سپکي څو سپوري يې سپينږري ته بيان کړې
خيرن کتو يې ناستي پيغلي په لړزان کړې
موټر کي ناست ؤ يو سړی ورو راروان ؤ
خپل د ملکيت تر سټرينګ شاته موټروان ؤ
ورسره ناستي وې سياسري څو زناني
پنځه په شمېر يې همسفرې وې لورګانې
موټر چي اوښت تر پاټک نو ورته ځير سول
يو څو سرتيري ژر مانع د دغه پير سول
څهرې ناولې سترګي سرې ټول قاتلان ول
پردي عسکر پردی يې دين لوی غليمان ول
سپکي څو سپوري يې سپينږري ته بيان کړې
خيرن کتو يې ناستي پيغلي په لړزان کړې
پر غيرت راغلی دا سړی په لړزېدو سو
قهر يې راغلی زړه درب درب په غورځېدو سو
غوښتل توپک ته يې حمله کړي دوی مُردار کړي
يا ځان غازي يا ځان شهيد په دې سهار کړي
خو وليد ده چي ورته پټ يو بل عسکر ؤ
توپک په لاس نښان يې جوړ ښه برابر ؤ
ځان يې قابو کړ سړی پوه چي په خطر سو
ځان يې خاموش کړ ښه آرام دی په هنر سو
غبرګون يې نه ښودی سړي نور پر ښکنځلو
نه کوم جواب هغه وايه د بد کتلو
دی عزتمند ؤ د غيرت لوی مهتمم ؤ
ځکه ناموس تر جنګ جدل ورته مهم ؤ
کله چي پوه سول دا عسکر چي نه پاريږي
سړی آرام دی هيڅ رکم نه غوسه کيږي
موټر يې پرېښود چي رهي پر خپله لار سي
دوی کوم احمق يو بل سړي ته انتظار سي
جنګ داسي يو چي و ناموس ته لوی خطر وي
داسي يو څوک به يې کوي چي بې پدر وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۳مه نېټه
د منظوم نکل زړه بڼه
په يو موټر کي يو سړی ؤ راروان
پر سټيرينګ ناست ؤ دی مالک هم موټروان
په دې موټر کي يې را اخيستې وې زناني
پنځه په شمېر وې د سړي دغه لورګاني
موټر چي اوښت تر پاټک نو ورته ځير سول
يو څو سرتيري بيا مانع د دغه پير سول
څهرې ناولې سرې يې سترګي قاتلان ول
پردي عسکر پردی يې دين لوی غليمان ول
سپکي څو سپوري يې سپينږري ته بيان کړې
خيرن کتو يې ناستي پيغلي په لړزان کړې
پر غيرت راغلی دا سړی په لړزېدو سو
له زياته قهره يې زړګی په غورځېدو سو
غوښتل توپک ته يې حمله کړي دوی مُردار کړي
يا ځان غازي يا ځان شهيد په دې سهار کړي
وليد سينږري يو پټ سوی چي عسکر ؤ
مخ د توپک يې پر دې لوره برار
سړي بيا هوښ وکړ او پوه سو په خطر
چي ښايي ووژني عسکر دی په هنر
همدا ؤ بت غوندي آرام سو دا سړی
کله چي يې واوريد د لورکۍ د زړه دربی
سړي پر ځان باندي ټول ومنل ښکنځل
چي کامياب نه سي د دُښمن خيرن تکل
کله چي پوه سول دا عسکر چي نه پاريږي
سړی آرام دی په هيڅ توګه نه ګرميږي
نو يې بيا پرېښود چي دی ولاړ سي پر خپل لار
سړی هوښيار ؤ چي يې ونکړ پر وار
د باعزتو غيرتمنو لوی تاوان وي
په ناانډول جګړو کي مات تل کمزوران وي
واوره ځان پوه کړه په دې پند اې عزتمنده
ناموس چي جنګ دي زيانمن نه کړي غيرتمنده
د جنګ خبري دي ترخې ساعت يې تريخ دی
د دې تريخوالي لوی شاهد زَموږ تاريخ دی
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۱۷ کال د می ۱۳مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: