چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دويمه برخه)
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(دويمه برخه)
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع
د افغانستان موضوع د هغو په سلګونو مليونو لوېديځوالو لپاره په زړه پوري او پسله زياتو کلنو لا هم مهمه او توده ده، چي د هيواد عسکر يې په افغانستان کي په جګړه بوخت دي. خو زيات وختونه تر سترګو کيږي چي د دغو هيوادونو وګړو ته د خپلو رسنيو لخوا يو جانبه معلومات ورکول کيږي. زياتره وختونه د افغانستان په هکله د موضوعاتو تعين او بيا د معلوماتو د وړاندي کولو طرز او ترتيب داسي ټاکل سوی وي چي په افغانستان کي د دغه ښکېل لوېديځ هيواد د پاليسۍ څخه د دفاع کولو لپاره کارول کېدلای سي.
په ګڼ شمېر دغو هيوادونو کي ولسي خلک نور د افغانستان د جګړې څخه په تنګ سوي دي او پدې ندي خوښ چي عسکر يې په افغانستان کي پاتي سي او يا دا چي په افغانستان کي لا زياتي پيسې ولګوي. د دا ډول فکر کوونکو انسانانو د فکر اړولو لپاره پدغو هيوادونو کي د افغانستان په هکله داسي يو جانبه او غېر متوازن معلومات خپرول کيږي چي د ژورناليزم د اصولو سره نه وي برابر.
انتخاب او مانيپولېشن
د افغانستان په هکله د خبرونو لړۍ ډېره چټکه او دوامداره وي. پدې ښايي هغه لوستونکي بهتره خبر وي چي د خبرونو سره يې په مسلکي توګه سر و کار وي. د دغو ګڼ شمېر خبرونو څخه د ځانګړو خبرونو او موضوعاتو انتخاب د لوېديځو رسنيو هغه لومړۍ موقع وي چي خپله پټه پاليسي پلي کړي. د دې ترڅنګ د ټاکل سوي خبر يا موضوع په ځانګړې توګه وړاندي کول هغه دويمه موقع وي، چي د اورېدونکو/کتونکو/لوستونکو پر اذهانو د اثر اچولو لپاره په کار اچول کېدلای سي.
زياتره وخت داسي وي چي آژانسونه يو خبر خپور کړي خو په هغه کي نيمګړتياوي او ناسم معلومات هم وي چي بيا وروسته پخپله دغه آژانسونه خپل خبرونه درست کړي او نوي ورژنونه يا بڼي يې خپرې کړي. دا يوه داسي موقع وي چي بعضي رسنۍ د دې څخه فايده پورته کوي تر څو د خلکو پر اذهانو اغېز راولي. دوی د يوه ناسم راپور لومړۍ بڼه په سمدلاسه توګه هغه وخت اخلي کله چي د دوی د پاليسۍ سره سمه وي. خو کله چي همدغه خبر د آژانسونو لخوا درست کړل سي او يا يې په بله لاره نور پټ اړخونه راڅرګند سي نو دغه رسنۍ د خپل خپور سوي خبر يا مطلب بڼه نه اکټولايز يا نوې کوي. دا هغه وخت چي نوې بڼه يې د دوی د پاليسۍ سره سمه نه وي.
ګمراه کوونکي سرليکونه
د افغانستان په موضوع کي د خلکو پر اذهانو د خپلې خوښې سره سم د اثر کولو لپاره په چاپي مېډيا او انټرنټ کي د داسي عنوانونو څخه کار اخيستل کيږي چي ګمراه کوونکي وي. د بېلګي په توګه د 2012 م کال د اګست په 27 نېټه د المان د اې آر ډي نومي شبکې پر خپله لومړۍ پاڼه دغه خبر خپور کړی:
http://www.tagesschau.de/ausland/afghanistan2898.html
Taliban enthaupten 17 Partygäste
(پښتو ژباړه): طالبانو د يوه محفل د 17 مېلمنو سرونه پرې کړي دي
دا چي پدغه ورځ زما هم د خبرونو د ايډيټر دنده په غاړه وه نو ما دغه خبر پخپله وڅاری. اې آر ډي پر خپله لومړۍ پاڼه دغه مطلب پداسي حال کي خپور کړی چي لا هر څه روښانه نه ول. طالبانو د دغه کار پړه په غاړه نه وه اخيستې او ولايتي چارواکو پدې کار طالبان تورن کړي ول. نو د اصولو له مخي د اې آر ډي د مطلب عنوان ناسم دی. ولي چي نه پکښي څرګنديږي چي دا په اصل کي د چارواکو نقل قول دی. ياني په اصل کي بايد دغه عنوان داسي ليکل سوی وای:
«طالبانو د يوه محفل د 17 مېلمنو سرونه پرې کړي دي»
يا
افغان چارواکي: طالبانو د يوه محفل د 17 مېلمنو سرونه پرې کړي دي
يا
د يوه محفل د 17 مېلمنو د وژل کېدلو پړه پر طالبانو اچول سوې
او یا نور...
خو کوم عنوان چي اې آر ډي کارولی د هغه څخه لوستونکی دا معنی اخلي چي اې آر ډي يا خو پخپله پلټنې کړي او ځان ته يې روښانه او ثابته کړې چي د دغه کار تر شا د طالبانو لاس دی. يا لوستونکی د دې څخه دا معنی اخيستلای سي چي طالبانو دا پړه په غاړه اخيستې ده. نو اوس خو يو کار هم نه ؤ سوی. نه طالبانو پړه په غاړه اخيستې وه او نه هم اې آر ډي پدې هکله پلټنې کړي وې.
کله چي بيا څوک دغه متن تر پايه ولولي نو بيا پکښي راغلي چي چارواکو پر طالبانو د وژنو تور لګولی دی. خو پداسي حال کي چي زيات لوستونکي زيات وخت يوازي د خبرونو عنوانونه لولي نو بايد عنوان هم د اصولو سره سم وي.
د يادولو وړ ده چي طالبانو نه يوازي دا چي د دغي پيښي په تړاو تورونه رد کړي ول، بلکه په يوه اعلان پاڼه کي يې ويلي ول چي د هلمند دغې اړونده سيمي ته يې د پلټنې لپاره خپل خلک لېږلي ول. د طالبانو د هغه وخت د اعلان پاڼي په وينا دوی هيڅ داسي څوک نه کړل پيدا چي د دغي پيښي شاهد اوسېدلي وي او يا دي يې د دغي پيښي په هکله څه اورېدلي يا ليدلي وي. د دوی په وينا دغه پېښه د هلمند د ولايتي استخباراتو لخوا يو درواغ جوړ سوی خبر ؤ او داچي دغه پېښه له سره رامنځ ته سوې نه وه.
اې آر ډي چي د المان يوه لويه رسنۍ ده او پکښي تر 23000 څخه زيات انسانان کار کوي او کلني مصارف يې تر شپږ زرو مليونو (شپږ ملياردو) يورو اوړي ولي د ژورناليزم اصول تر پښو لاندي کوي؟ ايا هغوی مسلکي کسان نه لري او که اړين وسايل نه لري؟ فکر کوم د نړۍ بهترينه او مسلکي ترينه کسان ورته کار کوي. نو دا چي بيا هم د افغانستان په هکله دا ډول غېر مسلکي تېروتني کوي ښايي تر شا يې د افغانستان په هکله د المان د اوسني حکومت اوسنۍ پاليسي وي. ښايي د دې لاري هڅه کيږي چي د المان وګړو ته وښودل سي چي په افغانستان کي د المان د عسکرو شتون څومره مهم او اړين دی.
خو بايد وويل سي چي اې آر ډي يوازنۍ رسنۍ نده چي د افغانستان په هکله په رپورټينګ کي د دا ډول «چلونو» څخه کار اخلي. د افغانستان په هکله په رپورټنګ کي دا ډول بېلګي په زياته بيا د ګمراه کوونکو عنوانونو او سرليکونو بېلګي زښتي زياتي دي.
د دغې لړۍ نوري برخي به ژر پر ليکه سي...
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه، زولنګن
د «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم» د ليکنو د لړۍ نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:
لومړۍ برخه:
بې مسلکه «مسلکيان» (https://bit.ly/2k5OmHX)
دويمه برخه:
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع (https://bit.ly/2k5NX8p)
دريمه برخه:
تمثيل که حقيقت؟ (https://bit.ly/2k3IYVK)
څلورمه برخه:
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ (https://bit.ly/2kzDpPc)
پنځمه برخه:
بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟ (https://bit.ly/2lKy8V1)
شپږمه برخه:
درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟ (https://bit.ly/2m74ny7)
اووَمه برخه:
زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟ (https://bit.ly/3axDgk8)
اتمه برخه:
دنامه لپاره (https://bit.ly/3jZvm7e)
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: