د ډاکټر صاحب په شان يو معمر او معزز کس له پاره د يو بشپړ ناکام دولت...
ډاکټر صاحب اشرف غني چي نه په اصطلاح توپکسالار دی او نه هم کوم بدمعاش يا زورواکی تېر سوی دی، بلکه د قلم څښتن دی، په سپينه ږيره يې په يوه شاته پاته ټولنه کي هومره حوصله وکړه، چي ښايي کوم بې پرواه، بېسواده او په عمر کم ځوان يې لا هم ونه کړلای سي. چا چي د دوو افغانانو سره په يوه اداره کي کار کړی وي، نو به ورته معلومه وي چي حتی د دوو افغانانو اداره کول څومره مشکل کار دی. د ډاکټر صاحب په شان يو معمر او معزز کس له پاره د يو بشپړ ناکام دولت پر مخ بيول واقعا زښته زياته انرژي او حوصلې ته اړتيا لري او له دې کبله بايد چي څوک د ډاکټر صاحب دغه حوصلې او ارادې ته سلام وکړي. د يو انسان په توګه د ډاکټر صاحب د وروستيو ناکاميو له کبله د چا پر هغه زړه هم سوځي.
خو دا هم يو ستر حقيقت دی چي ډاکټر صاحب اشرف غني ته هر څه له خپله لاسه ورپېښ دي ځکه چي پر ځان دومره ډاډه ؤ چي هم به دوستم او ورته نور کسان د خپلې سياسي ګټي/مرام له پاره استعمال کړلای سي او هم به يې د خپلې ګټي له پاره بېرته له هيواد يا صحنې څخه بهر کړلای سي. ډاکټر صاحب اشرف غني تر اندازې او منطق څخه زيات پر خپل ځان ډاډه ؤ چي واشنګټن، اسلام آباد، تهران او ماسکو ته به پر يو وخت بازي ورکولای سي. ډاکټر صاحب په لوی احتمال په پاک زړه او وجدان د افغانانو سره داسي ژمني وکړې چي تر اندازې، منطق او د ده تر حوصلې او وړتيا زياتي خوشبينانه او هسکي وې.
ډاکټر صاحب اشرف غني که په تيوري کي د ويجاړ سوو ملتونو د رغاونې په تړاو لس نور کتابونه هم وليکي، په عمل کي ثابته سوې چي حتی بې سواده مارشال دوستم صاحب ورباندي څو چنده زيات سياسي بصيرت او سياسي پوهه لري. ښاغلي مارشال دوستم په تيرو څلوېښتو کالو کي په عمل ځان د يو پوخ سياستوال په توګه ثابت کړی ځکه چي هغه سياسي ګټي يې د ځان کړي چي ډاکټر صاحب اشرف غني او ورته نور د تيورۍ د ډګر اتلان يې په خوب لا نه سي ليدلای.
په لوی احتمال ډاکټر صاحب اشرف غني پر خپله پاکي او علم ډېر غره او کبرجن ؤ او دا چي پر ځان يې غوړه مالان، نا اهلان او احمق يا مغرض مشاورين راټول کړي ول او هم يې له زياتو احساساتي ولسي کسانو څخه د رغنده او پر ځای تنقيد پر ځای بلا شرطه قصيدې او القاب اورېدل، نو په خپل احتمالي کبرجن دريځ کي يې ځان لا ډاډه احساساوه.
ښايي د ځوانانو له پاره د ډاکټر صاحب اشرف غني ناکامي ځکه يو له پنده ډک درس وګرځي ولي چي يو ځل بيا ثابته سوه چي که حتی د چا اراده او نيت پاک هم وي، نه بايد چي د يوې ثانيې له پاره لا هم د حق او باطل تر منځ کرښه پاکه کړي. ډاکټر صاحب د ولسمشرۍ له پاره په خپله لومړۍ کانديداتورۍ کي د دوستم په مرستيال کولو، بيا د عبدالله سره د ملي وحدت د حکومت په جوړولو، بيا په نژدې غير مشروطه توګه د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په لاسليک کولو، بيا و توپکسالارانو ته د کرزي په تواتر مراعاتو ورکولو، بيا تر احتمالي عملي سولي و تيوريتيکي دموکراتيکو ټاکنو ته په اوليت ورکولو او بلآخره د دويم ځل له پاره د اخلاقو او قانون خلافه د ډاکټر صاحب عبدالله غوښتنو ته په سر ټيټولو سره د حق او باطل کرښه له منځه يوړه. د ډاکټر صاحب اشرف غني دغه ناکامي نه يوازي دا چي ښايي په دغه هيواد کي و دموکراسۍ ته نه جبرانېدونکی تاوان رسولی وي، بلکه په لوی احتمال به د ډاکټر صاحب ياد کبر و افغانانو ته د سر، مال او سولي په قيمت تمام سي.
تاريخ هيڅوک نه معافوي او په لوی احتمال به پکښي د ډاکټر صاحب اشرف غني مخ ډېر تور ترسيم او ثبت سي. خو دا چي شکر ډاکټر صاحب لا ژوندی او پر واک دی، نو ښايي د ياد ناورين مخه ونيولای سي. دا صرف په هغه صورت کي ممکنه ده چي ډاکټر صاحب د خپلې دورې په پاتو کالونو کي په اصطلاح ناممکن ممکن کړي او افغانانو ته سوله راولي. که داسي وکړي نو ښايي په رشتيا يې بيا نوم د «بابا» په توګه په تاريخ کي ثبت سي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د می ۱۸مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: