کوم پښتو لغتونه پېژنئ چې یو شانته ليکل کيږي، خو معنی يې په لوست/تلفظ او جمله پورې اړه لري؟
کوم پښتو لغتونه پېژنئ چې یو شانته ليکل کيږي، خو معنی يې په لوست/تلفظ او جمله پورې اړه لري؟ دا ډول لغتونو په انګرېزي کې (Homographs) يعني يوشانته ليکل کېدونکي ويل کيږي. هغه لغتونه چې هم يې تلفظ يو شانته وي او هم يې ليکل خو معناوې يې بېلې وي، ورته (Homonyms) ويل کيږي. هغه لغتونه چې بل شانته ليکل کيږي خو ږغ او معنی يې يوشانته نه وي، هغوی ته (Homophones) ويل کيږي.
د (Homographs) څو مثالونه چې ما د فيسبوک په يو پوست کې د ملګرو په مرسته راغونډ کړل، لاندې لوستلای شئ:
۱ ـ مستې
ځيرک د وچې ډوډۍ سره مستې خوري.
د هلمند سيند اوبه نن بيا مستې شوې دي. (د کندهار لهجه کې: د هلمند د سيند اوبه نن بیا مستي سوي دي.)
۲ ـ لور
مړوند پر خپل پټي د فصل رېبلو لپاره خپل لور تېره کوي.
د اجمل لور تر خپل ورور درې کاله مشره ده.
د ملالۍ د مېړه ورور يعنې د هغې لور درې بچي لري.
زما څخه د خپل کلي د لارې لور او استقامت ورک دی.
پر تا مې د ښه تعليم لور (لورينه) کيږي.
۳ ـ کارونه
د سوشل مېډيا مثبته کارونه (استعمال) بايد ښوونځيو کې تدريس شي.
د خدای په کارونو د بنده سر نه خلاصيږي.
۴ ـ بدله
د ناشناس له بدلو څخه مې د ګلبشرې بدله ډېره خوښيږي.
دکاندار درباندې اصلي نه بلکه بدله بېټرۍ پلورلې ده.
د نېکۍ بدله نېکي وي.
۵ ـ خوري، خورې
ماشومان جوار خوري. ته څه شی خورې؟
له شکېدلو وروسته د امېل دانې هر لور ته خورې شوې.
سلګۍ خورې، ماشوم دې ژاړي.
۶ ـ کونه
پر لرګيو تر پخلي وروسته د نوي دېګ کونه تکه توره شوه.
کونه، کړنه او عمل يوه معنی لري.
۷ ـ تلل
بازار ته تلل 🚶🏻♂️➡️ د هر چا نه وي خوښ.
د انصاف تلل⚖️ دقت غواړي.
۸ ـ پرې
ماشوم په چاړه ګوته پرې کړه.
د کندهار خلکو ته د پرې♣️♠️♥️♦️لوبه ښه خوند ورکوي.
۹ ـ ګرم
نن موسم ګرم دی.
يو کس د بل کس په ګناه ګرم مه بوله.
۱۰ ـ سر
د لوبې په سر کې لا لوبغاړي ستړي معلومېدل.
مجنون په ښکلا کې د خپلو ملګرو سر و.
د ناروغ پر سر درد دی.
۱۱ ـ تياره
کله چې ډوډۍ تياره شوه، نو به مېلمنو ته ږغ کړې چې راشي.
برېښنا نه وه او کوټه کې تياره خوره وه.
۱۲ ـ ملا
د ملا درد سړی ليونی کوي.
زموږ جومات ته نوی ملا راغلی دی.
۱۳ ـ واوره
په ژمي کې يخه يخه سپينه سپينه واوره ډېر خوند کوي.
يا مې خبره واوره، يا به درڅخه ولاړ شم.
۱۴ ـ ولاړ
احمد له ډوډۍ وروسته خپل کور ته ولاړ.
محمود په ټولګي کې يو ساعت پر يوه پښه ولاړ و.
۱۵ ـ سور
له شرمه د نجلې مخ تک سور شو.
هلکه دېګ ته لاس مه وروړه، لا سور دی.
د نوي جوړ شوي سړک سور د لويو موټرو لپاره ناکافي دی.
۱۶ ـ لاړې
پر پرون سهار ولې داسې ژر لاړې؟
د مار په ليدو د هلک په خوله کې لاړې وچې شوې.
۱۷ ـ خوږ
اولاد هر چا ته د شکر په شان خوږ وي.
الله دې په هيڅ چا د اولاد خوږ نه ويني.
۱۹ ـ سره
که فصل ته پر وخت سره ورکول شي، نو حاصل يې زياته وي.
دواړه ورورنه بېرته سره پخلا شوي دي.
زما د سره رنګ ګلان ډېر خوښيږي.
۲۰ ـ ګران
پر ما خپل هيواد ګران دی.
اکثر دوکانداران مالونه تر اندازې ګران خرڅوي.
۲۰ ـ ولي
د دغه هلک نوم ولي دی.
بعضي خلک د الله پر ولي لا هم اعتبار نه کوي.
د ولې (ويالې) پر څنډه ولي ولاړي دي. (کندهارۍ لهجه)
۲۱ ـ ولې
د ولې پر غاړه به چای وچښو. (کندهارۍ لهجه)
د ويالې پر غاړه ولې ولاړې دي.
۲۲ ـ تله
کله چې برېښنا له کوره تله، نو ماشوم يې پسې ژړل.
مينه د ترازو پر تله نشي تلل کېدلای.
۲۳ ـ واښکی
ماشوم د انګورو هغه تر ټولو لوی واښکی واخيست.
خلکو پر غل واښکی راوپېچی او هغه يې ټينګ وتړلی.
۲۴ ـ ژبه
که څه چې راسره ژبه يې کړې وه، خو قرض يې پر وخت نه راکړ.
په کور کې نن د غوايي ژبه پخ شوې ده.
د کندهار په خوږه ژبه يې راسره خبرې وکړې.
۲۵ ـ کور
دا کور زموږ له نيکه راپاته دی.
مېرمنو د المارۍ پر ځای د خونې په يو اړخ کې کور جوړ کړی و، او ورباندې بسترې يې ايښودلې.
دا ځوان ته واده ور وکړه چې کور يې جوړ شي.
د زيات کمپيوټر له وجې په سترګو نژدې کور شوی يم.
سپينسرې کور (انګور) د ډوډۍ سره خوري.
۲۶ ـ کوټه
زما لپاره پر دنيا جنت په کوټه ښار کې دی.
ماشومانو خپله کوټه نه وه ټوله کړې.
دا چرګه کوټه ده او هګۍ نه اچوي.
پوليسو راڅخه په رشوت کې کوټه پیسې واخيستلې.
دا هلک ولي داسې بېعقل او کوټه ذهنه دی؟
طبيب په اونګ کې درمل کوټه کړل او بيا يې مريض ته ورکړل.
۲۷ ـ واړه
زما ماشومان لا تر اوسه واړه دي.
ټول واړه پښتانه د وطن په ننګ ولاړ دي.
۲۹ ـ تل
زما تل خپل پخواني ملګري ياديږي.
د سمندر په تل کې هم کبان ژوند کوي.
۳۰ ـ ډول
د ډول آواز صرف له ليرې خوند کوي.
په ژوبڼ کې مې ډول ډول حيوانات وليدل.
ناوې د واده په شپه ښه ډول (سينګار) کړی و.
۳۱ ـ ستون
زموږ د تالار له څلورو ستونو څخه يو ستون مات شوی دی.
زړه مې غواړې له مسافرۍ څخه بېرته کور ته ستون شم.
۳۲ ـ زور
زور تل د زوراور سره وي.
د پښتو ليک بېله زور او زېر څخه لیکل کيږي.
۳۳ ـ تور
ايا تور ته هم د سور، زرغون او ژړ په شان د رنګ خطاب کېدلای شي؟
څارنوالۍ پر ملزم د غلا تور پورې کړی دی.
کب نيوونکي په تور (جال)کې زیات کبان ونيول.
کله چې آس تور واخيست، نو يې د دښتې پر لور په چټکۍ حرکت وکړ.
کور مو تور (خالي) ولاړ دی.
۳۴ ـ زړه
زما پر مظلومو انسانانو زړه سوځي.
د ماشوم انا ډېره زړه ده.
هلک زړه نه درلود چې اوبو ته ټوپ ووهي.
۳۵ ـ خوله
زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم، په ښکاره نعرې وهم چې خوله يې راکړه.
له وارخطايي څخه په محکمه کې د ملزم پر ستندي خوله راغله.
د زوم ښه ښايسته خوله (خولۍ) پر سره وه.
۳۶ ـ چاره
د دغه مشکل يوه چاره کول پکار دي.
په هره چاره کې ځان ښکېلول ښه خبره نه وي.
۳۷ ـ ټوکه
د شاعر نوی کتاب څلور ټوکه کې چاپ شوی دی.
زمرک جدي نه و، بلکه ټوکه يې وکړه.
۳۸ ـ بېل
د هر چا ذوق بېل وي.
موږ په خپل بېل سره په پټي کې کار کوو.
۳۹ ـ مېړه
د مېړه او ماينې تړون مقدس وي.
مېړه (سړی) حيران شي چې دا زمانه ولې داسې شوه.
بهادر خان په رشتيا يو مېړه سړی دی.
۴۰ ـ مېره
په مېره (دښته)کې اوبه نه موندل کيږي.
مېره مې نه وه لېدلې چې تر مور مهربانه وي.
۴۱ ـ لوټه
احمد په لوټه کې اوبه چښي.
دښمنانو د پاچا کلا لوټه لوټه کړه.
۴۲ ـ غوټه
زمرک په اوبو کې غوټه شو او دوې دقيقې تر اوبو لاندې و.
پوليسو د ملزمانو لمنې سره غوټه کړې وې.
۴۳ ـ ګډ
د پلار په ميراث کې د ورور او خور حق ګډ وي.
مقتدي امام ته په مېلمستيا کې ګډ حلال کړی و.
۴۴ ـ تروې
د ليمو اوبه تروې وي.
اڅکزي شلومبو ته تروې وايي.
۴۵ ـ نور
د لمونځ کوونکې پر مخ نور وي.
زه د بې روزګارۍ تر څنګ نور پرابلمونه هم لرم.
۴۶ ـ غله
خان د بې وزلو ګاونډيانو کره غله وروړه.
د علي بابا په نکل کې څلوېښت غله يوه خزانه لري.
۴۷ ـ ګوره
ګوره ياره، داسې خبرې ستا سره نه ښايي.
بعضي پښتانه و انګرېز ته ګوره وايي.
پام کوه چې اوبه درڅخه کوم ځای ګوره ونکړي. (د پټي د پولې لاندې د اوبو بهېدل او بل پټي ته تلل)
۴۸ ـ خوشي
څارنوالۍ ټول تورن کسان خوشې کړل.
تر دې چې خوشي (بيځايه/بې فايدې) خرابيږي، دا کيلې فقير ته ورکړه.
۴۹ ـ توره
زما د نيکه توره لا تر اوسه د فرنګي په وينو سره ده.
دا څنګه توره تياره ده، څوک خپلې ګوتې لا نشي ليدلای.
۵۰ ـ وينې
په دې جنګونو کې د زیاتو بې ګناه کسانو وينې توی شوې.
هغه ليرې کلی وينې، هغه مې د يار کلی دی.
۵۱ ـ پاڅه
پاڅه هلکه، د سهار لمونځ قضا کيږي.
د غره له پاڅه د اوبو سېلونه راغلل.
۵۲ ـ لاړ
د ليلی د اميل له درو لاړونو څخه يو لاړ وشلېدلی.
احمد خپل کور ته لاړ.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۶مه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: