دے په رشتيا هم له درده خلاص دے.

 ډاکټر: دا ګوتې مو ولې تړلې دي؟

زمرے: د موټر په دروازه کې بندې شوې.
ډاکټر: اوه، دا خو ډېر بد خوږ لري.
د زمري مېرمنه: نه ډاکټر صاحبه، په کيسه کې يې لا هم نه دے. کله چې يې په کلينک کې ورته تړلې، نو آن ده تندے لا هم له درده نه دے تريو کړے.
ډاکټر: هو دا بعضي انسانان درد پروف وي، لکه زموږ زمرے جان.
د زمري ښځه: هو، دے په رشتيا هم له درده خلاص دے.
ډاکټر: ښه شو چې وړه ليلا جانه مو نن لا د واکسين لپاره راوستله. دويم واکسين يې بايد د زېږېدنې له څلوېښتو شپو پوره کېدو مخکې لا ورته ولګول شي. نن به لا دا واکسين ورته ولګوو ځکه بيا زه د يوې اونۍ لپاره رخصت يم.
زمرے: ډاکټر صاحبه، ايا د د دې پيچکارۍ ستنه د يو تازه پيدا شوي ماشوم لپاره پنډه نه ده؟
ډاکټر: زمرے جانه، همدغه ستنه د دغه عمر د اطفالو لپاره مناسبه ده. مه وارخطا کېږه. ليلی جانه به په پوه لا نشي.
زمرے: ډاکټر صاحبه ګوره چې رګ کې خوږ نه شي.
ډاکټر: وګوره، دا دے په صفر اعشاريه صفر ثانيه کې يې کار خلاصيږي.
د زمري ښځه: وۍ وۍ، زمريه څه در وشول. الله خير.
ډاکټر: هلئ ژر شئ، ورته يو ګيلاس اوبه راوړئ. عجبه ده، ستن مې يې لور ته ولګول او بېهوښي يې پر پلار راغله.
 
احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۴مه نېټه، کوټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page