زموږ نومونه يې هيڅ نه زده کيږي. عمر يې شپېته کاله دی.

 اکا: شمله لورې د دې نوي ټولګي ښوونکي مو څنګه دي؟
شمله: ډېر مهربان دي. خو پر شاګردانو تر ټولو ډېره د رياضي معلمه ګرانه شوې ده.
اکا: هغه څنګه؟
شمله: د رياضي معلمه مو بيخي ډېره اجاڼکه (زړه) خو بيخې ډېره کيوټ (قند/خوږه) ده. زموږ نومونه يې هيڅ نه زده کيږي. عمر يې شپېته کاله دی.
اکا: درس څنګه درته وايي؟
شمله: درس خو ډېر ښه راته وايي. خوارکۍ مجبوره ده چې هر وخت د چاکليټو نوي پاکټونه رانيسي.
اکا: د څه شي لپاره؟
شمله: هغه وايي چې هر چا چې پر وخت خپل درس زده کړ او ورته سپارل شوي سوالونه يې حل کړل، نو به ورته يو چاکلېټ ورکوي. يو خو پر موږ باندې دا ډېره ګرانه ده او غواړو په درس کې يې هيڅ شوخي ونکړو او ښه درس ووايو، بل د چاکلېټ په خاطر هم هميشه درس ته زيات پام کوو. نو له دې کبله دا موږ ټولو ته چاکلېټ راکوي او راته ښه مهربانه مسکا هم کوي.
اکا: شمله لورې، تاسو څومره بختور ياست چې په جرمني کې د نورو آسانتياو تر څنګ داسي ښه ښوونځي او مهربانه ښوونکي لری. افسوس زما د وطن پر لوڼو چې له دغه نعمت څخه محرومه کړل شوي دي. 
شمله: کاشکي زما د رياضي معلمه د افګانستان مشره وای. هم به يې ټولو ته درس ويلای او هم به يې ورته ښه ډېر چاکلېټ ورکولای.
اکا: ګرانې لورې، تاسو خو ښه شاګردان ياست او په ارزی چې معلمه مو درته چاکلېټ درکوي. که ستاسو همدغه مهربانه ښوونکې د افغانستان مشره وای، نو فکر نه کوم چې يو پاکټ چاکلېټ دې يې په ټول کال لا خلاص شوی وای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۲ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/AzXqBhttps://t.ly/AzXqB
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page