د ماشومانو لپاره د ادبي تخليق پر وخت د هدفي لوستونکو ماشومانو د عمر تعين مهم دی. 

 د ماشومانو لپاره د وړ او مؤثره ادبي توکو د تخليق په مقصد د هغوی د اړتياوو، لېوالتياوو او په ادراکي څرنګوالې د ځان پوهول حتمي او لازمي دي. کله چې موږ د ماشومانو لپاره ليکل کوو نو بايد لاندني ټکي په پام کې ونيسو:
۱ ـ د عمر سره مطابقت
د ماشومانو لپاره د ادبي تخليق پر وخت د هدفي لوستونکو ماشومانو د عمر تعين مهم دی. يعني ليکونکی يا ليکونکې بايد د يو ځانګړي او تعريف شوي عمر لرونکو ماشومانو لپاره ليکل وکړي. د دغه ټاکل شوي عمر په چوکاټ کې بيا د ماشومانو د ژبنيزو وړتياوو، د پوهې سطحه او د احساساتو بلوغيت اټکل کېدلای او ورته د دوی د عمر سره مطابقت لرونکې ادبي ټوټه تخليق کېدلای شي.
۲ ـ جذاب کردارونه
د ماشومانو لپاره په ځانګړي ادبي تخليق کې د داسي کردارونو او اشخاصو ايجاد مهم دی چې مرتبط او متنوع وي. ماشومان بايد وکولای شي چې د دغو کردارونو سره اړيکه پيدا کړي. کردارونه بايد داسي د توپير وړ شخصيتونه او د هڅونې لاملونه ولري چې په مرسته يې داستان بيان کړل شي.
۳ ـ ژوندۍ انځورَوَنه
صحنې او مناظر بايد په داسي توصيفي او ترسيمي ژبه تشريح کړل شي چې د ماشومانو په ذهن کې تخيل پر حرکت راولي او د هغوی اذهان راجذب کړي.
۴ ـ آسانه ژبه
ژبه بايد شفافه او دقيقه وي او د امکان تر حده بايد چې له غير ضروري مغلقو لغتونو او مغلقو جملو څخه صرف نظر وشي. خو دا په دې معنی نه چې د ماشومانو لپاره په تخليقي توکو کې د لغتونو بېلابېلوالی محدود وساتل شي. بلکه نبايد چې د نوو لغتونو د زده کولو او پياد ساتلو لپاره د ماشومانو وړتيا ادنی وګڼل شي.
۵ ـ د سپړلو وړ موضوعات
د ماشومانو لپاره تخليق شوي ښه توکي د کنجکاوي، دوستۍ، کورنۍ، لويېدلو، د ځان پېژندلو او د ځان کشف کولو په شان موضوعات څېړي. ياد موضوعات د ماشوم لوستونکي تجربې انعکاس کوي.
۶ ـ خندوونکي اجزا
د ماشومانو د عمر سره په مطابقت انتخاب شوي خندوونکي اجزا نه يوازي د لوستونکو په راجذبولو کې مرسته کوي، بلکه هم يې ساعت ورتېروي او هم ورسره مرسته کوي چې لوست د يوې مثبتې تجربې په توګه حفظ کړي.
۷ ـ شموليت او تنوع
د دې لپاره چې په ماشوم لوستونکو کې د شموليت او تنوع  ارزښتونه ترويج وکړي، نو بايد چې ورته ليکل کېدونکي توکي بېل کلتورونه، بېل شاليدونه او بېلي تجربې معرفي او بيان کړي.
۸ ـ له فعاليت او تسلسل څخه ډک داستان
ماشومان هغه داستانونه زیات خوښوي چې له هيجانيتوب، ماجراجويي او له فعاليتونو يا په اصطلاح له ايکشن څخه ډک وي. ياد اجزا ماشومان دې ته هڅوې چې د يوې پاڼې وروسته بله پاڼه په شوق او تلوسه راواړوي.
۹ ـ د احساساتو انعکاس
د ماشومانو لپاره د تخليق مقصد بايد د هغوی د احساساتو انعکاس وي. د هغوی لپاره تخليق شوي توکي بايد د هغوی د احساس سره اړيکه ولري او په دې توګه ورسره مرسته وکړي چې هغوی د خپلو احساساتو او تجربو څخه اخذ وکولای شي.
۱۰ ـ تعاملي عناصر
د ماشومانو لپاره ليکل شوي ادبي توکي بايد چې ماشوم لوستونکي د مثال په توګه د الفاظو سره په لوبې، د الفاظو په تکرارولو او يا نورو لارو د داستان سره منسک او رادخيل کړي. لوستونکی بايد چې په کيسه کې د ګډون، د کيسې د برخه والتوب او پکښي د ښکيلتيا احساس وکړي.
۱۱ ـ رسمونه او انځورونه
د ماشومانو لپاره د ادبي توکو لپاره رسمونه، انځورونه او نقاشۍ ډېرې ضروري دي. د امکان تر حده بايد چې د مسلکي نقاشانو او انځور جوړوونکو سره په همکارۍ د ماشومانو لپاره د متن او انځورونو په امتزاج ولاړ توکي تخليق کړل شي. بديله لاره يې دا ده چې متن په داسې تشريحي او توصيفي ژبه ليکل شوی وي چې د ماشومانو په اذهانو کې د انځورونو په رامنځته کولو او تخيل ته هڅولو کې بريالی وي.
۱۲ ـ درس او عبرت
دا حتمي نه ده چې د ماشومانو لپاره تخليق کېدونکی هر ادبي توکه به خامخا يو عبرتناکه درس لري. خو د ماشومانو لپاره ادب د هغوی په تربيه کولو او روزلو کې د مهم اوزار په توګه کارول کېدلای شي، بېله دې چې تر اندازې او اړتيا زيات توصيه وي او رونيز شکل ولري.
۱۳ ـ څو ځله لوستنې
د ماشومانو لپاره کيسې داسې هم ليکل کېدلای شي چې څو سطحې او بېل ژوروالی ولري. په دې توګه نو بيا ماشومان کولای شي چې په بيل عمرونو کې دغه ولولي او هر ځل د خپل عمر او تجربې سره په مطابقت بېل او نوې څيزونه پکښي کشف کړي. مقصد داسي توکي دي چې د ماشومانو د ودې سره سمه ورسره وده کوي او ماشومان يې په بيلو عمرونو کې خوندور مومي.
۱۴ ـ د لوستونکو لپاره احترام
ماشومان ډېر خوښيږي کله چې ورسره عاقلانه او له احترامه ډک چلن وشي. له دې کبله نبايد چې د هغوی لپاره تخليق شوې ټوټه کې هغوی ادنی يا کمتر وګڼل شي.
۱۵ ـ روان متن
د ماشومانو لپاره د ادبي توکو ژبه بايد روانه او پسته وي. که دغه متن په لوړ ږغ لوستل کيږي نو بايد چې پکښي بندښونه نه وي او لوست يې بايد بېله ستونزو او په روانه توګه ممکن وي. روان متون په دې کې مرسته کوي چې مور او پلار، ښوونکي او لوستونکي په متونو سره ماشومان متوجه او راجلب کړي.
۱۶ ـ ستونزې او هواری يې
د ماشومانو لپاره ښه ادبي توکي د ماشومانو د عمر سره په مطابقت ستونزې او د هغوی حل او هواری معرفي کوي. په دې توګه سره د ماشومانو لارښودنه کېدلای شي چې هم د نورو سره خواخوږي ولري او هم د خپلو ستونزو لپاره حل پیدا کړي.
د ماشومانو لپاره ليکل د يوه ډېر ښه احساس، آرامتيا او تسليت بخښونکې چاره ده. څوک کولای شي چې د ماشومانو لپاره په ليکلو سره د هغوی اذهان جوړ  او الهام يې قوي کړي. په هر بالغ کې تر يوې اندازې يو ماشوم هم پټ وي. ماشومتوب د خوشالۍ، آرامتيا او ډاډمنتيا سره هممانيز وخت دی او هغه څوک چې د ماشومانو لپاره ليکل کوي، بايد چې پکښي لا موجود ماشوم ويښ او ګړندی وي. هغه بالغ کسان چې پکښي ماشومتوب او ورسره مل ډاډمنتيا بالکل کمزوره شوې ده، د ماشومانو لپاره د ښه ادبي توکو تخليق کولو سره خپل دننه ماشوم او ورسره د اطمنان احساس بېرته راژوندی کولای او پياوړی کولای شي.
په زياته هغه ماشومان چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده، له بده مرغه په خپله ژبه د وړ او معياري ادبي توکو د تقريبا نشتون سره مخامخ دي. راځئ چې پښتنو ماشومانو ته ادبي توکي تخليق کړو، په پوهنتونونو، پوهنځيو او ادبي مجالسو او غونډو کې ليکوالان دغه له پامه غورځول شوې ساحې کې کار کولو ته وهڅوو. ماشومان زموږ راتلونکی، زموږ د ژوند مالګه او زموږ د زړونو قرار دي. بايد چې ورته تر هغه زياته توجه وکړو، لکه تر اوسه چې مو ورته کړې ده.


احمدولي اڅکزی، د کوچنی ټکی کام مسؤل چلوونکی
 د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۷ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page