاپېرانو سره د جګړې له کبله دومره نيستي راغلې وه چي بن بن بازار بېله کفنه ښخ کړل سو. د بن بن بازار زوی چي ورته د بن بن بازار دويم خطاب کېدی د هيواد باچا سو. دغه نوي باچا کش کاذبک ور وغوښتی او ځندي ويې پوښتل: «زما د پلار ارمان به څه وخت پوره کيږي؟» کش کاذبک چي پخپله زوړ سوی ؤ خپله خولۍ يې رسته کړه او وې ويل: «اعلحضرته، درته زېری درکوم چي موږ به ډېر ژر د ښکلي بيرغ لرونکي هيواد بيرغ تاته در حواله کړو. د دغه زيري په خوښي به زما زوی اوس تاسو ته سورنا وږغوي.»
د نکل پېل!
__________
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګراني او خوږې ، ښايستې رنګينې، د کاکا واوا بچيه
سرليک: امريکايي عسکر د طالبانو د مړو په سپکاوي تورن سوي دي
منبع: ډېر شپيګل (http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,808632,00.html)
نېټه: د جنورۍ ۱۲مه ۲۰۱۲ م
ژباړونکی: احمدولي اڅکزی
د برېښناليک ليکلو پر وخت بايد زياتره هغه اصول او قواعد مراعت سي چي څوک يې په زاړه ليک يا کاغذي خط وکتابت کي هم مراعت کوي. خو د دې تر څنګ د ايمېل ليکلو پر وخت بايد بعضي تخنيکي اړخونو ته هم پام وسي.
ايا تاسو هم د برېښناليک ليږلو پر وخت د To او cc (carbon copy) او BCC (Blind Courtesy Copy) توپير نه مراعت کوئ؟
ايا تاسو هم هره ورځ د لسګونو او سلګونو په شمېر نه دعوت کړي برېښناليکونه تر لاسه کوئ؟
د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه چي د تيرو يوؤلسو کالو راهيسي په وړيا توگه پر انټرنټ د پښتو قاموسونو خدمتونه وړاندي کوي، غواړي د بيجينگ د پوهنتون سره يوه نوې پروژه پېل کړي.
I take responsibility for all articles published under my name only on: www.ahmadwali.achakzai.com
سلام عليکم
شهيد احمد امېد خپلواک ته
افغانان د يو شمېر نورو صفتونو تر څنګ د خپلې پردې، ستر او ناموس ساتنې لپاره مشهوره دي. خو له بده مرغه چي په تيرو څو کلنو کي د ناديده توب يا هم د بېځايه عصريتوب له کبله افغانان د خپلو دغو دوؤ صفتونو سره د خدای په اماني په حالت کي دي. نوې ټېکنالوجي او د هغه سره د ناديده توب له مخي چلن دغه پروسه لا زياته چټکه کړې ده.
د قاموسونه ټکی کام په استازيتوب ټولو افغان ژورنالست ورونو او د انگليسي ژبي لېوالانو ته زېری ورکوم چي موږ د ځوان ليکوال او تکړه ژورنالست ښاغلي عصمت څاروان انگليسي پښتو ژورنالستي قاموس پر ليکه يا آنلاين کړی. دغه قاموس چي د کتاب په بڼه د خپرونې وياړ يې د دانش خپرندويه ټولنې په برخه دی د ښاغلي عصمت څاروان لخوا ورباندي په کلنو کلنو کار سوی دی.
ايا سوله به ښه وي او که دا چي
«« دوی ويل ډيموکراسي به راولو
خو واک د قاچاکبرانو، جاسوسانو او توپکسالارانو مافيا ته وسپارل سو
د سپين وړيو پسونو يوه ډله د ځنګل په مېنځ کي په يوه ډبرينه سيمه کي اوسېدله. د ځنګل د نورو ځايونو په پرتله د پسونو علاقه په شنګيا، مېوو او اوبو ښېرازه نه وه خو دوی ځان ورسره عيار کړی ؤ.
شعردشاعر هغه هڅه ده چي دخپل تخيل او احساس د هسک آسمانانو يو داسي انځور وکاږي، چي د لوستونکي لپاره يو ډول بوراق وګرځي.