د فکر طرز معلومول يا ورباندې د ځيرکو تبليغاتو له لارې اغېز کول هم د NLP يا د طبعي ژبو د پروسسينګ په ماډلونو سره عملي کېدلای شي او کيږي.
په ږغيزو يا ليکل شوو مکالمو، متونو او سوشل ميډيا کې د خپرو شوو پوستونو څخه د ويناوالو يا خپروونکو د فکر طرز معلومول يا ورباندې د ځيرکو تبليغاتو له لارې اغېز کول هم د NLP يا د طبعي ژبو د پروسسينګ په ماډلونو سره عملي کېدلای شي او کيږي. لکه څنګه چې د امري.کا م.تحده ایا. لاتو په ټ.ا کنو کې د ټ. رامپ په ملاتړ چې د مليونونو اشخاصو پر نظر اثر واچول شو.
ژباړه لکه ګوګل ټرانسلېټر، د متونو جنرېټ يا توليد کول لکه چېټ جي پي ټي، له ږغيزې وينا يا له انځور شوي متن څخه ډيجيټل متن جوړول او دې ته ورته پروګرامونه زښتې زياتې ډېټا ته اړتيا لري. د مثال په توګه په لکونو او ملينونو پښتو جملو او د هغوی ترجمې ته اړتيا شته چې د ژباړې يو ماډل وروزل شي. هر څومره چې دغه ډېټا يا مواد زيات وي، هغومره به د ماډل د کار کېفيت ښه وي. په پښتو کې خو اول دغه ډېټا کمه ده چې له کبله لا د شته ماډلونو کېفيت د ډاډ وړ نه دی. د دې تر څنګ پر شته ډېټا د لويو شرکتونو مونوپول دی چې له کبله دغه ډېټا د هغوی ملکيت او په دې توګه قلف ده. دا د دې لامل کيږي چې په دغه برخه کې اتکا او انحصار پر دغو شرکتونو وي.
دا چې د اوسني پېر او په زياته راتلونکي عصر تر ټولو قيمتي خام مواد به ډېټا وي، نو پکار ده چې د ژبو او ولسونو اتکا پکښې لږ تر لږه د خپلې ژبې سره تړلې ډېټا کې پر خپل ځان وي. ژبې او ولسونه بايد لکه څنګه چې د خوراک، چښاک او تازه هوا او دوديزې ټيکنالوژۍ په برخه کې خودکفا وي، همداسې بايد چې د روان او لا چټک کېدونکي ډيجيټالي انقلاب په ترڅ کې د ډېټا په برخه کې خودکفا وي. د مصنوعي ځيرکتيا انقلاب به نړۍ ته په بېساري توګه تغير ورکړي. د دې لپاره چې په دغه تغير کې د ژبو او ولسونو رايه او نظر ځای ولري، په ډېټا کې يې او په دغه ساحه کې د پوهې او تجربې لرلو په برخه کې په ځان بسيا کېدنه حتمي ده چې خپل هويت، دين، ژبه، کلتور، اقتصاد او امنيت وساتلای شي.
د ډېټا په برخه کې په ځان د بسيا کېدنې لپاره يوه غوره لاره د دولتونو، حکومتونو، ادارو، ټولنو او اتحاديو لخوا د دغې موضوع په هکله د ځان پوه کول او د موضوع اهميت درک کول او بيا په ځان بسياينې ته پلان جوړول او د پلان عملي کول دي. په انفرادي او اجتماعي توګه بايد چې په رضاکارانه توګه د اوپن سورس يا هر چا ته په وړيا توګه د لاسرسي وړ ډېټا د راغونډولو لپاره کار وشي. دا د دې لپاره چې په روان انقلاب کې د ژبو او ولسونو د ښکېلتيا، مقام او پرمختګ پر څرنګوالې، کېفيت او معيار کې د دغو ژبو او ولسونو خپله رايه، نظر او برخه موجوده وي. که داسې نه وشي، نو لکه څنګه چې شاته پاته ولسونه مجبوره وي چې د خاورو په قيمت خپل قيمتي خام مواد خرڅ کړي او د سرو زرو په قيمت پروسس شوي مواد، ماشينونه، کمپيوترونه، نور تخنيکي تجهيزات او اوزار رانيسي، همداسې به په راتلونکي پېر کې د ډېټا په برخه کې و نورو ته محتاج وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۷مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: