پښتو اکاډمۍ کوټي «منظوم قصص الانبيأ» چاپ کړ
له درنې پښتو اکاډمۍ کوټي څخه مننه کوم چي زما کتاب «پښتو منظوم قصص الانبيأ» يې د چاپ وړ وباله. دغه کتاب لومړی پښتو کتاب دی چي د قرآن پاک او احاديثو په رڼا کي يې د انبيأ ع نکلونه په منظومه توګه په پښتو ژبه راغونډ کړي دي. يادې اکاډمۍ دغه کتاب په کوټه کي د پښتو نړيوال سيمنيار په مناسبت د يو شمېر نورو کتابونو سره يوځای چاپ کړ. ياد درې ورځنی سيمينار د ۲۰۱۹ کال د جولای په پنځمه، شپږمه او اومه نېټه داير سو.
هغه څوک چي دغه نوي کتاب ته لاس رسی نه لري، کولای سي چي د دغې ليکنې په آخره کي د لينکونو په مرسته ټول هغه نکلونه ولولي چي په دغه کتاب کي چاپ سوي دي.
د «ليکوال څو خبري» تر عنوان لاندي مي د دغه کتاب په سر کي لاندنۍ لنډه معرفي داسي ليکلې ده:
د ليکوال څو خبري
نَحمدُهُ وَ نُصَلِّى عَلى رسولِهِ الكَرِيمِ اَمَّا بَعدُ، أعوذ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمِ، نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَٰذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (سورة يوسف آيت نمبر ۳)
الله سبحانه و تعالی د پاک قرآن په دولسمه سورة په دريم نمبر آيت کي د حضرت يوسف ع د کيسې په هکله فرمايي: « مونږ بيانوو ( لولو) په تا باندې ډيره ښه قصه له ټولو قصو( ځكه چې خاوند يې ښه دى) په سبب د وحې زمونږ تاته دغه قرآن اوبيشكه شان دا دى چې وې ته پخو ا ( له نزوله ) د دې قرآن خامخا له بې خبرانو ( په دې قصې )». نه يوازي د يوسف ع نکل او کيسه د انسانانو له پاره د زدکړې او د ځان د اصلاح له پاره يوه غوره واقعه او نمونه ده، بلکه د ټولو انبيا ع د ژوند واقعات د پوهي او زدکړې لوی مکتبونه دي. همدا وجه ده چي له زرونو کالو راهيسي د انبيا ع نکلونه په بيلو زمانو او کلتورونو کي د خلکو د راهنمايي او زدکړي يوه مهمه منبع اوسېدلي دي. په دې ډګر کي ښايي د نړۍ داسي ژبه نه وي چي پکښي د انبيا ع نکلونه نه وي بيان سوي، ليکل سوي او چاپ سوي. په پښتو کي هم په دې تړاو الحمدلله ښه او ښکلي کتابونه موجود دي.
تر کوم ځای پوري چي زما معلومات دي، نو په منظومه توګه په پښتو کي داسي کوښښ تر مخه نه دی سوی چي د انبياؤ ع نکلونه په منظومه توګه وليکل سي. دا چي زه د خپلو ټولو نيمګړتياؤ او خاميو باوجوده د تيرو نژدې شلو کالو راهيسي په زياته د پښتو ژبي د قاموسونو سره سروکار لرم، نو ماته دا اندېښنه راپيدا سوه چي داسي نه چي صرف د يوې ژبي له پاره په کار په آخرت پړن نه سم او د دين له پاره د کار پوښتنې ته لاجواب پاته سم. خو خپله بې علمي او د خپلې پوهي محدوديتونه مي هم د دې سبب نه سوای منلای چي حد اقل پر دې لاره يو کوښښ ونه کړم. که څه چي بالکل دا هم راته روښانه او څرګنده وه او ده چي هيڅکله هم به د ياد سوال له پاره اړين او ښه جواب ونه لرم که زر واري دومره نورې هڅې هم وکړم خو ما بيا هم د ځان سره پر خپلو محدودو شته امکاناتو غور وکړ چي داسي يو څه وکړم چي د امکان تر حده زما له پاره ممکن وي او دا هيله ورسره تړلې وي چي خلکو ته تر يوې اندازې ګټور هم واقع سي.
زه نه شاعر او نه عالم يم، نه ګړندی، نه تکړه او نه هم د اړين نظم او ضبط لرونکی کس يم، خو د ژوند زياته برخه مي په ژورناليزم کي تېره کړې او د منابعو راټولول او د دغو منابعو پر اساس د معلوماتو بسته کول مي تر يوې نيمګړي او کوچنۍ اندازې تجربه او زده کړي دي. ما يو وخت د قرآن پاک له نکلونو څخه يو څو نکلونه په پښتو منظوم کړي ول چي زما په لومړۍ منظومه ټولګه «د احمدولي اڅکزي پښتو مثنوي» کي راغلي دي. د دغه کتاب له پاره سريزه زما خوږ ملګري، ژبپوه او د پښتو ادبياتو متخصص ډاکټر صاحب زېباستيان کورت هاينه (زمری خان) راته وليکله. هغه په دې ترڅ کي دې ته ډېر وهڅولم چي په منظمه توګه بايد يادو نکلونو ته يو کتاب ځانګړی کړم او ورباندي کار وکړم. همدا ؤ چي ما په دې تړاو خپلې لومړۍ هڅې پېل کړې او د انبيا ع نکلونه مي په لنډه او منظومه توګه په پښتو وليکل.
ما په ډېر جديت سره کوښښ کړی چي د انبياؤ ع د منظومو نکلونو ليکلو پر وخت هيڅ داسي موضوع يا واقعه ونه ليکم چي د هغه له پاره مستند او باوري مأخد مي نه وي موندلی. له دې مخکي چي زه د کوم نبي ع منظوم نکل وليکم نو کوښښ مي کړی چي لومړی ورباندي تحقيق وکړم او بيل منابع ورته وګورم او پکښي هغه منابع او د نکل هغه برخي راواخلم چي معتبر او متفق عليه دي. په دې برخه کي ما په بيلو ژبو د قرآن پاک ژباړې او تفسيرونه، د صحيح احاديثو کتابونه، تورات او انجيل او په همدې شان د قصص الانبيا تر مخه لا موجود معتبر کتابونه د ضرورت تر اندازې وکتل. خو د تورات او انجيل څخه مي صرف هغه وخت کتنه کړې چي اسلامي علماؤ په خپلو ليکنو کي ياد کتابونه د منبع په توګه ياد کړي ول خو د منبع سره مل دقيق نقل قولونه يا ماخذونه يې نه ول راوړي. د ځان د پوهولو له پاره مي بيا په بعضو مواردو کي تورات او انجيل کتلي خو ورڅخه اخيستل سوي معلومات مي صرف په هغه صورت کي د نکل ليکلو پر وخت کارولي چي په معتبره اسلامي منابعو کي هم راغلي ول.
د قصص الانبيا ع د مخکي شته کتابونو په ترڅ کي ما زياته تکيه د دارُالسلام نشرياتي مؤسسې د اُردو کتاب «قصص الانبيأ ـ قرآن و احاديث صحيحه کی روشنی ميں» کړېده. ياد اردو کتاب د امام ابوالفدا ابن کثير الدمشقي رح د عربي کتاب څخه د ښاغلي او محترم مولانا عطالله ساجد صاحب له خوا اُردو ژبې ته ترجمه سوی او ما يې د ۲۰۰۴ عيسوي کال له چاپ څخه ګټه اخيستې ده. بل مهم مأخد مي په مدينه منوره کي د مقيم محترم او عاليقدر مولوي عنايت الله صاحب کندهاري هغه پښتو منثور قصص الانبيا دي چي په اوديو کيستونو کي يې هم ثبت کړي دي.
خو د دې له پاره چي د انبيا ع د پښتو منظومو نکلونو د چاپ پر وخت د کتاب حجم زيات نه سي نو مي د هر نظم سره د ماخذونو او د لغتونو د معناؤ له راوستلو ډه ډه کړې ده. د بېلګي په توګه د دغه کتاب د لومړي نظم «الله څوک دی؟» له پاره ما په اصل کي لاندني ماخذونه د نظم سره درج کړي ول چي د کتاب د چاپ پر وخت مي ورڅخه د ياد دليل له کبله يوځای نه کړل:
************************
الله څوک دی؟
بې همتا(۱) دی، شريک نه لري، احد(۲) دی
معين(۳) نه لري واحد(۴) دی او صمد(۵) دی
نه يې مثل، نه يې ساری، نه يې سيال سته
نه خالق لري، نه پلار، نه يې عيال سته
دی اول دی، دی آخر دی، دی عظيم(۶) دی
هر څه ويني، هر څه اوري، لوی عليم(۷)دی
نه ستړيا لري نه خوب، هغه علي(۸) دی
نه اړتیا لري، نه عذر، لوی غني(۹) دی
نه يې لوږه سته، نه تنده، دی مجيد(۱۰) دی
ټول صفات لري ستايونکی، دی حميد(۱۱) دی
مځکه نه وه، آسمان نه ؤ، هيڅ شی نه ؤ
صرف الله ؤ بېله هغه بل شی نه ؤ
بيا يې خلق کړلې اوبه له هر څه وړاندي
جوړ يې تخت کړ د لوی عرش(۱۲) پر هغو باندي
صرف هغه لره دي ښکلي صفتونه
چي وای وسه او بيا کيږي خلقتونه
ده قلم تختې ته امر وکړ ثبت کړئ
چي کېدونکي دي کارونه ليک يې ربط کړئ
شپږو ورځو کي يې خلق(۱۳) کړل جنتونه
آسمانونه، مځکه، منځ کي خلقتونه
د مخلوق(۱۴) له عقله جګ او لا ډېر زيات دی
بلاکيفه(۱۵) د خالق(۱۶) هسک قدوس(۱۷) ذات دی
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۲مه نېټه، بون
مأخذونه:
ــــ1ـــ) قرآن پاک، ۱۱۲مه سورة د الاخلاص، څلور آيتونه
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ ﴿٣﴾ وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): ووايه ( اى محمده دوى ته ) شان دادى چې الله يودى ( په ذات اوصفات خپل كې )، الله بې پروادى ( الله ته هرشى محتاج دى )، نه يې دى ځيږولى ( هيڅوك ) اونه دى ځيږولى شوى دى ( له هيچانه )، اونشته هغه ( الله ) لره برابرسيال هيڅوك
ــــ2ـــ) قرآن پاک، ۱۱مه سورة د هود، آيت نمبر ۷
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۗ
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): ودغه ( الله ) هغه ذات دى چې پيداكړي يې دي آسمانونه اوځمكه په ( مقدارد) شپږو ورځوكې حال داچې ؤ عرش ( تخت ) دده په اوبو( پيداكړي دي الله داټول آسمانونه اوځمكه اومافيها لپاره دمنافعودستاسې او) لپاره ددې چې وازمويې تاسې چې كوم يوله تاسې ډيرښه دى له جهته دعمل
ــــ3ـــ) قرآن پاک، د نورو يو شمېر ځايونو تر څنګ په ۲مه سورة البقره کي، آيت نمبر ۱۱۷
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): نوى (بي له نمونې) پيداکوونکى داسمانواودځمکي دى،اوهرکله چه اراده وکړي ديوه کارنوبيشکه همدغه خبره ده چه وايي هغه کارته چې: وشه ! نوهغه وشي.
ــــ4ـــ) صحيح البخاري، كتاب بدء الخلق، راوي عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ
كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَىْءٌ غَيْرُهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ، وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَىْءٍ، وَخَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ
تقريبي معنی: تر هر څه مخکي بېله الله بل هيڅ شی نه ؤ، بيا الله خپل عرش د اوبو پر سر جوړ کړ. الله د ټولو څيزونو ذکر وليکلی او مځکه او آسمانونه يې خلق کړل.
د لغتونو معناوي:
۱ـ بې همتا : بې ساری، بې جوړې، بې نظيره، بې ماننده
۲ ـ احد : يو
۳ـ معين : مرستيال، کومک کوونکی، ځای ناستی
۴ـ واحد : يوازي
۵ـ صمد : بې نيازه، اړتیا نه لرونکی
۶ـ عظيم: ستر لويي لرونکی
۷ـ عليم: په هر څه علم لرل، په هر څه مطلق خبر
۸ـ علي : هسک
۹ـ غني : بې پرواه
۱۰ـ مجيد : ستر شان والا
۱۱ـ حميد: خوبياني[ښېګڼي] لرونکی
۱۲ـ عرش: د الله تعالی پلاز
۱۳ـ خلق کول: جوړول
۱۴ـ مخلوق: د انسان په شمول د الله تعالی له خوا خلق يا جوړ سوي
۱۵ـ بلاکيفه: بېله پوښتنې ګروېږنې، بېله چون و چرا
۱۶ـ خالق: جوړونکی، خلق کوونکی
۱۷ـ قدوس: پاک ذات
د حضرت آدم ع د نکل له پاره ما د بېلګي په توګه لاندني ماخذونه د ځان سره ثبت کړي ول:
۱ ـ وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۰)
۲ـ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (۲۳مه سورة المؤمنون، آية نمبر ۱۲)
۳ـ وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۱۷۲)
۴ـ وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۱)
۵ـ وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۴)
۶ـ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۱۲)
۷ـ وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۵)
۸ـ فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۲۰)
۹ـ قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۲۳)
۱۰ـ فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۵مه سورة المائدة، آية نمبر ۳۰)
۱۱ـ اوسنی انجيل، عهدالقديم، جينسيز يا لومړي پنځه کتابونه، څلورم کتاب، له ۸ څخه تر ۱۶نمبر جملې پوري ـ په عبراني او انګريزي ژبه:
اتم ـ וַיֹּ֥אמֶר קַ֖יִן אֶל־הֶ֣בֶל אָחִ֑יו וַֽיְהִי֙ בִּהְיֹותָ֣ם בַּשָּׂדֶ֔ה וַיָּ֥קָם קַ֛יִן אֶל־הֶ֥בֶל אָחִ֖יו וַיַּהַרְגֵֽהוּ׃ نهم ـ וַיֹּ֤אמֶר יְהוָה֙ אֶל־קַ֔יִן אֵ֖י הֶ֣בֶל אָחִ֑יךָ וַיֹּ֙אמֶר֙ לֹ֣א יָדַ֔עְתִּי הֲשֹׁמֵ֥ר אָחִ֖י אָנֹֽכִי׃ لسم ـ וַיֹּ֖אמֶר מֶ֣ה עָשִׂ֑יתָ קֹ֚ול דְּמֵ֣י אָחִ֔יךָ צֹעֲקִ֥ים אֵלַ֖י מִן־הָֽאֲדָמָֽה׃ يولسم ـ וְעַתָּ֖ה אָר֣וּר אָ֑תָּה מִן־הָֽאֲדָמָה֙ אֲשֶׁ֣ר פָּצְתָ֣ה אֶת־פִּ֔יהָ לָקַ֛חַת אֶת־דְּמֵ֥י אָחִ֖יךָ מִיָּדֶֽךָ׃ دولسم ـ כִּ֤י תַֽעֲבֹד֙ אֶת־הָ֣אֲדָמָ֔ה לֹֽא־תֹסֵ֥ף תֵּת־כֹּחָ֖הּ לָ֑ךְ נָ֥ע וָנָ֖ד תִּֽהְיֶ֥ה בָאָֽרֶץ׃ ديارلسم ـ וַיֹּ֥אמֶר קַ֖יִן אֶל־יְהוָ֑ה גָּדֹ֥ול עֲוֹנִ֖י מִנְּשֹֽׂא׃ څوارلسم ـ הֵן֩ גֵּרַ֨שְׁתָּ אֹתִ֜י הַיֹּ֗ום מֵעַל֙ פְּנֵ֣י הָֽאֲדָמָ֔ה וּמִפָּנֶ֖יךָ אֶסָּתֵ֑ר וְהָיִ֜יתִי נָ֤ע וָנָד֙ בָּאָ֔רֶץ וְהָיָ֥ה כָל־מֹצְאִ֖י יַֽהַרְגֵֽנִי׃ پنځلسم ـ וַיֹּ֧אמֶר לֹ֣ו יְהוָ֗ה לָכֵן֙ כָּל־הֹרֵ֣ג קַ֔יִן שִׁבְעָתַ֖יִם יֻקָּ֑ם וַיָּ֨שֶׂם יְהוָ֤ה לְקַ֙יִן֙ אֹ֔ות לְבִלְתִּ֥י הַכֹּות־אֹתֹ֖ו כָּל־מֹצְאֹֽו׃ شپاړسم ـ וַיֵּ֥צֵא קַ֖יִן מִלִּפְנֵ֣י יְהוָ֑ה וַיֵּ֥שֶׁב בְּאֶֽרֶץ־נֹ֖וד קִדְמַת־עֵֽדֶן׃ ــــ
8 Now Cain said to his brother Abel, “Let’s go out to the field.”[d] While they were in the field, Cain attacked his brother Abel and killed him. 9 Then the Lord said to Cain, “Where is your brother Abel?” “I don’t know,” he replied. “Am I my brother’s keeper?” 10 The Lord said, “What have you done? Listen! Your brother’s blood cries out to me from the ground. 11 Now you are under a curse and driven from the ground, which opened its mouth to receive your brother’s blood from your hand. 12 When you work the ground, it will no longer yield its crops for you. You will be a restless wanderer on the earth.” 13 Cain said to the Lord, “My punishment is more than I can bear. 14 Today you are driving me from the land, and I will be hidden from your presence; I will be a restless wanderer on the earth, and whoever finds me will kill me.” 15 But the Lord said to him, “Not so[e]; anyone who kills Cain will suffer vengeance seven times over.” Then the Lord put a mark on Cain so that no one who found him would kill him. 16 So Cain went out from the Lord’s presence and lived in the land of Nod,[f] east of Eden. (Genesis 4: 8-16)
۱۲ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا صَفْوَانُ بْنُ عِيسَى، حَدَّثَنَا الْحَارِثُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم " لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ وَنَفَخَ فِيهِ الرُّوحَ عَطَسَ فَقَالَ الْحَمْدُ لِلَّهِ فَحَمِدَ اللَّهَ بِإِذْنِهِ فَقَالَ لَهُ رَبُّهُ يَرْحَمُكَ اللَّهُ يَا آدَمُ اذْهَبْ إِلَى أُولَئِكَ الْمَلاَئِكَةِ إِلَى مَلإٍ مِنْهُمْ جُلُوسٍ فَقُلِ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ . قَالُوا وَعَلَيْكَ السَّلاَمُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ . ثُمَّ رَجَعَ إِلَى رَبِّهِ فَقَالَ إِنَّ هَذِهِ تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ بَنِيكَ بَيْنَهُمْ . فَقَالَ اللَّهُ لَهُ وَيَدَاهُ مَقْبُوضَتَانِ اخْتَرْ أَيَّهُمَا شِئْتَ قَالَ اخْتَرْتُ يَمِينَ رَبِّي وَكِلْتَا يَدَىْ رَبِّي يَمِينٌ مُبَارَكَةٌ . ثُمَّ بَسَطَهَا فَإِذَا فِيهَا آدَمُ وَذُرِّيَّتُهُ فَقَالَ أَىْ رَبِّ مَا هَؤُلاَءِ فَقَالَ هَؤُلاَءِ ذُرِّيَّتُكَ فَإِذَا كُلُّ إِنْسَانٍ مَكْتُوبٌ عُمْرُهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ فَإِذَا فِيهِمْ رَجُلٌ أَضْوَؤُهُمْ أَوْ مِنْ أَضْوَئِهِمْ . قَالَ يَا رَبِّ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا ابْنُكَ دَاوُدُ قَدْ كَتَبْتُ لَهُ عُمْرَ أَرْبَعِينَ سَنَةً . قَالَ يَا رَبِّ زِدْهُ فِي عُمْرِهِ . قَالَ ذَاكَ الَّذِي كَتَبْتُ لَهُ . قَالَ أَىْ رَبِّ فَإِنِّي قَدْ جَعَلْتُ لَهُ مِنْ عُمْرِي سِتِّينَ سَنَةً قَالَ أَنْتَ وَذَاكَ . قَالَ ثُمَّ أُسْكِنَ الْجَنَّةَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ أُهْبِطَ مِنْهَا فَكَانَ آدَمُ يَعُدُّ لِنَفْسِهِ . قَالَ فَأَتَاهُ مَلَكُ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُ آدَمُ قَدْ عَجِلْتَ قَدْ كُتِبَ لِي أَلْفُ سَنَةٍ . قَالَ بَلَى وَلَكِنَّكَ جَعَلْتَ لاِبْنِكَ دَاوُدَ سِتِّينَ سَنَةً فَجَحَدَ فَجَحَدَتْ ذُرِّيَّتُهُ وَنَسِيَ فَنَسِيَتْ ذُرِّيَّتُهُ . قَالَ فَمِنْ يَوْمِئِذٍ أُمِرَ بِالْكِتَابِ وَالشُّهُودِ " . قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ . وَقَدْ رُوِيَ مِنْ غَيْرِ وَجْهٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِنْ رِوَايَةِ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ عَنْ أَبِي صَالِحٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم . (جامع الترمذي, کتاب نمبر ۴۷، كتاب تفسير القرآن عن رسول الله صلى الله عليه وسلم، حديث نمبر ۳۶۹۴)
************************
د ټولو نکلونو د بشپړه کېدو وروسته مي دغه په کاناډا کي ښاغلي او پياوړي پښتو ليکوال، نيک او انتهايي شفيق انسان ډاکټر صاحب نثار احمد صمد ته ولېږل او هغه د خپل شفقت او مهربانۍ له مخي د دغو اصلاح راوکړه. زه يې ډېر احسانمند او منندوی يم.
په آخر کي له ټولو لوستونکو څخه خواست او هيله کوم چي دغه نکلونه پخپله ولولي او خپلو اولادونو او کورنيو ته يې هغه ځايونه او لغتونو تشريح او معنی کړي چي د هغوی د پوهاوي وړ نه وي. هيله ده چي د دغو نکلونو د لوست اصلي مقصد ساعت تېری نه بلکه د انبياؤ ع له سنت او ژوند له طريقو څخه ځان خبرول او په مرسته يې خپل ځان، د خپل اولاد او ټولنې اصلاح وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۳مه نېټه، بون آلمان
د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:
ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6
۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh
۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496
۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع https://bit.ly/2pEQ5Du
۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl
۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C
۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1
۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv
۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc
۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z
۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu
۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s
۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD
۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ
۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI
۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH
۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1
۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s
۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx
۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL
۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: