د پښتو ژبي له پاره تر ټولو زيات کار او خدمت هغو کسانو کړی دی چي...
په جرمني/آلمان کي د کيميا يو پي ايچ ډي لرونکي افغان کارپوه د قاموس، رياضي، ګرامر او نورو کتابونو ترڅنګ د چرګانو د ساتنې په تړاو هم يو پښتو کتاب ليکلی ؤ. دغه کارپوه په فابريکو کي د بعضو کيمياوي موادو د پاکولو داسي ميتودونه کشف/اختراع کړي ول چي تر نن پوري د آلمان په بعضي تحصيلي کتابونو او منابعو کي تدريس کيږي او پاتېنت يې د هغه په نوم ثبت دی.
زه ماشوم/ژڼکی وم چي نورو افغانانو به په زياتو محفلونو کي د کيميا د دغه کارپوه تر شا پر هغه ټوکي کولې. يو تقريبا مطلق له علمي ساحو ليري کس د کيميا له دغه کارپوه څخه پوښتنه وکړه: «وام، آ ډاکټر صاحبه، وام و دي شرمولو. دا د چرګو کتاب خو وام بيخي ستا سره نه ښايي چي ليکلی دي دی.» د دغه تنقيد کوونکي کس مقصد دا ؤ چي ډاکټر صاحب خو د کیميا متخصص دی او نه د وينتري، چرګانو د فارم جوړولو يا ساتلو متخصص، نو ولي يې د چرګانو د ساتلو په هکله د دغه کتاب د ليکلو «جسارت»کړی دی؟
خو کومو کسانو چي پر ډاکټر صاحب باندي هغه د کندهاريانو په اصطلاح ډری واهه، هغوی دغه تکليف لا نه ؤ کړی چي د دغه کتاب سريزه ولولي په کومه کښي چي ډاکټر صاحب روښانه کړې وه چي ولي او څنګه يې دغه کتاب وليکی. د خپل هيواد او خلکو سره د لېونتوب تر حده مينه لرونکي دغه کيمياپوه د کتاب په سريزه کي د نور تفصيل تر څنګ ليکلي ول چي هر کله چي يې په آلمان کي ځان ته د چرګ غوښه اخيستې ده نو يې خپل د هيواد خلک سترګو ته ځکه جګ درېدلي دي ولي چي: (تقريبي نقل قول) «که په آلمان کي يو څوک يو ساعت هم کار وکړي نو حد اقل د دغه يو ساعت په معاش يو پوخ سوی چرګ او يا څو اومه چرګان رانيولای سي. خو زما په هيواد کي که يو څوک ټوله ورځ هم کار وکړي ښايي يو چرګ نه په رانيولای سي. له همدې کبله ما وغوښتل چي خپلو هيوادوالو ته د چرګانو د ساتلو هغه ميتودونه د يو کتاب له لاري معرفي کړم چي په مرسته يې په نوره نړۍ کي په لږ وخت، لږ مصرف او لږ کار سره زيات مقدار د چرګ غوښي توليد کيدلای سي.» دا چي ډاکټر صاحب د آلمان په سويه يو اکادميک کس او پي اېچ ډي لرونکی عالم ؤ، نو ورته په يوه موضوع کي د علمي کتابونو د مطالعه کولو، علمي تحقيق کولو او بيا د دغه تحقيق له لاري د را غونډو سوو معلوماتو يا پايلو د په مناسبه توګه وړاندي کولو طريقه زده وه. په لوی احتمال د چرګانو د ساتلو په تړاو د هغه دغه کتاب په پښتو ژبه کي لومړی علمي کتاب ؤ. خو د دې پر ځای چي ورته خلک کورودانی ووايي، بېله د کتاب د ليدلو او لوستلو څخه به يې پخپله د غير مسلکي او حتی غيرعلمي او بېسوادانو په توګه پر هغه تنقيدونه کول.
تر کوم ځايه چي زما نيمګړي او کم معلومات دي، نو د پښتو ژبي له پاره تر ټولو زيات کار او خدمت هغو کسانو کړی دی چي له خپل مسلک او تخصص څخه دباندي يې بېله تنخوا، بېله چوکۍ، بېله مراعاتو او بېله کومې مالي يا معنوي تمې فعاليتونه کړي دي. له خپل مسلک او تخصص څخه دباندي کار کوونکو دغو مخلص انسانانو له کبله نن پښتو هغه مقام ته رسېدلې چي حد اقل په سيمه کي د نورو ژبو سياله ژبه بلل کيدلای سي.
خو له بده مرغه چي زيات وختونه اوس هم بېله تميز، توپير او د موضوع سره تړلي علمي او اړوند انتقاد پر ځای له سره پر هغه کار او کار کوونکي چلپا/کراس لګول کيږي چي له خپل مسلک څخه دباندي يې کار کړی وي. حتی دغه کار کوونکي ته خپل کار «د پوزي پېزوان» او پيغور ګرځي او د هغه د قهرولو/تحقيرولو/ورباندي ډری وهلو له پاره کارول کيږي، لکه: «بهتره به وي چي تر چرګو پوري دي څرګندونې محدودي وساتې»، «بس شاعري دي کوه، په نورو شيانو ګوتي مه وهه»... او داسي نور بې استدلاله قضاوتونه. داسي بې استدلاله او غېر علمي نيوکې نه يوازي پخپله د غير مسلکي او له موضوع څخه بې خبره او بې خيره خلکو له خوا کيږي، بلکه د «متخصصانو» له خوا هم. حال دا چي پخپله دغه «مسلکي» به هغه کار نه وي کړی چي د کولو لپاره يې معاش اخلي، چوکۍ لري او حتی ورته اکادميکي رتبې ورکول سوي وي.
«علمي کار» د زښتو زياتو کارونو له پاره يو ډېر لوی چتر دی چي پکښي د يوې ساده علمي موضوع د په سمه يا په علمي توګه ژباړلو/معرفي کولو څخه نيولې بيا تر تحقيق او نوښت/اختراع/کشف پوري رسيږي. که د علمي ميتود په هکله پوهه موجوده وي، نو بيا په پښتو کي حتی بنيادي علمي کارونه لکه د موضوعات تعارف زياتي ګټورې پايلي لرلای سي. که يو کار «علمي» بڼه ولري او ميتود يې علمي وي، نو پرته د مختصص او نه متخصص ليکوال د فرق کولو څخه ګټور ثابتېدلای سي. دا ځکه چي په پښتو کي په هر ډګر کي د کمښت/نشتون او اضطراري حالت حاکم دی.
په زياته د انټرنټ په پېر کي د علم پر حصول انحصار پای ته رسېدلی دی او هر هغه څوک چي وغواړي منابعو ته لاسرسی موندلای سي. په زياته که د يو چا د علمي کار ميتود، خپله ژبه او انګريزي ژبه زده وي، نو حتی د اماتور په توګه پښتو ته زښت ډېر خدمت کولای سي.
د کومي سيمي په هکله چي موږ خبري کوو، نو په لوی احتمال به په راتلونکو نورو سلو کالونو کي هم د علم او پوهي په ډګر کي د نړۍ په سيالو سيمو کي نه وي شامله. له دې کبله دلته حتی نيمګړی علمي کار هم تر «نه کار» او «صفر کار» بهتره دی. دا ځکه چي که يو کس يا يوه ډله په يو علمي کار پېل وکړي نو بله ډله يا شخص به يې له صفر څخه پېلولو ته اړ نه وي بلکه په زوړ کار کي به تر خپله وسه اصلاح کوي. په دې توګه به اربه هميشه له سره اختراع کول نه غواړي. بله مهمه خبره دا ده چي که يو څوک له خپل تخصص څخه دباندي علمي کار وکړي نو حتمی نه ده چي هغه به «غيرعلمي» يا نيمګړی وي.
په کوم ځای کي چي ډاکټر او روغتون نه وي، يا يې خدمات تر اندازې ګران او د ولس تر وسه تېر وي، نو هلته شکسته بند هم لوی غنيمت وي. چيري چي د زنانه ؤ ځانګړی روغتون، ښځينه ډاکټره او نرسه نه وي، يا يې د خدماتو ترلاسه کولو له پاره خلک اقتصادي وس نه لري، نو هلته «دايي» هم لوی غنيمت وي. چيري چي په علمي څانګو کي يا خو اړين کادرونه نه وي او يا يې بريښ نه وي معلوم، نو هلته اماتور علمي فعاليتونه هم لوی غنيمت وي.
راځئ چي د تنقيد پر وخت د فعاليت کوونکي «تخصص» او «نه تخصص» د خپل قضاوت يوازنی دليل او ثبتوت نه وګرځوو بلکه د کار پر څرنګوالي او محتوا باندي مدلل بحث وکړو. تر غير مدلل بحث نه بحث او خاموشي بهتره ده.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۸مه نېټه
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: