د يو چا کره مېلمه يم. د کور مشر راته خپل دا سرګذشت ووايه:
( رشتيا کيسه)
د يو چا کره مېلمه وم او د کور مشر راته خپل يو سرګذشت داسي بيان کړ:
«د سردار داودخان په وخت کې مې غوښتل چې د خپل تجارتي شريک سره ايران ته سفر وکړم. شريک مې ويل کاشکي ورپسي سعودي ته ولاړ شو. ما ويل سمه ده. همدا و چې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ته ولاړو او هلته مو عريضه ورکړه چې ويزه راکړي. سفارت راته وويل چې ورشئ له وزارت خارجه څخه امر راوړئ. موږ په سمدلاسه توګه وزارت خارجه ته ولاړو او په مستقيمه توګه د وزارت خارجه د معاون دفتر ته ورغلو. د دفتر دباندې په چوکيو کې پنځه خارجيان هم ناست ول چې پکښي درې يې ژړ ورېښتان او شنې سترګي لرونکي او دوه يې د چينايانو په شان شکل لرونکي ول. نه پوهېږم چې ايا دغه کوم دپلوماتان ول که نور خلک ول. خو موږ پر همهغه چوکۍ يوه پارچه عريضه وليکله چې د کندهار دوه تجاران غواړي د معاون صاحب سره ملاقات وکړي. د عريضې سپارلو څخه صرف څو دقيقې وروسته او د خارجيانو مخکې پر موږ ږغ وشو چې د معاون صاحب دفتر ته ورداخل شو. کله چې ورغلو نو معاون چې فکر کوم وحيد عبدالله نومېدی تر يو زښت لوی ميز شاته ناست و او ګردۍ وړې عينکې يې پر سترګو وې. راسره ستړې مشې يې وکړه او موږ ورته عريضه ورکړه. کله چې هغه عريضه مطالعه کړه نو يې سمدلاسه ورباندي خپل لاسليک وکړ او راته ويې ويل: د سعودي عربستان سفارت ته چې کله بيا ورغلاست نو زما له خوا ورته د سفير لپاره دا پيغام ورکړئ چې هر کله بيا افغان تجاران ورشي نو بېله امر او ځنډ څخه دې ويزه ورکړي کنه خپله بوريا بستره دې ټوله کړي او په مخه يې ښه. دا لومړی ځل و چې ما د بوريا بستره اصطلاح واورېده. خو د معاون صاحب دغه خبرې زما هغه د فخر احساس چې د خپل مسکين خو خود دار هيواد په هکله مې درلود بيا تائيد او قوي کړ.»
د کوربه سپينږري په سترګو کې اوښکې راغلې او راته ويې ويل: «بچيه، موږ هميشه داسي نه و لکه دا اوس چې يو.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3GbLrEm
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: