تر منزل پورې راته په طلايي تارونو اودل سوې قالينه هواره شوې وه.
تر منزل پورې راته په طلايي تارونو اودل سوې قالينه هواره شوې وه. د قالينې پر دواړو اړخونو د يو عمر او يو قد شاپېريانې داسې ولاړې وې چې د هغوی نازک بدنونه د هغوی په طلايي جامو کې او د هغوی عالې وزرې د لمر په زرينو وړانګو کې ځلېدلې. داسي معلومېدله لکه هغوی چې د قالينې پر څنډو اودل شوي وي. زما په ورتګ هغوی راته پر خپلو نازکو ملاوو د مخ خوا ته په يو ډېر آرام او مکېزي حرکت داسې را کږې شوې چې د کيڼ لاسونو ورغوي يې پر خپلو سينو ايښي ول او له اوږدو او پراخو لسټونو راوتلو د ښه لاسونو په پی رنګه ورغوو او اوږدو ګوتو يې مخ په وړاندې د تلو اشاره راته کوله. هغوی راته په عيني وخت د هسکو غاړو پر سر خپلو خم کېدونکو سرونو راته سلامي کوله.
د قالينې په پای کې له ځلېدونکو ورېښمو جوړه شوې يوه هسکه کږدۍ ولاړه وه. له ورننوتلو وروسته مې هلته د نازکو طلايي او زرينو پردو شاته يو هسک بستر وليد چې په رنګارنګ ګلونو اوډل شوی و. د بستر پر منځ د شاپېريو ملکه په طلايي څادرونو کې پټه زما په انتظار ناسته وه. ما د هغې د زړه هغه دربی اورېد چې تر ټولو هغو آهنګونو مليارد چنده زيات پر غوږو خوږ لګېدلی چې ما په خپل ټول ژوند کې اورېدلي ول. په ساه يې د کږدۍ فضا داسي عنبرينه وه لکه د نعمتونو ډکو ګلبڼو کړکۍ چې پر راخلاصه وي.
تر کوم وخته چې يې لا ما پلو نه و لېري کړی، نو ما فکر کاوه چې زه آګاه وم چې ښکلا څه شی ده. خو کله چې مې يو په بل پسې د هغې پلوونه پورته کړل نو مې هغه څه وليدل چې نه يې ما فکر او نه مې يې ارمان کړی و. ما ځان داسي احساس کړ له څښتن تعالی چې راته د حورو ملکه عطا کړې وي. په احترام او مينه مې ورڅخه وپوښتل: «اې زما د ژوند لومړۍ او وروستنۍ مينې، په کوم نوم درته ږغ وکړم؟» هغې راته په خوږ او له مهربانۍ ډک ږغ جواب راکړ: «پښتو يم او تل تر تله ستا يمه.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3Lf0L6j
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: