د « او سربازه ياره خيژه پر مورچل باندي...» سندره په افغانستان کي د خلق او پرچم په وخت کي خورا مشهوره وه. داسي داستانونه سته چي کله چي به د نظامي قواوو قومندانانو غوښتل چي عسکر دې ته وهڅوي چي په پټو سترګو پر مقابل اړخ ورسي، نو به يې په ټيپونو کي په جګ ږغ دغه سندره په واوروله چي د عسکرو وينه پر جوش راولي. د دغې سندري په هکله ويل کيږي چي د ګڼ شمېر افغانانو د وژل کېدو او په زیاتو مواردو کي د جګړو د لا تودېدو باعث ګرځېدلې ده. د يادي سندري يوه ويډيو هم سته چي د سندرغاړې بخت زميني شا ته يوه تابلو پکښي ښودل کيږي. پر دغه تابلو يو وسله په لاس افغان عسکر چي خورا ډبل بريتونه هم لري انځور سوی دی. دا دهغه وخت خبره ده چي ډبل بريتونه د خلقيانو خاصه نخښه بلل کېده.

د فتح خان داستان
د فتح خان داستان په افغانستان کي زيات مينه وال لري. دا د هغه يوه په خټه بړېڅ افغان نکل دی چي د يوې غلط فهمۍ له کبله د خپل پلار پاچهي نه يوازي دا چي پخپله پرېږدي بلکه د ځان سره 59 نور تکړه بړېڅ ځوانان هم بوزي او جلا وطنه يې کړي. پدغه داستان کي ټول بړيڅ ځوانان او پخپله فتح خان پر پردۍ خاوره ووژل سي. د هغه وروسته شمس الدين پاچا د امان کوټ يا مغل کوټ په نوم سيمه د فتح خان کونډي رابيا او د فتح خان د ملګرو کونډو او يتيمانو ته ور وبخښي. هغه پدې وجه چي د وژل سوي فتح خان بړېڅ شانداره بريتونه يې د فتح خان د مړي څخه د کتنې پر وخت زښت خوښ سي.

فتح خان او برېتور سربازان
ښايي قدرمن لوستونکو ته دا پوښتنه ورپيدا سوې وي چي د « او سربازه ياره...» د سندرې او د فتح خان د داستان تر منځ څه تړاو سته. د يادي سوي سندرې او نکل تر منځ پدې دليل زیات تړاو سته  ولي چي دواړه د دې سبب ګرځېدلي چي برېتور د عقل پر ځای د برېتو څخه کار واخلي او خپل وطن او ناموس ته ګواښ پېښ کړي، دا که يې نيت ښايي بل څه هم اوسېدلی وي.

د حقيقته ليري نکل
که د فتح خان نکل نکل نه وای او رشتيا وای نو بيا به شمس الدين نه يوازي دا چي د 60 برېتورو کونډي خپلي مېنځي کړي او ماشومان به يې غلامان کړي وای بلکه د فتح خان د سپينږري پلار اسلم خان پاچهي به يې هم نيولې او اسلم خان او پاته کورنۍ به يې هم غلامان کړي وای. د داسي يو چا صفت کول او يا حتی تقليد يې کول چي نه يوازي يې خپل سپينږری پلار د يوې غلطفهمۍ په نتيجه کي پرېښودی، بلکه د قوم د تکړه ترينو کسانو په بېځايه وژل کېدلو کي پړن ؤ، د منطق څخه ليري کار دی. د داسي چا تقليد بايد ونسي چي د خپل هيواد د دفاع او سمسورتيا پر ځای په پرديو جګړو کي ځان او نور قربانيان کوي.

د تقليد وړ ندی
په همدې ډول د «او سربازه ياره...» د سندرې سرباز د تقليد وړ ندی. ايا د دغو سربازانو مړي د خپلو ملګرو لخوا په کندهار او نورو سيمو کي نه پټول کېدل چي بيا به يې د کورنيو څخه د مرګ او ژوند حال ورک ؤ؟ ايا د دغو سربازانو کونډي به د خپل وژل سوي «شهيد سوي؟» مړونو د تقاعد د تر لاسه کولو لپاره په دفترونو ستړې هلاکې نه ګرځېدلې؟ ايا پخپله نورو برېتورو د دغو کونډو سره غېرانساني او «غېربرېتور» چلن نه کوئ؟ دا چي په جګړه ځپلي هيواد کي يې اوس کوڅې په يتيمانو او کونډو ډکي دي، دا د کومه سوې؟ ايا دا د هغو وژل سوو برېتورو او ږيرورو پاتي کورنۍ ندي؟ هغه کورنۍ چي نه يې «ږيرور» او نه يې «برېتور» پر سر لاس ږدي. که په رشتيا سره هر ننی برېتور د ځان څخه وپوښتي چي د خپل ژوند د لاسه ورکولو وروسته به يې څوک د يتيمانو پر سر لاس او د کونډي پر سر څادر غوړوي، نو ښايي ژر دې نتيجې ته راورسيږي چي هيڅوک.

د جنګ خبري خوږې خو ساعت يې تريخ دی. د افغانو مېندو برېتور زامن بايد ولي د اوسنيو شاه شجاعګانو پر پاچهۍ ځان قربان کړي؟ ايا د افغانستان په ټوله اوسنۍ اداره کي داسي يو واکمن سته چي پدې وارزي چي څوک دي د هغه د پر چوکۍ پاتي کيدلو لپاره خپل سر وبايلي؟ هغه پداسي حال کي چي بيا يې کونډي او ماشومان د پوښتنې ګروېږني څوک هم ونه لري؟ ايا د داسي يو چا لپاره ځان قربانول پکار دي چي پر پرديو ټانکونو افغانستان ته راغلی وي، لويه جرګه يې په لويه فتنه بدله کړې وي، په جدي جرمونو تورن کسان يې خپل ملګري کړي او پر افغانانو واکمن کړي وي، د سولي د سپېڅلي لغت څخه يې ملنډي او د افغانانو د وينو څخه يې تجارت او سياست جوړ کړی وي. ... ايا دا يو افغان برېتور ته ښايي چي د بهرنيانو ترڅنګ ودرېږي، پداسي حال کي چي دغه بهرنيان يې د کلي په کورونو کي د شپې او ورځي تلاښئ کوي؟ ايا دا بده او د پيغور خبره نده چي د يو چا د خپل کور او کلي په تورسرو کي تلاښي کيږي او دی هم توپک په لاس د تلاښي کوونکو بهرنيانو ملګری وي.

ورک سوی دوست او دښمن
د افغانستان موضوع دومره پېچلې او مغلقه سوې ده چي اوس د ډيرو په آند حتی د پاليسۍ جوړونکو سر هم نه په خلاصيږي. داسي معلوميږي لکه د افغانانو څخه چي دوست او دُښمن ورک سوی وي. د دغه کړېدلي ملت ستونزه نور په وينو تويولو نه حليږي. بلکه برعکس هر څومره چي نوري ويني توييږي هومره موضوع لا پېچلې کيږي او د ويني لپاره د دغې لانجمنې موضوع تنده لا زیاتيږي. د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نده. هغه برېتور او ږيرور چي اسلام او وطن پر ګران دی او د اصلي برېتور په توګه چلن کول غواړي، هغه بايد نور د دجال د ډلې څخه ځان بېل او د دجال لخوا په لاس ورکول سوی توپک مات کړي.

افغان برېتور او ږيرور بايد نور د فتح خان د تقليد څخه ځان وژغوري او په پرديو جګړو کي خپل سرونه خاوري نه کړي. دوی بايد په خپل کور کي د خپل مور او پلار د خدمت او د خپلو ماشومانو د سرپرستۍ لپاره پاته سي. افغانان بايد نور د تور او سپين په پردۍ جګړه کي خپل ځان او خپل وطن ونه سوځوي. افغانان بايد نور کرزيان، سيافان، فهيمان، دوستميان، نوريان، سپانتاګان او نور بلا او بدتر دې ته پرېږدي چي خپل باداران پخپله او يا په خپلو زامنو وساتي. دا به د افغانانو په حالت کي هيڅ مثبت بدلون نه راولي چي د واکمنو بچي به د سرو زرو په قاچوغه ډوډۍ خوري، کورنۍ او ملګري به يې مځکي لاندي کوي او په ملياردونو ډالره به کشوي، او د عام افغان بچی به يتيميږي او خور به يې کونډه کيږي.

بريتونه هو، مورچل يأ
افغان ځوانان بايد نور نه د «او سربازه ياره...» په سندره خپل ځان تېرباسي او نه هم د فتح خان په نکل. هغه څوک چي جنګونو ته قصيدې ليکي هغه دي د قصيدو ليکلو پر ځای پخپله توپک تر غاړه کړي. دا نوره د افغانانو جګړه نده. دا چي د هر چا جګړه هم ده، هغه دي يې په خپلو مېنځونو کي سره معلومه او فيصله کړي، خو افغانان بايد نور پدغه پردۍ جګړه کي يو ټک هم ونه کړي. د افغانانو نوی شعار بايد نور دا وي چي « موږ هم دنيا غواړو او هم آخرت!» د افغانانو نوی شعار بايد داوي چي:

«بريتونه ساتو، ږيري ساتو خو د پرديو لپاره پر مورچلونو نه خيژو!»

احمدولي اڅکزی

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page