هله مې د «افغانستان ولې نه جوړيږي؟» پوښتنې جواب ذهن ته راغلی، او هغه دا چې...

 په آلمان کې تر دوو زرو څخه زيات افغانان راغونډ شوي ول چې د افغانستان د استقلال د ساتنې ۱۰۴ کليزه ولمانځي. د لوی سالون د داخلېدنې په لوی دهليز کې د خرڅلاو لپاره  زيات شمېر پښتو، دري، انګرېزي او آلماني کتابونه چې پکښې قاموسونه هم شامل ول ايښودل شوي ول. د غونډې د پېل څخه څلور پنځه ساعته وروسته يو ځل بيا د کتابونو ميزونو ته ورغلم او هلته مې د کتابونو له يو شناخته پلورونکي سره مجلس وکړ. ما ورڅخه وپوښتل چې په دا تيرو ساعتونو کې يې څو کتابه پلورلي دي؟ ويې خندل، ويل: «درې څلور!»

زه حيران شوم چې دا دومره په زرونو کسان راغلي دي، د زيات شمېر کسانو په لاسونو کې قيمتي قيمتي موبايلونه هم دي چې عکاسۍ په کوي، ښايي بعضي دغه موبايلونه يې تر زرو يورو لا هم په جګ قيمت اخيستي وي، نو کتابونه ولي نه اخلي يا يې ولې نشي اخيستلای؟ په زياته اکثريت هغه کسان چې تازه آلمان ته راغلي دي، هغوی خو به د آلماني ژبې د زدکړې و موادو او کتابونو ته اړ وي، او هغه چې مخکې په آلمان کې ژوند کوي او و خپلو ماشومانو ته د خپلو مورنيو ژبو د ورزده کولو لپاره فکرمند دي، هغوی خو بايد  دغو پرتو کتابونو ته ضرورت ولري.

په دغه حال کې د کورنۍ دوه ماشومان راغلل ويل شيريخ (آيس کريم) غواړي رانيسي. ما ورته پنځوسی ورکړ  او ورته ومې ويل چې پاتې پيسې دې بيا بېرته راته راکړي. له دې وروسته څو وارې په دا لوی سالون کې چې پکښې زښت زيات ازدهام و، تبديل مکان مې وکړ. زيات وخت تېر شوی و چې ماشومانو بيا زه پيدا کړم او راته ويې ويل: «موږ شيريخ ته زيات وخت په انتظار شوو ځکه چې قطار ورته ډېر اوږد و. کله چې زموږ نوبت راورسېد، نو موږ فکر کاوه چې شيريخ به په درې يورو وي، خو هغوی ويل په لس يورو دی. موږ هم بس ورڅخه راروان شوو او شيريخ مو نه رانيولی، ولې چې په دې قيمت نه ارزېدی. دا دي پنځوسی دی، بېرته يې واخله.» زه لا زيات تعجب يووړم. ما ويل د لس يورو شيريخ ته په دومره لوی قطار کې ولاړ دي چې نيم ساعت يو ساعت کې ورته واری نه رسيږي، ډوډۍ ته همداسي اوږده قطارونه ولاړ ول، خو په ټوله ورځ د کتاب پلورونکي صرف «درې څلور» کتابونه خرڅ شوي دي؟!

هله مې د «افغانستان ولې نه جوړيږي؟» پوښتنې جواب ذهن ته راغلی، او هغه دا چې: «افغانستان ځکه نه جوړيږي ولې چې ولس يې د ورباندې بلو لمبو د سړولو په خاطر د کتاب پر ځای شيريخ ته پناه وروړي.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۸ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://shorturl.at/mwAZ2
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page