ستا نفس زيات وختونه ستا په هکله په ناحقه او ناسمه توګه حتا «غيرسالم» اړخونه او څيزونه مثبت درته ښيي

 کله چې ماشوم او لا په سويلي پښتونخوا کې وم، نو له نژدې خپلوانو به يو کس بعضې وختونه په غېر ارادي توګه په خبرو کې د «نورمال» لغت کاراوه. ماته به ډېره عجبه معلومه شوه او لږ به په ځان کې په دغه کس وشرمېدم چې هغه د انګرېزي لغت «نورمل» ته «نورمال» ولې وايي؟ ما فکر کاوه چې زما ښه انګرېزي زده ده، او دغه کس ناحقه دغه لغت غلط تلفظ کوي.

کله چې جرمني ته راغلم نو پوه شوم چې په آلماني ژبه و عادي/سم/روغ... ته «نورمال» ويل کيږي. يعني د انګرېزي «نورمل» لغت ته په جرمني «نورمال» ويل کيږي. کوم کس چې مخکې مې ذکر وکړ، هغه زما څخه مخکې د جرمني سر و پاے ليدلے او دلته يې وخت تېر کړے و، هغه په اصل کې انګرېزي نه بلکه آلماني لغت کاراوه. زما په شان ښايي بعضو نورو هوښيارانو هم په زړه کې ويل چې څومره خرابه انګرېزي يې ده.
 
زما يادې تجربې او د نورو خلکو ګڼ شمېر نورو تجربو ښودلې او ثابته کړې ده چې ستا نفس زيات وختونه ستا په هکله په ناحقه او ناسمه توګه حتا «غيرسالم» اړخونه او څيزونه مثبت درته ښيي خو د نورو «نورمال» او درست اړخونه او څيزونه درته «ايبنورمل» معرفي کوي.
 
باے دي وې... د ښادمنې جرمني له کبله زما پخپله بعضې وختونه ځان ته پام شي چې په انګرېزي کې هم جرمني يا مخلوط لغتونه وايم، لکه د پيوريزم پر ځاے پوريزم، د کاپيټاليزم پر ځاے کاپيټاليزمُس يا د «نورمل» پر ځاے «نورمال»...
 
حتمي نه ده چې د پرحق کېدو احساس مو تل پرځای او پر حق وي.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page