ما اورېدلي ول چې پخوا په پښتنو کې د نارينه يا ښځينه په بدن سپکوالی نه خوښېدے.

 ما اورېدلي ول چې پخوا په پښتنو کې د نارينه يا ښځينه په بدن سپکوالی نه خوښېدے. د مثال په توګه هغه مېرمنې ښايسته او تر نورو جذابې تصور کېدلې چې «غونډې منډې» به وې. د پوستکي سپينوالے، د قد هسکوالی، تر نن پورې د «ښايست» د مثبتو اوصافو څخه ګڼل کيږي.

معلومه خبره ده چې د جذابيت او ظاهري ښايست په تړاو د انسانانو ذوقونه او تمايلات بېل وي، خو بيا هم وينو چې په ټولنو کې اکثريت پر ځانګړو اوصافو سره همږغه وي. د پښتنو لپاره د ظاهري ښايست اوصاف کوم دي؟ ايا له سره ياده پوښتنه مطرح کول منطق او بيا جواب لري؟
د پښتو ژبې له پخوانۍ او عصري شاعرۍ څخه موږ تاسو د ظاهري ښايست کوم اوصاف او کوم ايډيالونه راباسلے شو؟
زه به پېل په وکړم او په پښتنو کې د ظاهري ښايست د څو معيارونو په تړاو به درته غاړې او شعرونه وليکم.
ازلي قلم مي خوار دﺉ
سپینه(۱) ژوند مي په زوال دﺉ
په غضب مي ځان اخته کی
ما نازک(۲) چیري شناخته کی
که راځي نازک(۱) دي راسي
په شپو ځنډ څه له کښېبا سي
وايي ملا جان چې په جنت کې حورې پنډې(۳) دي
غټې غټې(۴) ، سپینې سپینې(۱) ، مستې(۵) او بربنډې دي (غني خان)
يو ښايسته يو برېتور(۶) په ځان غښتلے(۷)
د بي بي خوني ته ولاړے غلے غلے (جهاني)
اوس نو تاسو راته نوي يا زاړه شعرونه وليکئ چې پکښې د ظاهري ښايست په تړاو اوصاف راغلي وي. زه به بيا دغه اوصاف په لاندني ليسټ کې يو په بل پسې شامل کوم.
۱ ـ د پوستکي سپينوالی (مېرمنې او نارينه)
۲ ـ نازکوالے (مېرمنې)
۳ ـ پنډوالے (مېرمنې)
۴ ـ غټوالے (مېرمنې)
۵ ـ مستي (مېرمنې)
۶ ـ برېتونه (نارينه)
۷ ـ غښتلوالے (نارينه)
۸ ـ د پوستکي سور او سپينوالے (مېرمنې او نارينه)
۹ ـ رنګينوالے (مېرمنې)
۱۰ ـ غټې سترګې (مېرمنې)
۱۱ ـ اوږده باڼهٔ (مېرمنې)
۱۲ ـ پراخې ورځې (مېرمنې)
۱۳ ـ خوږې شونډې؟ (مېرمنې)
۱۴ ـ سره باړخوګان (مېرمنې)
۱۵ ـ اوږده ورېښتهٔ چې معطره وي (مېرمنې)
۱۶ ـ بېله سينګار څخه ښکلا (مېرمنې)
۱۷ ـ په ځان ډاډه (مېرمنې)
۱۸ ـ هوسناکه (مېرمنې)
۱۹ ـ د يارۍ د علم پوهه (مېرمنې)
۲۰ ـ د وينا/خبرو هنر (مېرمنې)
۲۱ ـ نکته چيني (مېرمنې)
ستاسو لخوا راسره شريک شوي مثالونه:
آدم خیلې اپریدۍ دي سرې او سپینې (۸)
پکې شته دي ښایسته په رنګ رنګینې (۹)
غټې سترگې(۱۰)، لوی باڼه(۱۱)، پراخې وروځې(۱۲)
شـکر لـبـې(۱۳)، گـل رخـسارې(۱۴)، مـه جـبينې(۱) (خوشحال بابا/ استاد ياد)
پښتنې جونې دې زلفې(۱۵) بادته نیسي
چې شمال یې بوی راوړي ورنتهمبورته (خوشحال بابا/ استاد ياد)
که په هند کې نشته سپینه(۱)
هوسۍ سترګې(۱۰) ما ه جبینه(۱)
...
په دوه زلفو عنبر پاشه(۱۵)
په دوه شونډو شکرینه (۱۳)
...
خود نمایه(۱۶) خود ارایه
خود پسنده(۱۷) نازنینه
هوسناکه(۱۸) ښیوه ګره
شوخه(۱۹) شنګه دل نشینه
د یارۍ په علم پوهه(۲۰)
سخندانه(۲۱) نکته چینه(۲۲)
ورځ او شپه کا ځنې چارې
په خوشال د ښکلو مینه (خوشحال بابا/ استاد ياد)
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page