څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا

 څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا
زه د زړۀ وينې پرې څښم دی دښمني کا

خلکو لاندې تر پښو ستوري او سپوږمۍ کړل
دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا

سليمان لايق

ــــــ

شاګرد: ملا صاحبه ايا د سپوږمۍ په لوټه استنجا کيږي؟
ملا: چپ شه خبيثه! دا د سيکولرانو فکرونه او پوښتنې مه کوه، کافر کېږې.
ــــــ
هند په سپوږمۍ کې د اوبو په تلاښ يو ژور څاه وکيندی او پر سر يې لوی سرپوښ ورکښېښود چې راتلونکي وختونو کې روبوټونه يا انسانان پکښې ونه لويږي. خو د يو جنګي ولس کس چې سپوږمۍ ته مهاجر شوی و له دغه څاه څخه يې سرپوښ په دې هيله کش او پټ کړ چې يو وخت به يې تربور پکښي ولويږي.
ــــــ
په سپوږمۍ کې د هند روبوټ مځکې ته داسي انځورونه رالېږلي چې د يو ګاونډي هيواد لومړی وزير کچکول په لاس ښيي. دغه لومړی وزير چې د نامعلومو لارو سپوږمۍ ته رسېدلی دی وايي:
«پر مځکه نور هيڅوک قرض نه راکوي. اوس د ايلينز (د مځکې نه بهر مخلوق) په تلاښ يو چې د قرضې هيله ورڅخه وکړو. د باور او اعتماد رامنځته کولو لپاره خپل يو ګاونډی هيواد ورته په اجاره او تضمين کې هم ورکولای شو.»
ــــــ
که هند پر سپوږمۍ ترپال هوار کړي، نو بيا به د روژې او اختر سپوږمۍ څوک او څنګه ويني؟
#هند_په_سپوږمۍ_کې_طنز

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۳ نېټه
 

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/z3JJfhttps://t.ly/z3JJf
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page