که څوک په آلمان کې لوړې زدکړې پېلول غواړي...

 د پښتونخوا يو ملګري د آلمان د يينا/جېنا پوهنتون د سايکولوژۍ د ماسټري په پروګرام کې د داخلې په هکله راڅخه معلومات غوښتي ول. ما له پوهنتون څخه پر تليفون معلومات وکړل او راته دغه معلومات يې راکړل:
ـ که څوک په آلمان کې لوړې زدکړې پېلول غواړي، نو به اول په آنلاين توګه اړونده پوهنتون ته درخواست لېږي. په جواب کې ورته د هغو شرايطو او اسنادو ليسټ لېږل کيږي چې پکار دي.
ـ په آلمان کې بعضي پوهنتونونه په معينو ساحو کې په انګرېزي بېچلر يا ماسټر درسونه ورکوي. که څوک په انګرېزي بېچلر يا ماسټري کول غواړي نو به د انګرېزي ژبې په ايليټ يا توفل امتحان کې د بي دوه سند وړاندي کوي. که په آلماني ژبه تحصيل کول غواړي نو بيا به د آلماني ژبې د زدکړې سند وړاندي کوي او يا به په پوهنتون کې په دې شرط د داخلې غوښتنه کوي چې پوهنتون ورته شپږ مياشتې (يو سمسمتر) د آلماني ژبي کورس (شتودي ين کولېګ) وايي.
ـ په آلمان کې بعضي داسي تحصيلي رشتې شته چې پکښې د غيراعلی نمرو لرونکي هم داخله اخيستلای شي. بعضي رشتې داسي دي لکه طب چې د تحصيل لس چوکۍ وي خو ورته کانديدان زر کسان وي. په داسي يو حالت کې له لېوال زرو کسانو څخه هغه لومړي لس نيول کيږي چې تر ټولو ښه نمرې لري. دا خبره غموما د بهرني محصلينو لپاره هم صدق کوي. بعضي پوهنتونونه نه يوازي د وروستۍ نتيجې بلکه د مکتب د وخت راهيسي ټولو نتيايجو څرنګوالی ارزيابي کوي او پر اساس يې د تحصيل لېوال ته نمره ورکوي چې د هغې نمرې پر اساس د درخواست ورکونکو په ليسټ کې اچول کيږي.
ـ په آنلاين توګه د درخواست داخل کولو او اسنادو (نقل نه اصلي!) د پوره کېدلو وروسته د داخلې دفتر د اړوند پوهنځي سره تماس نيسي چې وګوري ايا درخواست ورکوونکي هغه مضامين په مخکني درس کي لرلي چې اړين دي که نه. د مثال په توګه ايا رياضي يو او دوه يې لرلې که نه، که هو نو په کوم شمېر کريديت نمرې يې پکښي لرلي دي. کله چې د اړونده پوهنځۍ له خوا زرغون څراغ ورکول شي، نو بيا د داخلې دفتر درخواست ورکونکي ته وايي چې تصديق شوي د اسنادو فوټوکاپۍ ور ولېږي.
ـ کله چې هم څوک په ليسټ کي اړين مقام ترلاسه کړي او هم يې نور شرايط پوره کړي وي، نو بيا درخواست ورکونکي کس ته يو ډول سند ورکول کيږي چې که پر وخت درس ته حاضر شي، نو دغه کس ته به داخله ورکوله شي. د دغه سند په مرسته بيا څوک د آلمان په قونسلګرۍ يا سفارت کې د محصلينو لپاره د ويزې غوښتنه کوي. د ويزې ترلاسه کولو وروسته آلمان ته راځي او بيا داخله اخلي او درس پېلوي.
زما د حساب له مخې په آلمان کې د يو محصل د فيس، خوراکو، اوسېدو د ځای/ليليې او نورو مصارفو مياشتنی اوسط ښايي د ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ يورو په شاوخوا کې وي. البته دا د هغو پوهنتونونو  د محصلينو  لپاره صدق کوي کوم چې لوړ فيس نه اخلي چې اکثريت يې همدغه پوهنتنونه دي.
ستونزې:
ستونزې خو به ښايي ډېري وي، خو يوه لويه ستونزه د تحصيل لپاره د ويزې د درخواست ورکولو په مقصد له قونسلګرۍ څخه وخت ترلاسه کول او بيا قانع کوی دي. که د پاکستان محصل وي که د افغانستان، ښايي ورته ډېره مشکله وي چې په راتلونکي يو کال کې دې لا په کراچي يا اسلام آباد کې اپوانټمنت ترلاسه کړي، ځکه چې په لسونو زره افغانان په انتظار ناست دي چې ورته زما په فکر اوليت ورکول کيږي او يادې نمايندګۍ ورته رسيدګي نشي کولای. بله ستونزه به ښايي دا وي چې د پوهنتون د داخلې وختونه او د قونسلګرۍ د اپواينټمټ وختونه داسي سره تنظيم شي چې نتيجه ورکړي. بل به قونسلګري په دې قانع کړل کيږي چې هم په اړين مقدار د تحصيل د مصارفو لپاره خپلې پيسې شته دي او هم دا چې په رشتيا به تحصيل پېل کول کيږي او پای ته رسول کيږي او د پناه غوښتنې لپاره د آسانه لارې تګ مقصد نه دی.

نوټ:
له دې علاوه له بده مرغه زه هم نور معلومات نلرم او هيله ده چې دوستانو ته دا تمه ورپيدا نشي چې زه بل شانته مرسته يا مشوره ورته رسولای شم. په ګوګل کې تقريبا د اکثرو پوښتنو جواب لا دقيق موندل کېدلای شي.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page