په دغه لنډه ليکنه کې غواړم ستاسو سره دا معلومات شريک کړم چې د ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن تر منځ څه فرق دی او دا چې د فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن توپير په څه کې دی.

 د لاندنيو  نظامونو څه فرق دی؟
فونېټيک او فونېمیک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن

په دغه لنډه ليکنه کې غواړم ستاسو سره دا معلومات شريک کړم چې د ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن تر منځ څه فرق دی او دا چې د فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن توپير په څه کې دی. د دې تر څنګ به درسره معلومات شريک کړم چې د نړيوالې فونېټيکي الفبا او د پښتو ژبې د ږغونو د وړاندې کولو لپاره د ختيځپوهانو لخوا کارول شوي توري څه فرق لري. د ليکنې په پای کې به درته هغه جدولونه هم وړاندې کړم چې په مرسته يې د پښتو ږغونه ټرانسکرپټ کېږي.


ټرانسکرپشن (Transcription):
ټرانسکرپشن هغه پروسه ده چې د یوې ژبې ږغونه/غږونه په بله ژبه کې د ورته غږیزو علاماتو په کارولو سره ښودل کېږي. په دې توګه د يوې ژبې د لغتونو او کلمو ليکل د دغو لغتونو تلفظ څرګندوي، او د غږیزو واحدونو په ثبت تمرکز کوي. له بل اړخه د يوې ژبې ږغيزه وينا د همدغې ژبې په متن اړولو هم ټرانسکرپشن ويل کيږي.
ټرانسکرپشن يا په تلفظي تورو د لغتونو ليکل د يوې ژبې د ږغونو/غږونو د څرنګوالي او د اړونده لغتونو د معنا په درک کولو کې لويه مرسته کوي. د مثال په توګه که موږ وغواړو چې په يوه ليکنه کې روښانه کړو چې د پښتو لغت «پښتانه» په کومه لهجه کې څه ډول تلفظ کيږي، نو موږ دغه فرق د پښتو تورو يا ګرافېمونو په مرسته نشو کولای. ځکه چې بيا به يې تلفظ د لوستونکي په لهجه پورې اړه لري. د دې تر څنګ هغه څوک چې پښتو لوست يې نه وي زده، هغه به يې هم نشي لوستلای او سم تلفظ کولای. همدا وجه ده چې په زياته د ژبپوهنې او تحقيق سره تړلو مقالو کې د ږغونو په هکله بحث پر وخت له ټرانسکرپشن څخه کار اخيستل کيږي. يعني لغتونه په داسې الفبا ليکل کيږي چې تلفظ او ږغونه يې نړيوال، معلوم او قيد دي. د مثال په توګه [paṣ̌.tā.nә́] لغت چې هر څوک لولي، همدا يو شانته تلفظ يې کوي.
د پښتو ژبې د ږغونو په هکله بحث پر وخت له دوو بيلو ميتودونو څخه کار اخيستل کيږي چې يو يې هغه دی چې ختيځپوهانو کارولی او بل يې د نړيوالې فونېټيکي الفبا (IPA) يا (International Phonetic Alphabet) ميتود دی. د ختيځپوهانو لخوا د پښتو لغتونو د ږغيزې بڼې د لیکلو طریقه يا ټرانسکرپشن دا مقصد لري چې د پښتو ږغونه په لویدیځو تورو يا الفبا کې داسې وښودل شي چې د دغو ږغونو اصلي تلفظ ته نږدې وي. دا ميتود د هغو خلکو لپاره غوره شوی و  چې غواړي پښتو ږغونه په لویدیځه الفبا کې زده کړي، خو د پښتو لیکدود يا لوست باندې تسلط نه لري.
مثال: 
د ختيځپوهانو لخوا کارول کېدونکي ټرانسکرپشن په مرسته د «پښتانهٔ» لغت ټرانسکرپشن:
پښتانهٔ ـــــــ paṣ̌.tā.nә́
پوختانهٔ ـــــــ pox.tā.nә́
پختانهٔ ــــــــ pax.tā.nә́
پشتانهٔ ـــــــ paš.tā.nә́
 د ژبپوهنې دوه اساسي مفاهیم چې د لغتونو د تلفظ وړاندې کولو لپاره کارول کيږي ورته فونېټيک (Phonetic) او فونیمیک (Phonemic) ټرانسکرپشن ويل کيږي.
فونېټيک ټرانسکرپشن څه شی دی؟  (Phonetic Transcription) 
فونېټیک ټرانسکرپشن د ږغونو اصلي حالتونه (دقیق تلفظ) ثبتوي. دا ډول ټرانسکرپشن هره کوچنۍ او اندکه ږغيزه ځانګړتیا په نخښه کوي، په شمول د هغو ځانګړتیاوو چې په ژبې کې بدلون رامنځته کوي یا نه کوي. دا د غږونو تر ټولو جزئي او دقیق شکل دی.
مثال:
که موږ د انګلیسي کلمه "cat" په فونېټيکک ډول ولیکو، نو دا به داسې وي: [kʰæt]. دلته "kʰ" د "ک" توري د فشار سره ويلو په معنی دی.
مثال:
د آی پي اې (IPA) په مرسته د «پښتانهٔ» لغت فونېټيک ټرانسکرپشن:
پښتانهٔ ـــــــ [pəʂ.tɑː.nə]
پوختانهٔ ـــــــ [pɔx.tɑː.nə]
پختانهٔ ــــــــ [pəx.tɑː.nə]
پشتانهٔ ـــــــ [pəʃ.tɑː.nə]


فونېمیک ټرانسکرپشن څه شی دی؟ (Phonemic Transcription) 
فونیمیک ټرانسکرپشن د ژبې یوازې هغه ږغيز واحدونه ثبتوي چې د کلمې معنا ته بدلون ورکوي. دا ټرانسکرپشن د ژبې اصلي ږغونه یا فونېمونه څرګندوي، او د دقیق تلفظ پر ځای د غږونو په توپیرونو تمرکز کوي.
مثال:
د  "cat" کلمې فونېمیک ټرانسکرپشن به داسې وي: /kæt/. دلته یوازې اساسي غږونه ثبت شوي او د دقیق تلفظ جزئیات پکې نه دي رااخیستل شوي.
مثال:
د آی پي اې (IPA) په مرسته د «پښتانهٔ» لغت فونېميک ټرانسکرپشن:
پښتانهٔ ـــــــ /pəʂ.tɑː.nə/
پوختانهٔ ـــــــ /pɔx.tɑː.nə/
پشتانهٔ ـــــــ /pəx.tɑː.nə/
پشتانهٔ ـــــــ /pəʃ.tɑː.nə/
نتيجه:
په فونېټيک ټرانسکرپشن کې د کلمې دقیق تلفظ ښودل کيږي او په فونېميک ټرانسکرپشن کې یوازې هغه غږیز واحدونه ثبتيږي چې د کلمې په معنا کې توپیر راولي. په ژبپوهنه کې په ياد توپير پوهېدل ډېر مهم دي. دا ځکه چې په مرسته يې د ژبې ږغيز نظام په دقیق ډول پيژندل کېدلای او قلمبند کېدلای شي.


تراسليټرېشن (Transliteration):
تراسليټرېشن هغه پروسه ده چې د یوې ژبې لیکني سمبولونه په بله ژبه کې د ورته سمبولونو سره بدلوي، په داسې حال کې چې د کلمو اصلي تلفظ ته ډېر پام نه کوي. يعني د ټرانسکرپشن په پرتله ږغونو ته نه بلکه ليکل شوي بڼې ته پام کوي. دلته د مثال په توګه د هندي ژبې ليکلې بڼه په پښتو ژبه ليکل هم ټرانسليټرېشن بللای شو. يعني په مجموع کې د يوې ژبې په تورو يا الفبا د بلې ژبې متن ليکل ټرانسليټرېشن بلل کيږي.
مثال:
د پښتو ټرانسليټرېشن په لاتيني حروفو:
زه غواړم چې دوې مڼې ولرم.
za ghwaRam chi dwe maNe walaram.
مثال:
د انګرېزي متن ټرانسليټرېشن په پښتو حروفو:
I am going to my sell my car.
آی اېم ګويينګ ټو سېل مای کار.
رومنايزېشن (Romanization) هم ټرانسليټرېشن ته ورته پروسه ده. فرق يې دا دی چې رومنايزېشن هغې پروسې ته ويل کيږي چې د غیر لاتيني ژبو متون و لاتيني تورو ته واړول شي.
دا چې د يوې ژبې حروف په کوم ميتود او کومو تورو بايد ټرانسليټرېټ يا واړول شي، ورته د iso يا نړيوال معيارونه تعريف شوي دي. د مثال په توګه و لاتيني تورو ته د عربي تورو د اړولو لپاره يو نړيوال معيار شته چې د (ISO 233) په نوم ياديږي.
تر کوم ځايه چې زه خبر يم، لا تر اوسه د پښتو متونو د ټرانسليټرېشن لپاره کوم iso معيار نه دی ټاکل شوی. البته د ټرانسکرپشن لپاره يې کارول کېدونکو دوو بيلو ميتودونو جدولونه لاندې کتلای شئ:
د ختيځپوهانو لخوا د پښتو د ټرانسکرپښن لپاره کارول کېدونکو الفباوو څخه يوه يې په لاندنۍ توګه ده (دا يوازينی ميتود نه دی، بلکه نور هم شته):
آ(ā);  ا(a);  ب(b);  پ(p);  ت (t);  ټ (ṭ);  ث (s);  ج (ǰ);  چ (č);  ح (ḥ or h);  خ (x);  څ (ʦ);  ځ (j);  د (d);  ډ (ḍ);  ذ (z);  ر (r);  ړ (ṛ);  ز (z);  ږ (ẓ or g);  ژ (ž);  س (s);  ش (š);  ښ (ṣ or x̌);  ع (ʼ (or ˀ));  غ (γ);  ف (f);  ق (q);  ګ (g);  ک (k);  ل (l);  م (m);  ن (n);  ڼ (ṇ);  ه (h or a);  و (o);  و (w);  وُ (ū);  ي (ī);  زور  (a);  زير (i);  پيښ  (u);  زورکی (ә)
د آی پي اې په مرسته د پښتو ږغونو يا فونيمونو ټرانسکرپشن په لاندنې توګه دی:
آ(/ɑː/);  ا(/ɑ/);  ب(/b/);  پ(/p/);  ت (/t/);  ټ (/ʈ/);  ث (/s/);  ج (/ʤ/);  چ (/ʧ/);  ح (/h/);  خ (/x/);  څ (/t͡s/);  ځ (/d͡ʒ/);  د (/d/);  ډ (/ɖ/);  ذ (/z/);  ر (/r/);  ړ (/ɾ/);  ز (/z/);  ږ (/ʐ/);  ژ (/ʒ/);  س (/s/);  ش (/ʃ/);  ښ (//);  ع (/ʔ/);  غ (/ɣ/);  ف (/f/);  ق (/q/);  ګ (/g/);  ک (/k/);  ل (/l/);  م (/m/);  ن (/n/);  ڼ (/ŋ/);  ه (/h/);  و (/o/);  و (/w/);  وُ (/uː/);  ي (/iː/);  زور  (/a/);  زير (/i/);  پيښ  (/u/);  زورکی (/ә/)
موږ تاسو د ژبپوهنې سره تړلو يو شمېر پښتو مقالو کې وينو چې پر ږغونو د بحث پر وخت زيات وختونه له يادو ميتودونو څخه له يو څخه لا هم کار نه اخيستل کيږي. بلکه زيات وختونه د فونيمونو لپاره لا صرف پښتو توري کارول کيږي چې په زياتو مواردو کې نه يوازې دا چې کفايت نه کوي، بلکه د لويو غلطفهميو سبب هم ګرځېدلای شي. سپارښتنه دا ده چې د ږغيزونو او تلفظ په تړاو مقالو کې بايد له يادو نظامونو څخه د اړتيا له مخې له هغه غوره نظام څخه کار واخيستل شي. دا به په دې کې مرسته وکړي چې په زياته غير پښتانه چې پښتو لوست يې يا نه وي زده يا د لهجو سره زيات بلد نه وي، له دغو متونو څخه بهتره ګټه واخلي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د اګست ۳۱مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page