ټيزر

 د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
هلکان د سوالونو په جوابولو بوخت ول او استادان پر ګرځېدل راګرځېدل چې يو ډېر مهربان او شفيق استاد ته د تليفون زنګ راغلے. قدرمن استاد پر تليفون خبرې کولې او پر امتحان د ناستو هلکانو د قطارونو تر منځ تېرېدلے راتېرېدلے چې په ناڅاپه توګه يې پر تليفون په ‌ډېر لوړ ږغ د کوڅې د هلکانو په شان داسې ښکنځل وکړل چې توبه دې مې وي نو... دلته په ټول سالون کې هرررر شو د هلکانو د خندا...
ما ته هم د غني بابا شعر  راياد شو چې وايي:
په والله چې له جنته به شم ستون
که ښکنځل پکې وا نه ورم د پښتون

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۹ نېټه، کوټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page