پوښتنه دا ده چې بيا هم ولې دغو عالمانو په تکراري توګه ادعا کړې چې ګواکې په کندهارۍ لهجه کې ښ ʂ په ش ʃ تلفظ کيږي.

 اعتبار ته صدمه او ممکنه لامل يې

هغه افغانان چې په لوېديځو هيوادونو کې يې دوکتوراوې اخيستي يا ورته تحقيقي کارونه کوي، هغوی وايي چې په لوېديځ کې زيات کارپوهان د افغانستان او پښتونخوا دننه عالمانو کارونو ته لومړيتوب نه ورکوي. بلکه ټينګار يې پر دې وي چې د لوېديځو کارپوهانو کتابونه، څېړنې او منابع بايد د مثال په توګه د دوکتوراوو يا نورو تحقيقي کارونو اساس او د ملا تير وي. ښايي د يو شمېر لوېديځو کارپوهانو د ياد فکر تر شا بېل لاملونه او بېل دلايل وي. يو لامل يې ښايي د افغانستان او پښتونخوا په تحقيقي او علمي منابعو کې له نړيوالو علمي اصولو د بعضو کم شمېر کسانو بعضې سرغړونې، سطحي والی او په خپل مسلک کې ناکافي پوهه کېدلای شي. په علمي موضوعاتو کې د دغو بعضو کم شمېر پښتنو عالمانو لخوا خپلو سياسي، سيميزو، لهجوي، قبيلوي يا ورته تمايلاتو او احساساتو ته په نتيجه ګيري او قضاوت کې د علمي دلايلو پر ځای اهميت ورکول د دې د لامل ګرځي چې د اکثريت نورو جدي او مسلکي پښتنو کارپوهانو شهرت او اعتبار ته صدمه ورسيږي.

د لهجو د ويش مثال

دا چې په پښتو کې په کوم شمېر لهجې شته په هکله يې بېلو پوهانو بېل نظرونه وړاندې کړي دي. فاضل استاد زلمي هيوادمل له ۷۲ لهجو څخه خبره کوي او نور عالمان بيا شته چې پښتو د لهجو پر دوو لويو ډلو ويشي، لکه سويلي/کندهارۍ او يوسفزۍ لهجې. د لهجو د ويش، کرښو او تعريف په موضوع کې د هغو ږغونو يا فونيمونو کردار تر ټولو مهم وي چې بېلې ډلې يې بېل شانته ادا کوي. په دغو کې کانسونانټونه او وکالونه دواړه شامل دي. خو په دغه برخه کې ناسم قضاوتونه او مغالطې ډېري دي. دلته د پښتو د «ښ» او «ږ» تورو لنډ مثال به وګورو.

د ښ او ږ په هکله تکراري مغالطه

د پښتو په اکثريت سويلي لهجو  لکه په کندهار کې ښ په /ʂ/ تلفظ کيږي، مثلا ښار ʂɑːr
په يوسفزي لهجو کې بيا ښ و خ ته په ورته ږغ تلفظ کيږي، مثلا ښار xɑːr
خو بيا هم يو شمېر پښتنو عالمانو چې پکښې ډېر مشهور ژبپوهان هم شامل دي (ورته د درناوي پر اساس يې د کتابونو ماخذونه او د ادعاوو بېلګې نه اقتباس کوم) په ناسمه توګه په خپلو څېړنو او کتابونو کې ليکلي چې په سويلي/کندهاري لهجو کې ښ په ش /ʃ/ لکه «شار» او «ږ» په «ژ» تلفظ کيږي. حال دا چې د کاسيانو او بعضو بړيڅو په استثنی مطلق اکثريت سويلي لهجه ويونکي ښ په ش او «ږ» په «ژ» نه تلفظ کوي.

پوښتنه دا ده چې بيا هم ولې دغو عالمانو په تکراري توګه ادعا کړې چې ګواکې په کندهارۍ لهجه کې ښ ʂ په ش ʃ تلفظ کيږي. ايا پخپله يې په اورېدو کې سم فرق نشي کولای که بله وجه ده؟! بعضي فاضل استادان خو حتی دغه موضوع په داسې توګه مطرح کوي چې ورڅخه د «سليقوي چلند» او «حساسيت» بوی راځي، حال دا چې په علم او علمي بحث کې ياد منفي څيزونه هيڅ ځای نه لري. په هر حال دا يوه تکرارېدونکې او فاحشه غلطي ده او په دغه ساحه کې د اړونده عالمانو نورې نتيجه ګيرۍ او جديت تر سوال لاندې راولي.

که زما په شان عام خلک ياد فرق نه وکړلای شي نو يوه خبره ده، خو د ژبپوهانو لپاره بايد دغه فرق روښان او څرګند وي. هغسې لکه زرګر ته چې پکار ده چې د سپينو زرو، سرو زرو او پيتل تر منځ فرق وکولای شي. 

د ډيرو ناسم پوهاوي او مغالطو لامل دا هم وي چې د افغانستان او پښتونخوا زيات عالمان لا تر اوسه زيات وختونه د فونېمونو او ږغونو په هکله بحث کې د پښتو له عربي فارسي سکرپټ څخه کار اخلي. د مثال په توګه که دوی «ښ» ليکلی وي او وايي چې دا «ښ» تلفظ کيږي نو دا چې لوستونکی کوم اخذ ورڅخه وکړي، د لوستونکي پر خپله لهجه پورې اړه لري. حال دا چې په دا ډول علمي بحثونو او مقالو کې بايد... بلکه حتما له IPA الفبا څخه کار واخيستل شي.  که څوک د فونيمونو په تړاو بحث کې له نړيوالې فونېټيکي الفبا څخه کار نه واخلي او هر څه په پښتو تورو وليکي نو دا هغه ته ورته کار دی لکه غوڼي استاد چې شاګرد ته د «الِف» ښودلو پر وخت ويل چې «اڼيف». کله چې به ماشوم وويل «اڼيف» نو ملا به په غوسه سو ويل «اڼيف» مه وايه «اڼيف» ووايه.

په پښتو کې د «ښ» او «ږ» تلفظ په کومو لهجو کې څنګه کيږي؟ جواب يې په لاندنيو لينکونو کې پخپله اورېدلای شئ:

په سويل لوېديځو لهجو (کندهار) کې رېټروفلکس شکل لري: 
ښ ʂ
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/b/b1/Voiceless_retroflex_sibilant.ogg/Voiceless_retroflex_sibilant.ogg.mp3
ږ  ʐ
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/7/7f/Voiced_retroflex_sibilant.ogg

په سويل ختیځو لهجو کې پوسټ الوييولار: 
ښ ʃ
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/c/cc/Voiceless_palato-alveolar_sibilant.ogg/Voiceless_palato-alveolar_sibilant.ogg.mp3
ږ  ʒ
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/3/30/Voiced_palato-alveolar_sibilant.ogg/Voiced_palato-alveolar_sibilant.ogg.mp3

په وردګو او مرکزي غلجي لهجو کې پالاتال:
ښ   ç
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/a/ab/Voiceless_palatal_fricative.ogg/Voiceless_palatal_fricative.ogg.mp3
ږ  ʝ
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/a/ac/Voiced_palatal_fricative.ogg/Voiced_palatal_fricative.ogg.mp3

او په شمال ختيځو لهجو کې ويلار:
ښ  x
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/0/0f/Voiceless_velar_fricative.ogg/Voiceless_velar_fricative.ogg.mp3
ږ  g
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/transcoded/b/b4/Voiced_velar_plosive.ogg/Voiced_velar_plosive.ogg.mp3

د يادو دوو فونيمونو مثال موږ ته روښانه کوي چې  د بعضو مطرح کسانو په کار کې څومره نيمګړتياوې موجودې دي. له بده مرغه په بعضو مواردو کې داسې احساس کېدلای شي چې د دا شانته علمي موضوعاتو سره حتی  سياسي، تبعيضي او سليقوي چلن کيږي. زيات وختونه څوک د دې شاهدې کېدلای شي چې علمي موضوع د کندهاريتوب، ننګرهاريتوب او پېښوريتوب يا ورته ... توب د پاتريوتيزم قرباني شي. حال دا چې د مصنوعي ځيرکتيا په روان دغه پېر کې د پښتنو لپاره د پښتو ژبې د يو واحد معياري ليکدود، د لهجو د خوندي کولو، د پښتو د ډيجيټل کولو او نورو مطرح موضوعاتو درک کول او ورته مبارزه کول يوه حياتي موضوع ده. له دې کبله هم د عالمانو لپاره په خپله شعبه کې جديت او علميت حتمي دی چې دا وړۍ بالاخره شړۍ شي.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۷مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page