د مرحوم حاجي محمد قاسم خان اڅکزي لنډه پېژندګلوي.

 کورنۍ

حاجي محمد قاسم خان اڅکزی په ۱۹۴۵ عيسوي کال د سويلي پښتونخوا په ګلستان سيمه کي د حاجي عبدالنعيم خان اڅکزي په کور کي پيدا سوی ؤ. د حاجي محمد قاسم خان اڅکزي د نيکه نوم عبدالحليم خان، د ور نيکه نوم سعادت الملوک خان او د تر نيکه نوم يې سربلند خان او د غور نيکه نوم يې يار محمد خان ؤ. د يار محمد خان د پلار نوم روشن دل خان ؤ. روشن دل خان چي د کبير خان زوی ؤ، ورته د عرض بېګی خطاب هم کېده ځکه چي هغه د ستر امپراتور حضرت احمد شاه بابا رح د دفتر رئيس (عرض بېګ) ؤ. له همدې کبله د روشن دل خان ټول کهول/خېل/پښه په عرض بيګي مشهوره ده. په دې توګه نو حاجي محمد قاسم خان اڅکزی په قوم عرض بېګی، جلېزی، حميدزی، ګجڼ زی او اڅکزی ؤ.

حاجي محمد قاسم خان له يو داسي کهول سره تړاو درلود چي پکښي زيات منورين، د توري او په همدې شان د پوهي او قلم څښتنان تېر سوي دي. په دغو کي د نورو تر څنګ له سقاويانو څخه و کندهار ته د نجات ورکوونکي ډلې مهم غړی حاجي محمد انور خان اڅکزی؛ د پښتونستان مهم مبارزين محمد ايوب خان اڅکزی او اعظم خان اڅکزی؛ ليکوالان لکه محمد عالم خان بڅرکی، کانديد اکادميسن ظاهر افق، استاد محمد حسن خان اڅکزی، طاهر خان اڅکزی، محمد جعفرخان اڅکزی او داسي نور شامل دي.

د حاجي قاسم خان کور او کلی، ګلستان

د پاکستان د بلوچستان ايالت په اداري توګه په پنځو لويو برخو «ډويژنونو» لکه کلات، مکران، نصير آباد، کوټه، سبي او ږوب وېشل سوی دی. په کوټه ډويژن کي بيا درې لوی اداري واحدونه يا «ډسټرکټونه» سته چي له قلعه عبدالله خان، پشين او کوټه څخه عبارت دي. قلعه عبدالله چي د نامتو افغان اتل غازي عبدالله خان اڅکزي په نوم نومول سوې سيمه ده پکښي څلور کوچني اداري واحدون «تحصيلونه» سته چي له ګلستان ،چمن، دوبندی او قلعه عبدالله څخه عبارت دي. په ګلستان کي بيا پنځه لا کوچني اداري واحدونه «يونينونه/يونينز» سته چي له عبدالرحيمزی، داروزی، ګلستان ۱، ګلستان ۲ او سيګی څخه عبارت دي.

خدمتونه

د عرض بيګيانو کهول د زياتو نسلونو راهيسي د ګلستان په ګلستان کاريز نومي برخه کي آباد دی. د حاجي محمد قاسم خان د هلو ځلو او نوښتګرو افکارو په برکت له اروپا، امريکا او نوري نړۍ څخه يو شمېر نوي، زيات مقاومت او حاصل لرونکي د مېوو بوټي او تخمونه ګلستان ته راوړل سوي چي هلته يې د باغونو د حاصلاتو مقدار او معيار په لوړه اندازه جګ کړی او په دې توګه د سيمي د اوسېدونکو د عايد او ژوند په بهتره کولو کي يې لوی رول لرلی دی.

حاجي محمد قاسم خان اڅکزی د خپلو نيکونو په شان نه يوازي د خپل قوم بلکه په سيمه کي د مېشتو زياتو قومونو مشر او خدمتګار ؤ. هغه خپل ټول ژوند د قوم او سيمي خدمت ته وقف کړی ؤ او په دې لړ کي يې نه يوازي قبايلي او د ټولنيز خدمت دندې په غاړه لرلي وې، بلکه هغه د خپلې سيمي له مهمو او بانفوذو سياسيونو څخه هم يو ؤ. نوموړی د پاکستان په مرکزي اسامبله (قومي اسمبلي) کي د ولس استازی او په همدې توګه د ايالتي وزير په حيث په دوو دورو کي د سيمي او خلکو خدمتګار پاته سوی دی.

د يادولو وړ ده چي د سياسي دندو مخکي او د سياسي دندو وروسته حاجي محمد قاسم خان اڅکزي هميشه د ولس خدمت خپله وظيفه ګڼلې ده. د همدغه مشر په ابتکار د قلعه عبدالله خان او نورو علاقو په بيلو بې وزله سيمو کي مرستندويه طبي کمپونه لګيږي چي پکښي رضاکار ډاکټران د سيمي د خلکو مفت علاج کوي او ورته مفت درمل ورکوي. د دغې سيمي باغ لرونکي او کښتګر هم هميشه د خپلو ستونزو او د زراعت سره تړلو پوښتنو په ترڅ کي د حاجي قاسم خان اڅکزي له کورنۍ سره تماسونه نيسي او د ګټورو مشورو تر څنګ د امکاناتو په چوکاټ کي عملي مرسته هم ترلاسه کوي. ښايي همدا وجه ده چي د حاجي قاسم خان اڅکزي سره د ولس مينه په ټوله سيمه بې ساري ده.

مرحوم محمد قاسم خان اڅکزی د خپل ټول نفوذ، کورنۍ شاليد، جائيداد او خانۍ باوجوده د ژوند تر آخر پوري يو ډېر خاکسار انسان ؤ. زه (احمدولي اڅکزی) چي هميشه د خپل دغه مشر سلام او پوښتنې ته ورغلی يم، نو ما د ده مېلمستون خالي نه دی ليدلی. هميشه به د ژوند د بيلو ساحو او بيلو قومونو سره تړاو لرونکي انسانان د ده په مېلمستون کي مېلمه ول يا به د خپلو ستونزو د هواري له پاره ورته راغلي ول. مرحوم حاجي کاکا به نه يوازي په آرامه او مهربانه لهجه خبري کولې، بلکه پر تليفون به يې په ډېره خاکسارۍ سره ځان «قاسم» معرفي کاوه.

د خپلو خلکو سره مينه

په يو اختر کي د حاجي کاکا په بېټک/مېلمستون کي حاضر وم چي هلته د بلوڅانو څو خانان هم د هغه د اختر مبارکۍ ته راغلي ول. حاجي کاکا يو سپينږری سړی هغوی ته د خپل اکا په حيث معرفي کړ. يو بلوڅ خان وويل چي دا سړی خو د کندهار دی، نو څنګه ستا اکا کيدلای سي؟ حاجي کاکا په ډېره سړه سينه دغو بلوڅو خانانو ته وويل: «موږ دوه کوره خلک يو او قوم مو نيم د کرښي دېخوا ته او نيم آخوا ته آباد دی. نه صرف زموږ نيکه ګان يو دي، بلکه موږ اوس هم يو د بل سره کورني روابط لرو، دوستۍ مو سره کړي دي او تګ راتګ لرو. کرښې خو خپلوي او د وينو اړيکي نه سي بدلولای.» پوښتنه کوونکی بلوڅ خان په قناعت سره وښوراوه او ويل: «حق دي ووايه.»

د حاجي کاکا له خولې مي يوه کيسه اورېدلې چي ويل خبر سوم زما يو تربور چي ما تر مخه نه پېژانده له افغانستان څخه راغلی دی. حاجي کاکا اضافه کړل: «ما په پوښتنه دغه سړی پيدا کړ. هغه په بازار کي د نجارۍ دکان خلاص کړی ؤ. زه ورغلم او ځان مي ورته معرفي کړ او ورڅخه پوښتنه مي وکړه چي ولي يې زه په خپل راتګ نه يم خبر کړی. هغه راته وويل چي دی يو نجار دی او د ده په اصطلاح زه يو خان يم نو له دې کبله يې زړه ونکړ. ما ورته وويل چي کيدای سي چي خلک ماته د خان خطاب کوي خو زه همدا ستا په شان انسان يم. بل ماشالله ته له هيڅ خان څخه کم نه يې ځکه چي په خپل مټ ځان ته حلال رزق ګټې او د يو محترم کسب څښتن يې. دغه سړي ته مي دعوت ورکړ چي زموږ کور ته راسره ولاړ سي، خو هغه ويل چي يو وخت به انشالله دا کار وکړي. زه تر زيات وخته د دغه سړي په انتظار وم چي را به سي. خو هغه نه راغلی. کله چي مي خلک پسي ولېږل، نو راته احوال راکړل سو چي هغه دکان پرې ايښی او نور نه پيدا کيږي. ما داسي احساس وکړ لکه زما د وجود يوه برخه چي راڅخه جلا سوې وي.»

حاجي محمد قاسم خان په دې مشهور ؤ چي تر خپل وس پوري يې د هر چا سره په حکومت او رايت کي مرسته کوله. کوم کارونه چي په تليفون کېدل هغه به يې د تليفون او په بله توګه تماس نيولو له لاري خلاصول او کوم کارونه چي به د يادي لاري نه کېدل نو يا به يې خپل د کور کسان د اړمنو کسانو سره چارواکو او اړونده ځايونو ته لېږل يا به يې حتی پخپله ورسره ملګري کوله.

وفات

حاجي محمد قاسم خان د ورپېښي اوږدمهالې ناروغۍ له کبله د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د حق داعي ته لبيک ووايه، چيري چي هغه په يو روغتون کي تر علاج لاندي ؤ. د نوموړي د جنازې لمونځ يوه ورځ وروسته يعني د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د سويلي پښتونخوا له بيلو سيمو څخه راغلو په زرهاؤ انسانانو په ګډون د ګلستان په ګلستان کاريز کي د حضره نومي هديره کي ادا سو.

د مرحوم حاجي محمد قاسم خان کشر ورور حاجي محمد قايم خان د خپل مشر ورور په شان د اعلی اخلاقو څښتن مهربان شفيق او خاکساره او محبوب قومي مشر دی.

له حاجي محمد قاسم خان څخه څلور زامن هاشم خان، کاظم خان، عاصم خان او آصف خان پاته دي چي څلور واړه نه يوازي دا چي لوړي زدکړي لري، بلکه په قومي ټولنيزه/سماجي توګه د خپلو خدماتو او ښو اخلاقو له کبله په ټوله سيمه کي د نيک شهرت څښتنان دي.

د حاجي محمد قاسم خان په وفات سره نه يوازي د هغه کورنۍ او قوم بلکه ټوله سيمه يتيمه سوه. هغه يوه داسي تشه/خلا پرېښوده چي ښايي ډکول يې ناممکن وي.

روح دي يې ښاده وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه، بون 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page