د ټول انقلاب تمرکز پر معلوماتو او ورته پر لاسرسي او د دغو معلوماتو پر پروسس کولو دے.

 لکه څنګه چې په بخار د چليدونکي ماشين اختراع د نړۍ او انسانيت لور ته تغير ورکړ او د انسان د دوو مټو زور او قوت يې په مليونو او ملياردونو او تريليونونو مټو کې ضرب کړ، همداسې به د نوي ټيکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برکت د انسان طبعي عقلي او دماغي قوت ته په نه اټکل کېدونکې اندازه پراختيا او وسعت ورکړي او د نړۍ او انسانيت لور ته به تغير ورکړي.

معلوماتو ته لاسرسے د سيال کېدو شرط دے
هغه ولسونه چې تر مخه لا د علم، پوهې او صنعت مخکښان دي، هغوے به د نوي ټيکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې مخکښان وي. خو د صنعتي انقلاب په پرتله د مصنوعي ځيرکتيا د لاسته راوړنو انتقال د انسانانو له يوې ټولۍ څخه بلې ټولې ته په د نه منلو وړ آسانۍ او چټکتيا سره هم ښايي ممکن وي. دا ځکه چې د ټول انقلاب تمرکز پر معلوماتو او ورته پر لاسرسي او د دغو معلوماتو پر پروسس کولو دے. هر څوک چې د معلوماتو لويو زيرمو ته لاسرسے ولري، هغه د نورو انسانانو سره په سيالي کې برخه وال کېدلے شي.

کمپيوټر او انټرنټ ته لاسرسے ولې محدود و؟
د کمپيوټر عام کېدنې او بيا د انټرنټ انقلاب ته د لاسرسي په برخه کې ځکه زياتو ولسونو ستونزې لرلې، ولې چې ورته د بنيادي جوړښتونو د رامنځته کېدنې د اړتيا تر څنګ د ژبې قيد او محدوديت هم موجود و. يعني د چا چې انګرېزي يا بله مهمه نړيواله ژبه زده وه، هغه کولے شوے چې له دغو آسانتياوو څخه تر نورو ژر او په بشپړه توګه ګټه واخلي. هغه ولسونه چې پکښې د سواد او تعليم شرحه کمه وه، هغوے تر نن پورې په کافي اندازه له شته امکاناتو څخه ګټه نشي اخيستلے. د يادولو وړ ده چې د اکثريت دغو ولسونو په عالي تعليمي ادارو کې د انګريزي او نورو مهمو ژبو ښوونه د تعليم هغه مهمه برخه تشکيلوي او د زده کوونکو او محصلينو وخت او انرژي ورڅخه غواړي. د چا چې انګرېزي او نورې مهمې ژبې نه وي زده، هغه په خپله علمي ساحه کې پر وخت تر ټولو مهمو او تازه معلوماتو او منابعو ته رجوع نشي کولے او ورته لاسرسے نه لري.

د کمپيوټر او انټرنټ په پرتله به له مصنوعي ځيرکتيا فيض اخيستل ولې آسانتره وي؟
مصنوعي ځيرکتيا او په مټ يې د معلوماتو لويو زيرمو ته لاسرسے د مخکني کمپيوټر او انټرنټ د دورې په پرتله ځکه چټک او ژر زياتو انسانانو ته د ګټه اخيستنې سبب ګرځېدلے شي، ولي چې ورڅخه ګټه اخيتسنې ته له هر لېوال هيواد او ولس څخه د ژبې پرته د نورو لويو بنيادي جوړښتونو او ډيرو مقدماتي زدکړو ته اړتيا نه لري. يعني که د مصنوعي ځيرکتيا په مټ د بوټو، فصلونو، باغونو د ناروغيو د تشخيص او علاج وړانديز کولو پروګرام جوړ شي، نو باسواده او بې سواده بزګر يې د خپل موبايل په مرسته کارولے شي. آن که يې هيڅ تعليم نه وي کړے. هغه به کولے شي چې د ږغ په مرسته د خپل موبايل يا ورته آلې سره خبرې وکړي، ورته خپلې پوښتنې بيان کړي او په ږغ او انځور کې ورڅخه جواب او هدايات ترلاسه کړي. خو دلته شرط دا دے چې د دغه بزګر ژبه به د مصنوعي ځيرکتيا او د وخت د ټيکنالوژۍ برخه وي او مصنوعي ځيرکتيا او شته ټيکنالوژي به په پوه وي. هم به يې په ږغ کې او هم به يې په متن کې نورو اصلي ژبو ته د ژباړلو او په دې توګه د معلوماتو د زيرمي سره وصل کولو وړتيا لري.

د بزګر ياد مثال د ژوند په نورو ټولو ساحو او هغو حتا هغو ساحو کې چې اوس يې موږ تصور لا نشو کولے هم صدق کوي.

معنا دا چې که پښتانهٔ د نوې ټيکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا له تقريبا لامحدودو راتلونکو امکاناتو څخه ګټه اخيستل غواړي، نو يا خو به انګرېزي يا بله د ټيکنالوژۍ برخه ګرځېدلې مهمه ژبه زده کوي او يا به په نوې ټيکنالوژۍ ته د پښتو ژبه ښيي. تر ټولو غوره لاره همدغه دويمه ده. هغه دا چې نوې ټيکنالوژي او مصنوعي ځيرکتيا په پښتو وپوهيږي او پښتانهٔ ورڅخه د ګټه اخيستلو لپاره د پرديو ژبو زدکړې ته مجبور نشي. حتا که ټول پښتانه فرض کړو همدا نن انګرېزي زده کړي او له يادو نوو امکاناتو څخه د ګټه اخيستلو جوګه شي، نو بيا به هم ورته زياته ګټه ځکه ونکړي، ولې چې ژبه پښتو به يې ډېر نور وخت ژوندۍ پاته نشي.

د دې لپاره چې پښتو او په دې توګه پښتانهٔ ژوندي پاته شي، نو بله هيڅ لاره او امکان نشته بېله دې چې پښتو د نوي ټيکنالوژي پرخه وګرځي. که پښتو د نوي ټيکنالوژۍ برخه وګرځي نو دا به پښتنو ته و معلوماتو او په دې توګه پوهې او علم ته بند ټول ورونه پرانيزي او پښتنو ته به امکان برابر کړي چې د ژوند په اکثرو ساحو کې هغه سيالتوب او مقام ته ځان ورسوي چې د وجود راهيسي پکښې بريالي شوي نه ول.

پښتو څنګه د نوې ټيکنالوژۍ برخه شي؟
د دې لپاره چې پښتو د نوې ټيکنالوژۍ برخه شي نو ډيجيټلايزېشن يې پکار دے. معنا دا چې په لوړه اندازه پښتو مواد بايد داسې برابر شي چې و شته ټيکنالوژيو ته د دغې ژبې په ور زده کولو کې مرسته وکړي او د هغوے د روزلو کار آسان کړي. په اصل کې دا يوه ډېره لويه ننګونه ده چې د يو شخص او يا يوې ډلې په وس نه ده پوره. دا چې پښتانهٔ نه دولت، نه حکومت او نه هم نورې کومې پياوړې ادارې او سازمانونه لري چې ياد کار ته ملا وتړي، نو يوازنے امکان دا پاته دے چې په نړۍ کې خواره پښتانهٔ د سياسي، لهجوي، سيميزو او نورو اختلافاتو او د ژوند د ستړياو څخه مبرا سره راغونډ شي او د پښتو ډيجيټل کولو ته کار ووايي او پکښې تر خپله وسه ونډه واخلي. حتمي نه ده چې دغه کسان دې د نوې ټيکنالوژۍ کارپوهان وي بلکه و دغه هدف ته د رسېدو لپاره هر څوک يوه اندازه مرسته کولے شي.

البته د انسجام او تنظيم او د کار د تعريف او پېل لپاره د بيلو علمونو باتجربه کارپوهانو راغونډېدل اړين دي. د مشرۍ، صدارت، مشهورېدو او يا هم په يوه يا بله طريقه د ښامار وژنه ځان ته منصوبول او يا هم ورته څيزونه بايد چې مخکې له مخکې هر کس په ځان کې خونثی کړي وي او هدف او اراده يې بايد پاکه او صفا وي. هله ښايي دا تقريبا ناممکن کار ممکن شي.

څه ډول ډېټا ته اړتيا ده؟
د دې لپاره چې د يو شخص يا يوې ډلې د لومړيتوبونو د تغير، ژوند د حالاتو بدلېدل يا تمرکز بدلېدل يا د يو شخص د مړيني له کبله د شوي کار د له منځه تلو ګواښ رامنځته نشي، نو بايد چې د پښتو ډيټا اول خو اوپن سورس واوسي او بل بايد چې د نړۍ په هغو بيلو اوپن سورس سرورونو او پروژو کې په داسې شکل خوندي پرته وي، چې د حاضر وخت د ټيکنالوژۍ د اصولو او معيارونو سره برابره وي او د ژبو معياري سيسټمونو ورسره تماس ونيولے شي او ورسره په تخنيکي توګه راکړه ورکړه وکولے شي.

څه شے بايد ډيجيټل شي؟
د پښتو لاندنۍ ډېټا بايد په وړيا/مفته توګه بېله کاپي رايټس څخه د اوپن سورس په توګه هر چا ته د کتلو، پلټلو او ډاونلوډ کولو لپاره چمتو پرته وي
ـ د په لکونو لغتونو ليسټونه او قاموسونه (1)
ـ د زرونو کتابونو، مجلو، اخبارونو او مقالو د پلټلو وړ يا سرچ اېبل بڼه
ـ ډيجيټل شوې خطي نسخې د ټايپ شوې بڼې سره
ـ د ټولو لهجو په کافي اندازه ثبت شوي ږغيز مواد (په سوونو يا زرونو ساعته) چې متن هم ورسره ملګرے وي (2)
ـ په لکونو او مليونونو جملې چې ورسره انګريزي ترجمه ملګرې وي او بهتره که دغه جملې په اړينه توګه ټېګ شوې هم وي چې کوم لغت په جمله کې کومه وظيفه لري
د يادې ډېټا په مرسته به بيا دا ممکنه او آسانه شي چې پښتو د نوې ټيکنالوژۍ او ډيجيټلايزېشن د برخه ګرځېدنې په لومړي پړاو کې بريالۍ شي. دغه لومړے پړاو حتمي او حياتي دے. د دغه په مرسته به بيا ممکنه شي چې د پښتو په انځوريز متن(د کتاب، لوحې، لاسي خط، پاڼو د سکرين شات...)، متن، ږغ یا ويډيو څخه نورو ژبو ته ژباړه وشي او په دې توګه د پښتنو او د معلوماتي سيسټمونو تر منځ دېوال ليرې شي.
همدا يوازينۍ لاره ده چې پښتانهٔ په رشتيا د نړۍ سيالان شي.

احمدولي اڅکزے، د قاموسونه ټکے کام مسؤل چلوونکے

د ۲۰۲۴ کال د می مياشتې څلورمه نېټه

1) قاموسونه ټکے کام پروژې د پښتو لغتونو د راغونډولو او د قاموسونو د ډيجيټل کولو په برخه کې څو کاله کار کړے دے. خو د قاموسونو د کاپي رايټس لرونکو څخه بايد رسمي اجازه ترلاسه کړي چې مواد يې اوپن سورس کړي يا بايد چې د داسې نوو ليستونو او قاموسونو جوړولو لپاره کار وکړي چې خپل يې وي.
2) له ږغ څخه متن ته اوښتون لپاره د کامن وايس موڅيلا پروژه د پښتو لپاره هم ځانګړې برخه لري چې پښتانهٔ پکښې مرسته کولے شي.
#Pashto
#د_پښتو_لهجو_ږغيز_آرشيف
#aipashto
#پښتو
#commonvoicepashto
#qamosona
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page