فيصلې يې نبايد چې د مخکنيو فيصلو په شان لنډمهاله، نيمګړې، غېر علمي او غير مدللې وي.

 دمګړے د پښتو شته ټول ليکدودونه نيمګړي او له ضد و نقيض پديدو څخه داسې ډک دي چې د ابتدايي ښوونځي له زده کوونکي څخه نيولې د پوهنتون تر استاد پورې اکثريت پښتانه آن په دقيقه توګه پر سم ځاے او سمه توګه د الفبا د سم استعمال په تړاو ډاډمن نه دي او د تزلزل سره مخامخ دي. د دې يو لوے لامل د يو بشپړ، واحد او معياري ليکدود نشته والے دے.

که يو وخت د پښتو ژبې د ليکدود د معياري کولو او يا د موجودو بيلو ليکدودونو تر منځ د وحدت رامنځته کولو په مقصد جرګه يا جرګې جوړيږي، نو فيصلې يې نبايد چې د مخکنيو فيصلو په شان لنډمهاله، نيمګړې، غېر علمي او غير مدللې وي. بلکه د راتلونکو فيصلو اساس بايد چې د ژبپوهنې د عصري ساينسي اصولو سره په مطابقت کې د بشپړه شوو تحقيقاتو پر پايلو، په کمپيوټر کې د طبعي ژبو د پروسس کولو د عصري اړتياوو او غوښتنو سره په همږغۍ کې او د ټولو پښتو لهجو د راغونډو شوو پانګو او د ډيجيټل شوې لويې معلوماتې زېرمې يا ډېټا د مسلکي ارزونو او اېنه لايز کېدنو د پايلو او پراخ تفاهم پر اساس وي.

راتلونکے پښتو معياري ليکدود بايد داسې وي چې د محدودو کړيو پر غيرسالمو افکارو ولاړ نه وي او نه هم د يو واحد پير مُرشد يا ګورو د غير اصولي او غېر علمي حساسيتي او تبعيضي افکارو ثمره وي. د نوي معياري ليکدود د جوړولو دنده نبايد چې د يوې واحدې ادارې، يا يوې ولسوالۍ يا يو ولايت د مسلکي يا غير مسلکي کسانو تر انحصار لاندې وي.

نوے پښتو معياري او واحد ليکدود بايد داسې وي چې د پښتنو مطلق اکثريت ويونکي او ټولې لهجې په دغه ليکدود کې خپل ځان او خپله مورنۍ ژبه بېرته وپېژندلاے شي او تر شا يې ودرېدلاے شي. دا هغه وخت زيات ممکن دے چې د يوې لهجې يا سيمې لخوا د قربانۍ ورکولو پر وخت د قربانۍ مقدار پر مدلل او عادل تناسب بنأ وي.

دغه نوے ليکدود بايد د کورنيو او باندنيو زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې زدکړه، ليک او لوست آسانه کړي او د خپل وخت د تخنيکي او نورو اړتياوو سره په همږغۍ او مطابقت کې پښتو ژبه داسې مجهزه کړي چې د نورو ژبو سره د سيالۍ وړ وګرځي.

تر کوم وخت پورې چې مطلوب واحد ليکدود رامنځته کيږي، ښه به وي چې هر څوک له شته ليکدودونو څخه حد اقل پر يو باندې اتکا وکړي او په دغو ليکدودونو کې د شته ټولو تناقضاتو باوجوده هغه وکاروي. د مثال په توګه دا هغه ليکدود کېدلاے شي چې پکښې په ټول هيواد کې د نصاب کتابونه تدريس کېږي. که څوک د نصاب کتابونه نه مني نو بيا دې يې په عمل کې بديل وړاندې کړي او يا دې د اصلاح لپاره تر زباني جمع خرچ آخوا داسې عملي اقدامات وکړي چې تشه رامنځته نشي.

ښه پېل دا کېدلاے شي چې په دغه موضوع کې بحث کوونکي کسان اول خپل لحن نرم او پوست کړي. بل بايد هر پښتون په دغه بحث کې د خپلې لهجې يا سيمې د وکالت پر ځاے د ټولو پښتنو او ليکل کېدونکې واحدې پښتو د ښېګنې او ښه راتلونکې لپاره وکالت کول غوره وبولي. د دې تر څنګ بايد چې ښه نيت، پراخه سينه، علمي استدلال او همدا شان عملي کار پر دغه موضوع د مجلس اساسي اجزا وي.

احمد ولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د مے ۲۸مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page