په هره ژبه کې توپیرونه او بدلونونه د طبیعي پرمختګ یوه برخه وي.
پښتو ژبه چې د پښتنو د فرهنګ او هویت څرګندويه سمبول دی، د دغه ولس د تاريخي او ټولنيزو خصوصياتو له کبله بېلابيلې او يو تر بل خوږې او ښکلې لهجې لري. د دغو لهجو تنوع زموږ د ژبې حياتي قوت څرګندوي او د پښتنو د بېلابېلو سيمو او تاریخي شرایطو انعکاس کوي. خو له بده مرغه، له لسيزو راهيسې د ليکدود پر سر د اختلافاتو له کبله نارضايتۍ، ناندرۍ او ډلبازۍ رامنځته شوې دي چې دا د ژبپوهنې له علمي اصولو او د سوکاله ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کار دی.
په هره ژبه کې توپیرونه او بدلونونه د طبیعي پرمختګ یوه برخه وي. ژبه یوازې د ګرامري اصولو او جوړښتونو مجموعه نه ده، بلکې د هغې ټولنیز اړخونه هم د پام وړ دي. د ژبې ټولنیز او فرهنګي عناصر باید یو د بل لپاره درناوی ولري او د ژبې د کارونې پرېکړې باید د لهجوي ټولنو اړتیاوې په پام کې ونیسي. په دې توګه، ژبه د تفاهم، همکارۍ او يووالي وسیله او سمبول وي.
هره لهجه د يوې ژبې دننه خپل ځانګړی ځای لري. د لهجو موجودیت او پايښت د يوې ژبې ښکلا او پوتنسيال مهم عنصر دی. پر ځای د دې چې د ژبې بېلابېلې لهجې ويونکي پر اختلافاتو تمرکز وکړي، باید په ګډو ارزښتونو او ګډ هدف تمرکز وکړي. د ژبې ويونکي باید د یوې ګډې، سوکاله او پرمختللې ټولنې جوړول د تفاهم او مشترکې لارې په تعقيب هدف وګرځوي. دا هم باید ومنل شي چې د لیک یوه واحده، مشترکه طریقه او املا اړینه ده، ترڅو د علمي، ادبي، هنري، اداري او دولتي اړتیاوو پوره کولو لپاره اساسي او عملي اسانتیاوې برابرې کړي او و راتلونکو نسلونو ته يې انتقال په غوره توګه وي.
تر هغو چې نارضايتۍ او اختلافات د تفاهم له لارې حلېږي، غوره لاره دا ده چې له موجودو ليکدودونو څخه هغه انتخاب کړو چې تر مخه ورباندې پانګونه شوې او عملي شوی دی. د افغانستان د معارف د نصاب ليکدود، سره له دې چې ممکن د بعضو په نظر زياتې د بعضو په نظر ممکنه کمې ستونزې به لري، بيا هم تر تفاهم او اصلاحاتو پورې یو مناسب معیار دی چې د علمي او دولتي اړتياوو لپاره کارېدلی دی. د دې پر ځای چې په افغانستان کې دننه بېلابېلې ډلې د بېلابېلو لیکدودونو لپاره مبارزه وکړي، بايد د شته نصاب د ليکدود اصلاح او بهتره کولو لپاره ګډ کار وشي.
پر لهجوي او شخصي اختلافاتو وخت نه بايد ضایع شي، بلکه پر مشترکو اهدافو همکاري وشي. د ژبپوهنې په علم کې مطلق حقیقت نشته، بلکې ژبني بدلونونه نسبي او د وخت او ځای په شرایطو پورې تړلي دي. تفاهم په دې معنی دی چې د مشترک هدف لپاره هر ښکېل اړخ د خپلو ټولو غوښتنو منل کېدو پر ځای څه د بل ومني او څخه خپل په ومني. د پښتو د ليکدود په موضوع کې هم باید پر تفاهم کار وشي او د خپلمنځي اختلافاتو پر ځای د ژبې خدمت ته پام واړول شي.
په پای کې باید ومنو چې د هرې ژبې پرمختګ د هغې ژبې په کاروونکو پورې اړه لري. که موږ د خپلمنځي همکارۍ او تفاهم په روحیه حرکت وکړو، نو د پښتو ژبې راتلونکی به روښانه او پرمختللی وي. په زياته د ډيجيټلايزېشن په پېر کې د علمي او عملي معیارونو پر بنسټ یووالی رامنځته کول او د ژبې عصري کول زموږ لپاره ډېر اړین دي. تر بشپړ تفاهم پورې به غوره وي چې د افغانستان د نصاب لیکدود عملي کړو او په علمي توګه يې په اصلاح کې برخه واخلو.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۶مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: