ما اورېدلي داسي څو چي قصابان سته
پلوري د خرو غوښي چي داسـي ظالمان سته
قصاب ته راغلی په سلام شو
سړی هغه ته په کلام شو
ته قدرمن د دې بازار يې
تجربه کار ماهر د کار يې
غواړم سوال مي دا جواب کړې
ځان ته حاصل ته په ثواب کړې
پوښتنه دا مي ده قصابه
جواب که راکړې په حسابه
توپير يې څنګه شم کولای؟
غوښي حلالي پېژندلای؟
چي دا د خره او که مږ دي؟
د سپي خنځير او که د بز دي؟
قصاب ويل دا کار آسان دی
لمر غوندي سپين دا چار روښان دی
پيسې حلالي که ستا وينه
غوښي حلالي به تل وينه
حرام که ول خو ستا مالونه
رشوت چل ول کاذب قسمونه
بيا نو مرداري دي د خره دي
ظاهر حلال که د هر څه وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۸مه نېټه
ـــــــــــــــــ
د دغه نظم زړه بڼه:
يو سړی راغلی قصابۍ ته په سلام سو
پسله سلام څخه قصاب ته په کلام سو:
ته قدرمن او ته مشهور په ټول بازار يې
تجـربه کار او لوی ماهر ته د خپل کار يې
نن مي راوړي دي و تاته څو سوالونه
غواړم زه ستا څخه دقيق څو جوابونه
ما اورېدلي داسي څو چي قصابان سته
پلوري د خرو غوښي چي داسـي ظالمان سته
رانيسم کله چي زه غوښي په بازار کي
زه په خپل کلي کي يا ليري په کوم ښار کي
څنګه به پېژنم چي غوښي دا د څه دي؟
دا د وزګړي دي د خره که د پسه دي؟
قصاب چي وارېدې خبري نو ګويان سو
هغه سړي ته ډېر جدي او په بيان سو:
ايا حلالي که حرامي دي زما وروره؟
جيب ته دي لاس که او پيسو ته دي وګوره
که په حلالو پيسو رانيسـې ته غوښي
هغه حلالي ښايستې دي ستا د خوښي
خو که حرامي دي پيسې وې بيا د خره دي
ښکاره هر څومره که د چرګ يا د بل څه دي
څوک په حرامو چي ګټي ځان ته رِزقونه
هر څه چي خوري ورته حرام دي لکه خرونه
د ۲۰۱۷ کال د می ۲۲مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: