لا ماشوم وم چې آلمان ته راغلم. دا هغه وخت و چې د افغانستان اوسني واکمنانو په لومړي ځل کابل کې ځان واک ته رسولی و او په پاکستان کې د بېنظيرې بوټو د صدراعظمۍ د دويمې دورې پای رانژدې شوی و. و آلمان ته زما د راتګ په لومړيو ورځو کې د ډيرو درنو خلکو کره مېلمه کړل شوو. کله چې د کوربه کور ته ورغلو نو هغه د سلام دعا وروسته په سمدلاسه توګه ولاړ شو او يوه «وي ايچ ايس» فيته يې و «وي سي آر» ته ور وشړله. هغه ځوان لوستونکي چې «وي سي آر» نه پېژني نو هغوی ته دې وويل شي چې د انټرنټ راتلو مخکې په پخوا زمانه کې دا د بالښت په شان يو ډول لوی موبايلونه ول چې د فلمونو د کتلو لپاره کارول کېدل خو تليفون نه په کېدی او ټچ ډسپلې يې هم نه درلوده. دغو آلو ته به د چيتو شوو خښتو په شان پلاسټيکي دربلۍ  ور دننه ايستل کېدلې. پر دغو دربليو به ويډيويي مواد ثبت ول. موږ هغه وخت ورته «ويډيو کيسټ» ويل. «وي سي آر» به  په مزي د يوې داسي پنډي ښيښه يي ډيسپلې سره وصل شوی و، چې د کوچنيو الماريو په شان به معلومېدل او په کيسټونو کې ثبت شوي انځورونه به يې ښودل. موږ هغه وخت دغو آلو ته ټي وي يا تلويزيون وايه. ښايي تاسو د کابل په پخواني معلوماتي ويډيوګانو کې دغه څيزونه ليدلي وي چې هغه وخت تازه واکمن شوو وسله والو به «اعدام» کول هم. هغه وخت د دوی کتابونو ورته ويل چې دا څيزونه حرام دي، خو اوس يې پخپله په جيبونو کې ګرځوي ځکه چې ښايي کتابونه يې اوس بل څه ورته وايي.

ښه نو بېرته به په آلمان کې زما لومړۍ مېلمستيا ته راوګرځو. کله چې کوربه «وي سي آر» ته د کيسټ اچولو په حال کې و، نو يې په سمدلاسه توګه ورسره مقدماتي معلومات شریکول هم پېل کړل. هغه وويل: «لږ به مو ساعت تېر شي. د هندو دکان ته دغه فيته تازه له پېښوره رارسېدلې وه. ما هم سمدلاسه ورڅخه رانيوله او تر اوسه مې څو ځله کتلې ده. تاسو يې هم راسره وګورئ چې سر بود کړي.» څه سر مو پرله ګرځوم د يوې ښځې په جګ او له خندا ډک آواز کې د فلاني خان د کيسټو د دکان د اعلان وروسته او ناحقه په ناحقه د دغي ښځي د لويو لويو قهقهو کولو پس فلم شروع شو. د فلم نوم په لويو حروفو راڅرګند شو «خوشحاله کورنۍ». کله چې فلم شروع شو نو پوه شوم چې دا په اصل کې فلم نه دی بلکه په يوه کوټه کې زيات شمېر سياه سرې راټولې شوي دي او يوه يوه يې د کوټې منځ ته راځي او رقص کوي. کله چې مې سر خلاص شو نو خدای خبر چې مخ به مې يو اړخ له شرم څخه او بل اړخ له غوسې څخه څومره سور شوی وي. ما په دا لومړي سر کې لا اجازه واخيسته: «کولای شم دباندې ستاسو کوڅه او پارک وګورم.» کوربه ويل هو، زما زوی به درسره دباندې ووځي. زه هم دباندې راووتم او سخت مې طبيعت ګاټه و. دا ځکه چې يو خو تازه تازه له کوټې راغلی وم او بل هغه د خلقيانو او پرچميانو په اصطلاح ښايي لږ «متعصب» هم وم، بل مې پر ټولو هغو افغانو مېرمنو سخت زړه وسوځېد چې دا کار ته مجبوره شوي وې، بل مې کوربه ته سخت ماشوم اعصاب خراب شول چې دا څه بېخونده ذوق يې دی. ما په کوټه(کوئټه ښار) کې د کابل څخه راغلي مهاجر ليدلي ول چې پر سرحد را اوښتلو د زحمتونو کيسې به يې په ګاونډيو کورونو کې د يوې ګولې ډوډۍ غوښتلو پر وخت کولې. په پارک کې د چهل قدمۍ پر وخت مې بېرته د ځان سره فکر وکړ، ښايي دا بعضي مشران زما د کورنۍ د مشرانو په شان نه  وي، او ښايي بعضو ته يې دا شيان خوند ورکوي. ښايي ذوق يې همداسي وي. بيا مې له ځانه پوښتنه وکړه چې که زه لوی شوم او زما هم دا شيان خوښېدل شروع شول نو بيا به څه کوم؟ يا که به مې هغه وخت هم پر دغو مېرمنو همداسي زړه سوځي او ژړا ته به مې زړه کېږي کله چې هغوی ووينم يا يې په هکله خبرې واورم؟ ايا په لویوالې به مې هم د دغو بې وزلو له حرکاتو خوند اخيستونکو څخه همداسي کرکه کيږي، که څنګه؟

اوس د يادې کيسې تقريبا ۲۷ کاله پوره کېدونکي دي، د بېنظير بوټو ماشوم زوی چې هغه وخت تقريبا ۸ کلن و اوس د پاکستان د باندنيو چارو وزير دی، په افغانستان کې هغه د لويو موبايلونو (ټي ويانو) په دار ځړوونکي زاړه واکمنان يو ځل بيا پر واک راغلي دي، پر سرحد د اوښتلو کيسې تر پخوا لا نه د اورېدلو او نه د اورولو دي، او زه په بدن لږ ډېر لوی شوی او په زړه او دماغ کې تر يوې اندازې بالغه شوی هم يم، خو بيا مې هم تر نن پورې هيڅکله نه دې ته هوا شوې ده چې د کومې مجبورې يا بې وزله يا په خپله خوښه رقصېدونکې «ډمې» يا «نرښځي» يا «د خوشاله کورنۍ» کومو حرکاتو ته وګورم او نه مې هم تر اوسه لا د هغه چا او د هغوی د بېخونده ذوق په وړاندې تفاهم او حوصله پيدا کړې ده، چې دغه څيزونه خوند ورکوي. 
زښت زیات وخت تېر شو خو نه زه بدل شوم، نه افغانستان بدل شو، نه بارډر او ورباندې تګ راتګ بدل شو، نه «خوشاله کورنۍ» بدله شوه نه يې نصيب بدل شو نه يې د رزق ګټلو لاره بدله شوه، نه افغانان بدل شول; نه يې سياسي هنري او ټولنيز ذوقونه بدل شول، نه يې مشران او نه يې واکمنان بدل شول ...
 نه پوهېږم چې اوس لږ وژاړم که لږ ډېر  ډېر وژاړم؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۱۹مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/1undr
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page